د ښځو حقوق

افغان میرمنې د ښکلا په پارلرونو د بندیز له امله خفه دي

د ای اېف پي او پاکستان فارورډ لخوا

په ټول افغانستان کې په زرګونو بيوټي پارلرونه د جولای په ۲۵مه د افغان چارواکو له حکم وروسته د تل لپاره وتړل شول چې له مخې یې د ښځو لپاره د عاید د لږو لارو څخه یوه بنده شوه، او همدارنګه د ټولنیز ژوند لپاره یو غوره ځای هم بند شو. [ای اېف پي ټي وي/سټرينګر/ای اېف پي]

کابل -- شیرین څو هفتې وړاندې د ناوې د سينګار لپاره بوکنګ کړی و، خو د دې پرځای چې سينګارکوونکو د هغې د سينګار پرمهال استراحت ترلاسه کړی وې، د کابل په سالون کې هر يو کس ويره لرله او چمتو وو چې ناوې پټه کړي که چېرې پولیس راڅرګند شي.

شیرین په کابل کې په یو سالون کې وروستی پیرودونکې وه. دا سالون يو له زرګونو څخه و چې د سه شنبې په ورځ (د جولای په ۲۵مه) د چارواکو په امر بند شو.

د سالون مالکې عزیزه وویل، که څه پېښ شي، موږ به هغه په تشناب یا د پلورنځي خونه کې پټه کړو او د شيانو په بسته بندۍ کې به بوخت شو."

"حتی که دوی ما په زندان کې واچوي، زه به د هغې سينګار وکړم ځکه چې ما ورسره ژمنه کړې ده."

افغان میرمنې د جولای په ۲۵مه په کابل کې د یو تړل شوي بیوټي پارلر څخه تېرېږي. [وکیل کوهسار/ای اېف پي]

افغان میرمنې د جولای په ۲۵مه په کابل کې د یو تړل شوي بیوټي پارلر څخه تېرېږي. [وکیل کوهسار/ای اېف پي]

افغان میرمنې د جولای په ۲۵مه په کابل کې د یو خالي شوي بیوټي پارلر په دروازه کې ګوري. [وکیل کوهسار/ای اېف پي]

افغان میرمنې د جولای په ۲۵مه په کابل کې د یو خالي شوي بیوټي پارلر په دروازه کې ګوري. [وکیل کوهسار/ای اېف پي]

لکه څنګه چې ځینې سينګار کوونکي د شیرین په شاوخوا کې موجود ول، نورې ميرمنې په سالون کې د شيانو په بسته کولو کې بوخت وو.

د لسګونو زرو نورو پارلر کارمندانو په څېر، دوی د کار له یوې وروستۍ پاتې ساحې څخه چې اوس د میرمنو لپاره خلاصه ده ایستل شوي دي.

په بیوټي پارلرونو بندیز نه یوازې د میرمنو د عاید وړتیا ته يو تازه ګوزار ورکړی -- پداسې حال کې چې دا د سالونونو د مالکانو او کارکوونکو د کورنيو د عايد یوازينۍ سرچینه ده -- بلکې د دوی ټولنیز ژوند ته يې هم زيان رسولی دی.

په کابل کې د سالون یو پیرودونکي ۲۱ کلنې بهارا وویل، "کله چې مو واورېدل چې سالونونه بنديږي نو زړه مو مات شو ځکه چې دا هغه ځایونه وو چې مونږ پکې نه یوازې د خپل ظاهري شکل خيال ساتلی شو، بلکې موږ به پکې ملګري ليدلی شول او نوي ملګري جوړولی شول، خبرې اترې مو پکې کولی شوې او خپل غمونه مو پکې کمولی شول."

"ښځو ته د تفریح ځایونو ته د ننوتو اجازه نه ورکول کیږي، نو موږ څه کولی شو؟ موږ چیرته کولی شو تفريح ترلاسه کړو؟ موږ د یو بل سره د لیدو لپاره چېرته راټول شو؟"

جينکۍ او ښځې د هايي سکولونو او يونيورسټو ته له تلو څخه منع شوي دي، پارکونو، تفریحي نندارتونونو او جیمونو ته له تلو څخه منع شوي، او بايد ځان په عامه توګه پټ وساتي.

ښځې زياتره د ملګرو ملتونو یا غیر دولتي سازمانونو لپاره له کار کولو څخه هم منع شوي او په زرګونو له دولتي دندو څخه ګوښه شوي یا په کور کې د پاتې کېدو لپاره ورته معاش ورکړل کیږي.

ټولې دروازې بندې دي

کاملا یو کال وړاندې په یو سالون کې کار پېل کړو کله چې هغې د رسنیو دنده له لاسه ورکړه او نور يې نشو کولی چې خپلو زده کړو ته دوام ورکړي. د خپلې پنځه کسیزې کورنۍ لپاره د یوازینۍ ډوډۍ ګټونکي په توګه، دغه ۱۹ کلنه جينۍ نه پوهیږي چې هغه به د بيوټي پارلر د معاش نه بغېر څه وکړي.

هغې په دې هفته کې ای اېف پي ته پداسې حال کې وویل کله چې هغې د سالون د وروستي پيرودونکي تور ويښته چونټقه کول، "د ښکلا د سالونونو تړل دا معنی لري چې ټولې دروازې زما لپاره بندې دي، چې دا پدې مانا ده چې زه نشم کولی په افغانستان کې د یوې ښځې په توګه کار او ژوند وکړم."

"شاید سبا به [چارواکي] ووایي چې ښځې د ساه اخيستلو اجازه نه لري."

۲۸ کلنې منیزه له ۲۰۱۸ کال راهیسې د خپل سالون په وده کې وخت او پیسې ولګولې، شاوخوا ۲۰۰ مېرمنو ته یې روزنه ورکړه چې په ياد صنعت کې کار وکړي او همدارنګه "په ځان بسيا" شي.

اوس د هغې اوسني ۲۵ کارمندان، چې په خپلو کورنیو کې ټول اصلي ګټونکي دي، بېرته د پېل ټکي ته راستانه شوي، او منیزه د خپلو هڅو ضایع کیدو ته په بې وسۍ سره ګوري.

هغې ای اېف پي ته وویل، "ما ډېر سخت کار وکړو، او اوس زما لاسته راوړنه هېڅ اهميت نلري."

"زه په هېواد کې پاتې شوم او حکومت ته مې مالیه ورکړه، او اوس دا زموږ د ښکلا سالون بندوي. دا د شرم خبره ده. دا د هېواد د اقتصاد او زموږ لپاره یو لوی ګوزار دی."

د بندیز له پلي کېدو څخه څو هفتې مخکې، میرمنې سالونونو ته ورغلې ترڅو خپل ویښتان رنګ کړي او خپلې وروځې سمې کړي -- چې دا دوی لپاره يو آخرنی چانس و چې د ځان لپاره څه وکړي.

د ثواب د ترویج او د ګناه د مخنیوي وزارت ادعا وکړه چې په سينګار باندې لګولو شوي ډېرې پېسې د بې وزلو کورنیو لپاره ستونزې رامنځته کړي او ځینې درملنې -- لکه د سترګو د باڼړو غځول او د ویښتو اوبدل -- غیر اسلامي دي.

خو سينګار کوونکي نجلا فکر کوي چې دا کار یو ښه او اخلاقي ژوند دی.

دغه یتیمې جينۍ، چې د خپلو خویندو پالنه کوي، وويل، "ما ښه کار کاولو، ما کور ته د خوراک وړلو توان لرلو. اوس به څه کوم؟"

"دوی زموږ نه څه غواړي؟ دوی د ښځو لپاره ټول ځایونه بند کړي دي. شاید دوی یوه ورځ ووایي، 'چې جينۍ پیدا شي، نو ژوندۍ یې ښخه کړئ."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500