په کراچۍ او راولپنډی کې ۵ پوليس ونيول شول، ۱۱ پوليس معطل کړی شول

د سټاف راپور

کراچۍ - د پاکستان پوليسو په دې وروستيو کې خپل پنځه کسان ونيول او په کراچۍ او راولپنډۍ کې د غلو د نشه يي توکو سمګلرانو سره د تړاو لرلو له کبله ۱۱ تنه معطل کړل.

جيو نيوز راپور ورکړ چې پولیسو په کراچۍ کې د دوشنبې په ورځ (د دسمبر په ۱۹مه) يو بريد وکړو او د پوليسو دوه افسران چې د ذاکر او يوسف په نامه ياديږي ونيول. دغه دواړه پوليس د چاپو په باره کې سمګلرانو ته په مالومات ورکولو کې تورن دي.

د دنيا تلويزيون له مخې، د ختیځ کراچۍ د پوليسو سينير سپرنټنډنټ فيصل عبدالله وويل، په سيند کې، پولیسو د يکشنبې په ورځ (د دسمبر په ۱۸مه) د مجرمانو سره د اړيکي لرلو له کبله ۱۱ افسران معطل کړل او دوه تنه نور یې ونيول.

جيونيوز راپور ورکړ چې د صوبه پنجاب په راولپنډۍ ډسټرکټ کې پوليسو د دوشنبې په ورځ (د دسمبر په ۱۹مه) سب انسپکټر عمر عرفان، چې په خیبر پښتونخوا کې يو سټيشن هاوس افسر دی، معطل کړو. عرفان د ۱.۴ کلوګرامو هیروینو په لرلو کې تورن دی.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500