د پاکستان د پوځ مشر د ۷ ترهګرو اعدام تصويب کړ

د سټاف راپور

راولپنډۍ -- د پاکستان د پوځ د عامه اړيکو دفتر د جيو خبرې اژانس له مخې وايي، چې د پاکستان د پوځ مشر جنرال راحیل شریف د سپتمبر په ۲۲ مه نيټه د اوو محکوم شوې ترهګرو چې له تحریک طالبان پاکستان (TTP) او نورو منع شوې ډلو سره یې اړيکې لرلې د مرګ حکم لاسلیک کړ.

ISPR وايي، چې دغه ترهګر د ملکي وګړو، پولیسو افسرانو او سرتېرو وژلو په جرم محکوم شوي وو. ISPR زياته کړه چې هغوی په فرقه ايز وژنه کې هم ښکيل وو.

جيو خبرې اژانس د سپتمبر په ۲۳ مه راپور ورکړ، په عین حال کې، د خیبر پښتونخوا د بم شنډولو سکواډ په دې وروستيو کې يو ۳ کلوګرامه بم چې په پېښور کې پټ کيښودل شوې و شنډ کړ او يو شکمن کس يې ونيوو.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500