د ښځو حقوق

افغان میرمنې د ښکلا د پارلرونو د بندېدو له کبله غمجنه دي

د پاکستان فارورډ او ای اېف پي لخوا

ښځې د جولای په ۴مه د کابل په شهر نو سیمه کې د ښکلا له یو سالون څخه تېرېږي. [وکیل کوهسار/ای اېف پي]

ښځې د جولای په ۴مه د کابل په شهر نو سیمه کې د ښکلا له یو سالون څخه تېرېږي. [وکیل کوهسار/ای اېف پي]

کابل -- په ټول افغانستان کې د ښکلا پارلرونو ته امر شوی چې په یوه میاشت کې دننه يې وتړي، چې دا وروستی اقدام دی چې ښځې له عامه ژوند څخه بې برخې کړي.

دا حکم به د سه شنبې په ورځ (د جولای په ۴مه) د زرګونو سوداګريو د بندېدو لامل شي چې زياتره يې ښځې چلوي -- چې اکثر وختونه د کورنیو لپاره یې د عاید یوازینۍ سرچینه ده -- او دوی به د پاتې فرصتونو څخه هم منع کړي چې له کوره بهر له خلکو سره اړيکه ونيسي.

د کابل د یو پارلر منيجرې چې نه یې غوښتل نوم یې څرګند شي، وویل، "زما په اند دا به ښه وه که چېرې په دې ټولنه کې ښځې نه وای."

"زه اوس دا وایم: کاش زه نه وې. کاش موږ په افغانستان کې نه وې زېږېدلی او یا هم د افغانستان څخه نه وې."

د ۲۰۲۱ کال د اګست راهیسې، جينکۍ او ښځې د هايي سکولونو او يونيورسټو څخه منع شوي دي، د پارکونو، تفریحي نندارتونونو او جیمونو څخه منع شوي، او امر ورته شوی چې په عامه توګه ځان پټ وساتي.

ښځې هم اکثر د ملګرو ملتونو یا غیر دولتي سازمانونو لپاره له کار کولو منع شوي او په زرګونو له دولتي دندو ګوښه شوي یا په کور کې د پاتې کېدو لپاره ورته معاش ورکړل کیږي.

'چېټ او ګپ شپ'

د ښکلا پارلرونه په کابل او نورو افغان ښارونو کې د ۲۰ کلونو راهېسې ډېر شوي دي.

دوی د نارینه وو څخه لرې د راجمع کېدو او ګپ شپ لپاره د خوندي ځای په توګه لیدل کېدل او د ښځو لپاره یې د سوداګرۍ مهم فرصتونه برابرول.

د سالون یو کارکونکي چې غوښتل یې یوازې د نیلاب په توګه وپیژندل شي، وویل، "ښځو به خبرې اترې کولې او ګپ شپ به يې لګولو. دلته نه جګړه وه، نه شور و."

"کله چې موږ دلته یو څه خوشحاله او فعال خلک وینو، موږ هم تازه کيږو. سالون خورا مهم رول لري، دا ځای موږ ته د آرام احساس راکوي."

د سالون یوې بلې منيجرې وویل چې هغې ۲۵ ښځې په کار ګمارلي چې ټولې د خپلو کورنیو لپاره رزق ګټي.

هغې وويل، "د ټولو زړونه مات شوي ... دوی باید څه وکړي؟"

د افغانستان لپاره د ځانګړي راپور ورکوونکي ریچرډ بینیټ لخوا تېره هفته د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا ته په یو راپور کې ویل شوي وو چې په دغه هېواد کې د ښځو او جينکو وضعیت "په نړۍ کې تر ټولو بد" دی.

هغه وویل، "په افغانستان کې د ښځو او جينکو پر وړاندې جدي، سیستماتیک او بنسټیز تبعیض" د "جنسي تبعیض" په اړه اندېښنې راپورته کوي.

'د کوم دلیل لپاره؟'

د سه شنبې په ورځ په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي (یوناما) د سالون د حکم د لغوه کولو غوښتنه وکړه.

دې په یو ټویټ کې وویل، "د ښځو په حقونو دا نوی محدودیت به په اقتصاد منفي اغیزه وکړي او د ښځو متشبثینو لپاره به د بیان شوي ملاتړ سره مخالفت وکړي."

راحا، چې یوه ۲۴ کلنه زده کوونکي ده چې تېر کال له يونيورسټۍ څخه منع شوې وه، د سه شنبې په ورځ د کوژدن له پارټۍ څخه مخکې د سينګار لپاره یو سالون ته روانه وه.

هغې وویل، "دا ځای د ښځو لپاره یوازینی ځای پاتې شوی و چې د ځان لپاره پکې څه پېسې وګټي، او دوی غواړي چې دا هم واخلي."

"دا زموږ د ټولو لپاره یوه پوښتنه ده -- دوی ولې داسې کوي؟

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500