پاکستان کې د تاوتريخوالي له کبله ۸ تنه ووژل شول

د سټاف راپور

اسلام اباد - په ټول پاکستان کې په دې وروستیو کې په تاوتریخوالي کې اته تنه پاکستانیان وژل شوي دي.

د جيو خبرې اژانس له مخې، وسله والو د اکتوبر په ۳ مه په کراچۍ کې په یو سړی په مرګوڼي ډول وویشتلو. پوليسو وويل، په همدې ورځ پوليسو په کراچۍ کې په ډزو کې یو وسله یا جنایتکار ووژلو.

د ليوي يو چارواکي ډان ته وويل، په همدې حال کې د ليوي ځواک پرسونل د سپتمبر په ۳۰ مه د بلوچستان په پنجګور ولسوالۍ کې د شپږو تنو مړي په ګوليو سوري وموندل.

چارواکي په پاکستان کې د اکتوبر په ۲ مه د مُلانو لخوا د محرم سپوږمۍ ليدلو وروسته په ملي کچه امنيت لوړوي. په کال کې د سپوږمۍ لید د اسلامي کليز لومړۍ مياشتې پرانسته کوي کله چې مسلمانان د پيغمبر حضرت محمد (ص) د لمسي پر مرګ ماتم کوي.

د سما خبرې اژانس راپور ورکړ چې د بلوچستان د کور رياست د اکتوبر په ۲ مه اعلان وکړ چې د امنيت د برخې په توګه د بلوچستان ولايتي حکومت تر اکتوبر۱۳ مې پوری پر غبرګ سپرلۍ ( پر مو سايکل ډبل سواري) بنديز لګولی دی.

د ډان خبرې اژانس له مخې، چارواکي وايي چې سېند به د اکتوبر په ۲ مه ۶۵،۷۸۰ پولیس افسران د محرم په ترڅ کې د قانون او نظم ساتلو لپاره واستوي.

د جيو خبرې اژانس راپور ورکړ چې پولیسو د اکتوبر په ۲ مه په پېښور کې يو کس ونيوو چې د وسلو او مهماتو يوه لويه زيرمه يې له خیبر پښتونخوا لکي مروت ولسوالۍ څخه راوړې وه.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500