د ګوادر بريد کې د ځمکې چاراوکي او ۶ امنیتي پرسونل ووژل شو

د سټاف راپور

چارواکي وايي، د اګست په ۲۵مه د بلوچستان ګوادر ولسوالۍ کې د وسله والو په يو بريد کې يو نایب تحصیلدار (د تحصیل د ځمکو د ویش چارواکی) او د ليوي ځواک شپږ پرسونل ووژل شو، په داسې حال کې چې د کراچۍ پوليسو دوه شکمن جنايتکاران ونيول.

د مکران ډويژن کمیشنر بشير بنګلزي ډان خبري آژانس ته وويل، د ليوي ځواک په کاروان باندې د کلدان تحصيل ته نږدی بريد وکړی شو.

بنګلزي وويل، په دې بريد کې نایب تحصیلدار نعيم ګچکي، چې په جيوني تحصیل کې کار کولو، او شپږ د ليوي پرسونل وژل شوي دي.

دنیا تلويزون راپور ورکړ چې له بلې خوا، د کراچۍ پوليسو د اګست په ۲۵مه يو شکمن هدفي قاتل او يو شکمن بهته خور ونيول.

د جيو خبري اژانس له مخې، رينجرو د اګست په ۲۶مه په یوه خبرپاڼه کې وويل، په کراچۍ کې په بل ځای کې نيم پوځي رینجرو د لشکرې جنګوي (LeJ) د مشر سيد صفدر چې تخلص يې يوسف خراساني دی، د سرقيمت اعلان د ۵ ميليونو روپو (امريکايې ۴۷،۷۲۱ ډالره) وکړ او دا (جایزه) به د هغه د نيولو په اړه معلومات وړاندې کوونکي ته ورکول کیږي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500