امنیت

په خلیج کې د ایران "بې منطقه" سمندري اتحاد په پرمختګ کولو کې پاتې راغلی

د فاریس العمران لخوا

د ایران سمندري کښتۍ د اګست په ۲مه په یو پوځي مشق کې برخه اخلي، ځواکونه یې د ابو موسی په متنازعه ټاپو کې کوزيږي، چې متحده عرب امارات پرې هم ادعا کوي. [ايرنا]

د ایران سمندري کښتۍ د اګست په ۲مه په یو پوځي مشق کې برخه اخلي، ځواکونه یې د ابو موسی په متنازعه ټاپو کې کوزيږي، چې متحده عرب امارات پرې هم ادعا کوي. [ايرنا]

د سمندري اتحاد د جوړولو لپاره د ایران بې اعتباره وړاندیز په سیمه کې د هېوادونو سره د اړیکو په موندلو کې پاتې راغلی، ځکه چې څارونکي وایي چې دا مفکوره د ایران د بې ثباتۍ او تیري دوامداره کمپاین ته د "مشروعیت ورکولو" په بنياد ولاړه ده.

د جون په ۲مه په خلیج کې د ایران د سمندري اتحاد د جوړولو د ارادې په اعلانولو سره، د ایران د سمندري ځواکونو کمانډر ايډمرل شهرام ایراني ادعا وکړه چې نوی پوځي تشکیل به په سیمه ایزو اوبو کې د سمندري تګ راتګ ساتنه وکړي.

هغه د دغه اتحاد د غړو نومونه واخيستل چې په دې ډول دي: عراق، سعودي عرب، متحده عرب امارات، قطر، بحرین، پاکستان او هند.

ياد اتحاد د روسیې او چین لخوا وړاندیز شوی، چې د مارچ په میاشت کې یې د عمان په خلیج کې له ایران سره خپل وروستي ګډ سمندري مشقونه ترسره کړل.

د ایران د سمندري کښتۍ یو ویډیو سکرین شاټ چې د جولای په ۵مه د عمان په خلیج کې په غیرقانوني ډول د سوداګریز ټېنکر د نیولو په هڅه کې اېم/ټي ريچمونډ وايوجر ته نږدې کیږي. [عکس/نيوسېنټ]

د ایران د سمندري کښتۍ یو ویډیو سکرین شاټ چې د جولای په ۵مه د عمان په خلیج کې په غیرقانوني ډول د سوداګریز ټېنکر د نیولو په هڅه کې اېم/ټي ريچمونډ وايوجر ته نږدې کیږي. [عکس/نيوسېنټ]

د ایران د سمندري ځواکونو غړي د مۍ په ۲۱مه په قطار کې ودريږي. [د ایران د دفاع وزارت]

د ایران د سمندري ځواکونو غړي د مۍ په ۲۱مه په قطار کې ودريږي. [د ایران د دفاع وزارت]

د ایران-خلیج اتحاد مفکوره په لومړي ځل د ۲۰۱۹ کال په نومبر کې تر بحث لاندې راغله، کله چې ایران په خلیج کې د امنیت او د بېړیو د ازادۍ د تضمین لپاره د "هرمز سولې نوښت" په نوم وړاندیز وکړو.

د ایران او خلیجي هېوادونو تر منځ د کړکیچ په پام کې نیولو سره، دا مفکوره تصویب نه شوه.

دا ځل، ایران په ښکاره توګه د سعودي عرب سره د چین په منځګړیتوب په خپل تړون تکيه کوي چې په مارچ کې لاسلیک شوی و چې له ریاض او نورو خلیجي هېوادونو سره یې د سفارتي اړیکو بیا پیلولو لپاره لاره هواره کړه.

خو ډېر کتونکي وايي چې دغه ډول اتحاد کم احتمال لري.

'بې منطقه مفکوره'

شنونکو المشارق ته وویل، په خلیج کې د سمندري اتحاد مفکوره "بې منطقه" ده او دا يې په سیمه کې د ایران د رژیم دښمنانه پاليسو ته په پام سره چې ثبات او سوله ګواښي، یو ناممکنه خوب ګڼلی دی.

دوی وویل چې ایران د مختلفو دلایلو له کبله د خپلو ګاونډیو هېوادونو په منځ کې لږ باور لري، چې پکې د ايران او متحده عرب اماراتو ترمنځ د درېو ټاپوګانو -- ابو موسی، لوی تونب او کوچني تونب -- په اړه شخړه شامله ده.

حتی د چهار شنبې په ورځ (د اګست په ۲مه)، د ایران د اسلامي انقلابي ګارډ قول اردو (آی آر جي سي) خپل ځواکونه د پوځي مشقونو په ترڅ کې په ابو موسی او لوی تونب کې د کښتیو، بې پیلوټه الوتکو او توغندیو يونټو سره ځای په ځای کړل.

د سپاه پاسداران مشر جنرل حسین سلامي د مشق په جریان کې په یوې تلویزیوني وینا کې وویل، "موږ تل د امنیت او سولې لپاره هڅه کوو؛ دا زموږ طريقه ده."

د ګډ سمندري ځواکونو (سي اېم اېف) ویاند ټیم هاکینز وویل، "دا د دې دلیل مخالفت کوي چې ایران، چې په سیمه کې د بې ثباتۍ لومړی لامل دی، ادعا کوي چې دوی غواړي د سمندري امنیت اتحاد جوړ کړي ترڅو هغه اوبه خوندي کړي چې دا يې ګواښي."

د کویت ورځپاڼې الجریدا راپور ورکړو، د کویت د ملي امنیت په عالي شورا کې د یوې نامعلومې سرچینې په وینا، کویت د اتحاد په اړه ایران ته په ځواب ورکولو کې "په قصدي ډول له ځنډ" څخه کار اخيستی دی.

د الجریدا له مخې، په عېن حال کې د عمان سلطنت تهران ته خبرداری ورکړو چې دا په هېڅ ډول اتحاد کې د شامليدو اراده نه لري، ځکه چې دا پلان لري چې خپله د بې طرفۍ پالیسي وساتي او له همدې امله پدې کې د شامليدو لپاره ليوالتيا نلري.

د ستراتیژیکو مطالعاتو په نړېوال انسټیټیوټ (IISS) کې د منځني ختیځ د امنیت لوړ پوړي همکار ایمل هوکیم په ټولنیزو رسنیو کې په یو پوسټ کې وویل، "د خلیج هېوادونه دا [اتحاد] نه غواړي."

هغه وويل، د خليج چارواکي وايي "له ايران سره داسې څه تړون نه دی شوی."

شنونکو وويل، د ایران او سعودي په اړیکو کې د ښه والي سربېرہ، په اړیکو کې د هغه حده پورې پرمختګ ندی شوی چې پکې په پوځي اتحاد په جدي توګه غور وشي. دوی يادونه وکړه چې هند او پاکستان هم امکان نلري چې پدې اتحاد کې شامل شي.

د عراق سیاسي څیړونکي عبدالقادر النایل خلیجي هېوادونو ته خبرداری ورکړو چې د ایران په دروغو او د دوکې نه ډک اعلانونو باندې دوکه نشي.

هغه وويل چې دا هېوادونه باید په سیمه کې د ایران لاسوهنې او وسله وال شتون په نظر کې ونیسی او زیاته یې کړه چې "ایران د جوړ جاړي ايجنډه لري چې موخه يې د عرب هېوادونو مرکزي ښارونه نيول او په سیمه کنټرول ترلاسه کول دي.

هغه وويل چې د خلیج هېوادونه باید دا مسله په هوښیارۍ او احتياط سره حل کړي.

النایل وویل، یو نوی اتحاد به د ایران د لا نورو لاسوهنې لپاره لاره هواره کړي او له تهران سره به د دې په پراختيايي پالیسیو کې لا زياته مرسته وکړي.

'ناوړه چلند'

النایل وویل، "زه د یو اتحاد جوړول د ایران لخوا یو ناوړه عمل ګڼم چې موخه یې د خلیج د هېوادونو په ځمکنیو اوبو کې د سپاه پاسداران شتون ته مشروعیت ورکول دي."

هغه وویل، "کله چې دا ځواکونه ځای پر ځای شي او ایران د نړېوالې ټولنې په ګمراه کولو پېل وکړي، او ادعا وکړي چې د دوی ځواکونه د سمندري تګ راتګ د ساتنې لپاره شتون لري، نو دا به د پوځي اډو جوړول پېل کړي."

هغه خبرداری ورکړو چې دا به "خپل ځواکونه" له دې اډو څخه ونه باسي، "حتی که تړونونه لغوه شي".

په ریاض کې د پاچا سعود يونيورسټۍ د سیاسي علومو ليکچرار عبدالله الدخیل وویل، "ایران د خلیج د هېوادونو او د نړۍ د سترو قدرتونو د غبرګونونو د معلومولو لپاره د خلیج د سمندري اتحاد په اړه څرګندونې کړي دي."

هغه وویل، د سفارتي اړیکو بیا پېل په دې معنی نه دی چې د دې ډول اتحاد جوړول به بریالی وي، ځکه چې د خلیج په اوبو کې د ایران د دوامداره جارحيتونو په رڼا کې د احتمالی اتحاد جوړول ناممکن دي.

الدخیل د امریکې د ځواکونو شتون ته په اشارې سره وویل، ایران ادعا کوي چې د هغی د وړاندیز شوي اتحاد موخه په سیمه کې د بهرنیو ځواکونو د غیر عادلانه شتون څخه خلاصی ترلاسه کول دي.

هغه يادونه وکړه، خو ایران په هغو اتحادونو او تړونونو کې څه زیان نه ویني چې د چین او روسیې نفوذ ته اجازه ورکوي.

هغه وويل، د مثال په توګه، د چين د نفوذ زياتوالی منفي سياسي او اقتصادي پايلې لرلی شي چې سيمه په نويو جګړو اخته کړي.

هغه وویل، چین او روسیه د ایران د وړاندیز شوي سمندري اتحاد د مفکورې تر شا دي، ځکه چې دوی غواړي د متحده ایالاتو او د شمالي اتلانتیک تړون سازمان (ناټو) غړو له شتون سره سیالي وکړي.

ولید ابو الخیر له قاهرې څخه پدې راپور کې مرسته کړې.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500