جرم او انصاف

د بلوچستان چارواکو هغه ۷ ایرانيان ونيول چې د پاکستان په جعلي پاسپورټونو يې سفر کولو

د عبدل غني کاکړ لخوا

د پاکستان کره پاسپورټ په بينکاک کې د نومبر په ۳ مه ښودل شوی دی. چارواکو د دسمبر په ۱۸ مه اوه ایرانيان ونيول چې د پاکستان جعلي پاسپورټونو د لرلو په تور تورن دي. [ايډن جونز/ای ايف پي]

د پاکستان کره پاسپورټ په بينکاک کې د نومبر په ۳ مه ښودل شوی دی. چارواکو د دسمبر په ۱۸ مه اوه ایرانيان ونيول چې د پاکستان جعلي پاسپورټونو د لرلو په تور تورن دي. [ايډن جونز/ای ايف پي]

کويټه -- چارواکو وويل، پاکستاني چارواکو په بلوچستان صوبه کې اوه ایرانیان نیولي دي، چې په ښکاره توګه يې د سفر لپاره د پاکستان د سفر کولو جعلي اسناد او شناختي کارډونه کارول.

د فدرالي تحقیقاتو ادارې (ايف آی ای) چارواکو د سه شنبې په ورځ (د دسمبر په ۱۸ مه) د بلوچستان په تربت نړیوال هوايي ډګر کې دغه شکمن کسان ونیول.

فواد حيدر، چې په کويټه کې د امنیت یو سينير چارواکی دی، پاکستان فارورډ ته وویل، "ټولو شکمن کسانو جعلي پاکستاني اسناد لرل، چې په دې کې پاسپورټونه او شناختي کارډونه شامل ول."

هغه وويل، "د دې شکمنو ايراني اتباعو نيول په هېواد کې د بهرني نفوذ په وړاندې د پاکستان د ځانګړي اقدام يوه برخه ده." "استخباراتي ادارې، چې د تروریزم پر وړاندې جګړه کوي، په هوايي ډګرونو کې د ټولو مسافرو څارنه کوي."

د پاکستان فدرالي تحقیقاتو اداره د ایران سره د تفتان په سرحدي لاره باندې د نومبر په ۲۲ مه ښودل شوی. [عبدل غني کاکړ]

د پاکستان فدرالي تحقیقاتو اداره د ایران سره د تفتان په سرحدي لاره باندې د نومبر په ۲۲ مه ښودل شوی. [عبدل غني کاکړ]

حیدر وويل، چارواکو د دغه اوو شکمنو کسانو په وړاندې کيسونه ثبت کړي دي او هغوی کويټې ته د نورو تحقيقاتو لپاره ليږدول شوي دي.

حيدر وويل، "لومړني تحقیقاتو په ډاګه کړه چې نیول شوي شکمنو کسانو په تربت کې د ځايي دفترونو له لارې جعلي پاسپورټونه او پاکستاني شناختي کارډونه ترلاسه کړل." هغه زیاته کړه، "د هغه چارواکو په وړاندې د لوړې کچې تحقیقات هم روان دي کومو چې ايراني اتباعو ته د جعلي اسنادو په ورکولو کې مرسته کړې وه."

ګڼ شمېر جعلي شناختي کارډونه بلاک شوي دي

سرچینې وويل، په تیرو څو میاشتو کې، د ملي ډیټابیس او رجسټرېشن ادارې (نادرا) -- يوه اداره چې د ملي شناختي کارډونو د جاري کولو مسؤلیت لري، -- چارواکو د پاکستان هغه ګڼ شمېر جعلي شناختي کارډونه بلاک کړي چې د بلوچستان په مختلفو برخو کې جاري شوي دي.

امنیتي ادارو په تیرو کې د نادرا ګڼ شمیر چارواکي نیولي دي، ځکه چې دوی په کويټه او نورو صوبو کې بهرنيانو ته د جعلي اسنادو په ورکولو کې ښکيل ول. دا ډول ادارې په بلوچستان کې د جعلي اسنادو د تصديق لپاره يو داسې سمارټ نظام کاروي چې د ملي ډيټابيس سره لينک دی.

د ايف آی ای يو چارواکي، چې په ګوادر بندر کې تعينات دی، پاکستان فارورډ ته د نوم نه ښودلو په شرط وويل، نیول شوي ایرانیان د ایران د سیستان بلوچستان څخه دي او دوی له ۲۰۱۴ کال راهيسې له جعلي اسنادو سره بحرېن او پاکستان ته سفر کوي."

هغه زياته کړه، "موږ له مخکې نه راپورونه لرل چې ځینې عناصر د دولت ضد فعالیتونو لپاره د جعلي شناختي کارډونو په کارولو سره پاکستان ته داخليدی شي، نو له همدې امله، ټولې امنیتي ادارې، د مهاجرت چارواکو په شمول، چمتو ول."

د ايف آی ای چارواکي یادونه کړه، "چارواکي د دې هم تحقيقات کوي چې کيدی شي نيول شوي ایراني شکمن کسان د ايران د استخباراتي ادارې سره تړاو لري."

هغه زياته کړه، "موږ له دې امله په دې تحقيقاتو کې د نورو پرمختګونو هيله لرو."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500