اسلام اباد - ميډيا راپور ورکړ چې پاکستاني ځواکونو په دې وروستيو کې په بلوچستان ولایت او خيبر ايجنسۍ کې لږ تر لږه ۱۷ وسله وال ووژل.
د جيو نيوز له مخې، د څلورو ځواکونو پرسونلو، د ليوي ځواک په ګډون، د دسمبر په ۵ مه د بلوچستان په ډسټرکټ پشين کې د يو منع شوي ډلې پنځه غړي ووژل. چارواکي وايي، چې دغه ځواکونو يو شمير کسان هم ونیول.
د ډان خبري اژانس راپور ورکړ چې د پاکستان هوايي ځواک الوتکو د دسمبر په ۴مه په خيبر ايجنسۍ کې ۱۲ وسله وال ووژل. ډان خبري اژانس زياته کړه چې جنګي الوتکو د وسله والو ګڼ شمېر پټنځايونه له منځه وړي دي.