پاکستاني ځواکونو ۱۱ شکمن کسان ونيول، وسلې او چاودېدونکې توکې يې ترلاسه کړې

د سټاف راپور

کراچۍ - امنیتي ځواکونو په کراچۍ او لاهور کې لږ تر لږه ۱۱ شکمن کسان ونيول او په بلوچستان کې يې د وسلو او چاودېدونکو توکو يوه زېرمه ترلاسه کړه.

جيو نيوز خبر ورکړو چې چارواکو د جمعې په ورځ (د مارچ په ۱۰ مه) په کراچۍ کې اوه شکمن کسان ونيول.

هغه زياته کړه چې چارواکو په لاهور کې په دغه ورځ څلور شکمن کسان ونيول.

د دنیا تلويزيون له مخې، فرنټير کور وويل چې فرنټير کور د پنجشنبې په ورځ (د مارچ په ۹ مه) د بلوچستان په نصير آباد کې د ۱۰۵ کلوګرامه د چاودېدونکو توکو په ګډون په کور کې جوړ شوي د شپږو بمونو او نورو وسلو او ګوله بارودو يوه زېرمه ترلاسه کړه.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500