امنیت

اسلامي پوځي اتحاد پرمختګ کوي

په بيروت کې د جنيد سلمان لخوا

د می د مياشتې د ۲۳ مې نيټې يو تصوير په رياض کې د ځانګړي ځواکونو په کالج کې د سعودي عرب هيلي کوپټرونه ښي کوم چې د ګريجويشن په مراسمو کې پرواز کوي او د تروریزم ضد تاکتیکونه څرګندوي. [فایض نورالدین / ای ايف پي]

د می د مياشتې د ۲۳ مې نيټې يو تصوير په رياض کې د ځانګړي ځواکونو په کالج کې د سعودي عرب هيلي کوپټرونه ښي کوم چې د ګريجويشن په مراسمو کې پرواز کوي او د تروریزم ضد تاکتیکونه څرګندوي. [فایض نورالدین / ای ايف پي]

هغه هیوادونه چې په ریاض کې د عرب - اسلامي امریکایي غونډه کې ګډون کوي په اسلامي پوځي اتحاد کې د پوځيانو شاملولو لپاره خپله ژمنه څرګنده کړه. که څه هم، دا له تراوسه روښانه نه ده چې دا ډول ځواک به په سیمه کې څه رول لوبوي.

د غونډې په اختتامي بیان کې، چې د می په ۲۱مه خپور شو، د ګډون کونکو هیوادونو مشرانو د سعودي تر مشرۍ لاندې د تروریزم ضد اتحاد کې د برخه اخیستلو لپاره "د یو شمیر اسلامي هیوادونو چمتووالی ته هرکلی وکړو."

هغوی د ۳۴،۰۰۰ ريزرو سرتیرو په ليږدولو موافق شو او چې کله هم ضرورت وي دا ځواکونه به په عراق او سوریه کې د ترهګرو تنظیمونو پر ضد د عملیاتو سره مرسته کوي.

د پاکستان د پوځ پخوانی ستر مشر جنرل راحیل شریف د دې پوځي اتحاد مشري کوي.

د پاکستان د پوځ پخوانی ستر مشر جنرل راحیل شریف، چې د اسلامي پوځي اتحاد مشري کوي، په دې وروستیو کې په سعودي عرب کې اختر ولمانځلو. [د پاکستان د دفاع وزارت]

د پاکستان د پوځ پخوانی ستر مشر جنرل راحیل شریف، چې د اسلامي پوځي اتحاد مشري کوي، په دې وروستیو کې په سعودي عرب کې اختر ولمانځلو. [د پاکستان د دفاع وزارت]

د لبنان یو ريټايرډ پوځي افسر، بريګيډير جنرل نظار عبدل قادر، چې ستراتیژیکي او امنیتي ماهردی، وويل، روان سیمه ییز کړکيچ، د ایران په ګاونډي خلیجي هیوادونو باندې په مستقیمه توګه اثر لري.

هغه المشارق ته وويل، "دې خبرې دا ضرورت رامنځته کړی دی چې "عرب هیوادونه له يو بل سره پوځي همغږي او همکاري پیاوړي کړي."

هغه وویل، چې د دې ځواک بریالیتوب د سعودي عرب په توان باندې منحصر دی چې د خلیج متحد پوزيشن جوړ کړي او د مصر سره همکاري وکړي.

دا ځکه چې مصر او سعودي عرب دوه لوی عرب طاقتونه دي، او د دوی تر منځ هر ډول همکاري به نور هيوادونه راجلب کړي چې په دې اتحاد کې برخه واخلي.

هغه وويل، دا به په نتیجه کې د عرب ځواک رامنځته کولو لپاره لاره هواره کړي او د ایران د خپریدو او پراختیا د مخې نيولو توان به لري.

ګډ پوځي مشقونه

د پوځي چارو کارپوه او د لبنان ريټايرډ پوځي افسر بریګيډير جنرل چارلس آبي نادر وویل، چې د دغه پوځي اتحاد لپاره ډير امکانات موجود دي چې سعودي عرب په رسمي توګه په ۲۰۱۵ کال کې پيل کړو او اوس ۴۱ هیوادونه د دې اتحاد غړي دي.

هغه المشارق ته وويل، د اردن، مصر او سعودي عرب ترمنځ له مخکې نه پوځي همکاري شتون لري.هغه زياته کړه چې کلنيز پوځي مشقونه په اردن کې ترسره کيږي چې په دې کې نور هیوادونه هم ګډون کوي.

هغه وويل، "دا مشقونه ګډون کوونکي ډلو ته تربيت ورکوي چې له يوبل سره همکاري وکړي او د ضرورت په وخت کله چې دوی په پوځي او امنيتي عملياتو کې برخه اخلي، نو پوځ به د دوی سره همکاري کوي."

آبي نادر یادونه وکړه چې درې هیوادونه له مخکې نه په سوریه او یمن کې د شخړو په اړه همکاري کوي.

هغه وويل، د اردن، سوریې او عراق ترمنځ د درې ګونې پولې په سیمه کې پوځي پرمختګونه به د دې راتلونکي ځواک لپاره يوه موقع وي چې د سیمې په روانې جګړه کې ګډون وکړي. هغه زياته کړه چې په ځانګړې توګه د دې مهمه موخه دا ده چې په عراق او سوریه کې د ترهګرۍ سره مبارزه وکړي.

د پولې درې اړخيزه سیمه ستراتیژیکي اهميت لري ځکه چې دا د اردن، سوریه او عراق ترمنځ د رابطې لاره ده او سعودي عرب ته نږدې ده.

هغه زياته کړه، له دې امله، دا يوه داسې لاره ده چې د دې له لارې ګډ پوځي ځواکونه کولای شي چې په سوریه کې داخل شي او شمال ته لاړ شي چې د داعش سره مقابله وکړي.

آبي نادر دې ته هم اشاره وکړه چې دا سيمه يوه موقع رامنځته کوي چې د عراق او سوریې پوله خوندي کړي.

د ایران د پراختیا مخه نيول

په لبنان امریکايي يونيورسټۍ کې د نړیوالو اړیکو پروفیسر عماد سلامي وويل، د ریاض په غونډه کې په پراخه کچه د تروریزم سره د مقابلې په اړه موافقه وشوه او دا په سیمه کې د پوځي اتحاد جوړلو لپاره بنياد ږدي.

هغه وويل، د تروریزم سره مبارزې لپاره د شراکت ضرورت دی چې افراطي ځواکونو ته د ځواب ورکولو لپاره امنیتي معلومات شريک کړي.

سلامي وویل، چې هغه فکر کوي چې د ګډ ځواک موخه دا ده چې د ترهګرۍ سره مقابله وکړل شي او په سیمه کې یوه لوی پوځي ځواک جوړ کړل شي چې د ایران د پراختیا مخه ونيسي.

هغه وويل، "د داسې يو ځواک شتون به په ځانګړې توګه د خلیج سیمې [امنیت او] ثبات لپاره ګټور وي، کوم چې د نړیوال اقتصاد، چې د ګواښ سره مخامخ دی، لپاره ډير زيات اهميت لري."

هغه زياته کړه، دا د سيمې د ثبات يقيني کولو او د ايران د ګواښ مخه نيولو لپاره یو ضرورت دی.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 7

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

زه د پوځ سره ډیره مینه لرم. زه غواړم چې له پوځ سره يو ځای شم؛ ما لسم په آرټس کې کړی دی او اوس په دولسم کلاس کې يم؛ زه په لاهور ښار کې اوسیږم، مهرباني وکړئ ما سره مرسته وکړئ

ځواب

پاک آرمي ډيره ښه ده...

ځواب

بحري ځواک ډیر ښه دی

ځواب

جناب زما عمر ۱۶ کاله دی او زه غواړم چې د پي ای ايف سره د ايرو ټيکنيشن په توګه يوځای شم او ما لسم په ساينس کې پاس کړی دی.. مهرباني وکړئ، ماته ځواب راکړئ. الله حافظ

ځواب

زه د پاک پوځ سره ډيره مينه لرم.

ځواب

بحري ځواک د پاکستان د دفاع لپاره يو ستر ځواک دی

ځواب

ډيره ګټوره او معلوماتي مقاله. زه غواړم چې دا ډول مقالې بیا ولولم.

ځواب