پاکستاني ځواکونو ۱۵ وسله وال ووژل او له ۳۳۰ څخه زيات شکمن کسان یې ونيول

د سټاف راپور

پېښور - امنيتي ځواکونو په دې وروستيو کې لږ تر لږه ۱۵ وسله وال ووژل او له ۳۳۰ څخه زیات مشکوک وسله وال یې ونيول، په داسې حال کې چې ترهګرو په پېښور کې د پوليو واکسین سوپروايزر وواژو.

د پوځ د عامه اړیکو دفترد جيو نيوز او د ډان خبرې اژانس له مخې وويل، د پنجاب ولایت په راجنپور ولسوالۍ کې د سپتمبر په ۱۰مه په کومبنګ عملياتو کې اته تنه ترهګر او د امنیتي چارو افسر ووژل شو.

پوځي چارواکې د ډان خبرې اژانس له مخې وايي، چې د پاکستان هوایي ځواک الوتکو د سپتمبر په نهمه نيټه د خيبر ايجنسۍ په تیرا دره کې د وسله والو پټنځيونه له منځه وړي دي. په دې بريد کې لږ تر لږه نهه تنه یاغیان وژل شوي دي.

د جيو خبرې اژانس راپور ورکړ چې امنیتي ځواکونو په پنجاب ولایت کې د سپتمبر په ۱۱مه په کومبنګ عملیات ترسره کولو کې نږدې ۳۳۰ تنه شکمن کسان نيولې دي. د ډان خبرې اژانس راپور ورکړ چې په دغه ورځ فرنټير کور د کوټې په شاوخوا کې د يوې منع شوې ډلې څلور نور شکمن غړي نيولي دي.

د آزادې راډيو راپورورکړ چې په بل راپور کې ويلی شوي دي چې وسله والو کسانو د سپتمبر په لسمه نيټه په پېښور کې د پوليو پر ضد کمپاين یو لوړپوړی کارکونکی وژلی دی. تحریک طالبان پاکستان د دغه بريد مسوليت په غاړه واخيست.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500