اسلام اباد -- د جيو خبري اژانس په وینا، د پاکستاني پوځ د عامه اړيکو ادارې، ISPR وايي چې د پاکستان امنيتي ځواکونو په دې وروستيو کې په خيبر ايجنسۍ کې د افغانستان د سرحد په اوږدو کې عملیات پيل کړې دي چې په افغانستان کې له پټنځايونو څخه د ترهګرو د نفوذ مخنيوی وکړي.
ISPR وايي چې د ترهګرو د تګ راتګ مخه نيولو لپاره پوځ د خيبر ايجنسۍ راج ګل درې ته اضافي پوځ استولی دی.
ISPR زياته کړه چې ځواکونو د اګست په ۱۶مه په تیره دره او په خيبر ايجنسۍ کې د وسله والو پنځه پټنځايونه له منځه وړې دي.
ISPR په جلا توګه وويل چې د پوځ مشر جنرال راحیل شریف د اګست په ۱۶ مه د ۱۱ محکوم ترهګرو د مرګ حکم لاسلیک کړ.
پوځي محکمو د فرقه ییزو وژنو ترهګر او په ۲۰۱۳ کال کې په کویټه کې د پولیسو د یو عمومي پلټونکي مرستيال وژنو او نورو جرمونو کسان محکوم کړل.