کراچۍ - جيو نيوز راپور ورکړو چې پاکستاني ځواکونو د منع شوي تحریک طالبان پاکستان دوه شکمن غړي ونيول.
پوليسو وويل، چې چارواکو د سه شنبې په ورځ (د فبرورۍ په ۲۸مه) په کراچۍ کې دغه دواړه کسان ونيول. هغوی زياته کړه، چې دوی په تروریزم، شوکو او هدفي وژنو کې تورن دي.