۱ جون، پېښور- رسنيو راپور ورکړ، چي د پاکستان چارواکو په دې وروستيو کې هغه افغاني اتباع، چي د سفر قانوني اسناد یې نه لرل، پاکستان کي ننوتلو نه منع کړل.
د جيو خبري اژانس په وینا، د تورخم سرحدي چارواکو وويل، چي پاکستان د می ۳۱ نيټه د افغانانو لپاره ضرب الاجل ټاکلې ده چي دوی دې د سفر اسناد او ويزې ښيي که چېرته هغوی غواړي چې پاکستان ته واوړي.
پخوا زمانه کی به افغاني اتباع به داسې بې اسناد پاکستان ته ننوتل.
د پاکستان سرحدي چارواکي وايي، چې هغه افغانان چي هڅه کوي چې پاکستان ته په ناقانونه توګه داخل شو، د قيد سره مخامخ دي.