اقتصاد

تهران په داسې حال کې په بحر کې په تخريبي کړنو کې بوخت دی چې د ایران اقتصاد د سقوط سره مخ دی

د پاکستان فارورډ لخوا

د ایران د اسعارو بیه له زوال سره مخ ده او د ډالر په مقابل کې په زیاتیدونکي توګه خپل ارزښت له لاسه ورکوي. [hamshahrionine.ir]

د ایران د اسعارو بیه له زوال سره مخ ده او د ډالر په مقابل کې په زیاتیدونکي توګه خپل ارزښت له لاسه ورکوي. [hamshahrionine.ir]

لکه څنګه چې د ایران رژیم ​په سیمه ایزو مداخلو او سمندري فساد باندې تمرکز کوي​، ایرانیان د اسعارو د ټيټې بيې، د پرله پسې زیاتیدونکي انفلاسیون، بیکارۍ او اقتصادي ناڅرګندتیا سره لاس او ګریوان دي.

په ایران کې د هغو ماشومانو او تنکیو ځوانانو شمیر مخ په زیاتیدو دی چې کار ته اړ کیږي. او په تېر کال کې، حکومتي ريټايرډ شوي کسان او کارګران په مختلفو ښارونو کې په احتجاجونو کې راټول شول ترڅو د ټیټ معاشونو په اړه خپلې اندېښنې څرګندې کړي.

د انفلاسیون رسمي مستقيمه شرح تېر کال د وړاندې کال په پرتله شاوخوا ٪۴۰ وه، او د تېر کال د ورته وخت په پرتله د ٪۶۰ نه ډېره لوړ شوې ده. بیا هم د دولتي کارمندانو معاشونه سږکال یوازې ٪۲۰ زیات شوي.

په داسې حال کې چې حکومت د اسلامي انقلابي ګارډ قول اردو (IRGC) باندې زیاتې پېسې لګوي، د خلکو لپاره مختص شوی بجټ هر کال کمیږي.

د ایران صدر ابراهیم رییسي (ښي اړخ ته) او د وینزویلا صدر نیکولاس مادورو (ګس اړخ ته) د جون په ۱۳مه د کاراکاس په تیریزا کارینو تیاتر کې د یوې غونډې لپاره راځي. ډېر خلک ګومان کوي ​​چې د ایران صدر ابراهیم رییسي د جون په میاشت کې کاراکاس ته د سفر په دوران کې د هغو پیسو غوښتنه وکړه چې وینزویلا ته يې ورکړې وې.

د ایران صدر ابراهیم رییسي (ښي اړخ ته) او د وینزویلا صدر نیکولاس مادورو (ګس اړخ ته) د جون په ۱۳مه د کاراکاس په تیریزا کارینو تیاتر کې د یوې غونډې لپاره راځي. ډېر خلک ګومان کوي ​​چې د ایران صدر ابراهیم رییسي د جون په میاشت کې کاراکاس ته د سفر په دوران کې د هغو پیسو غوښتنه وکړه چې وینزویلا ته يې ورکړې وې.

پاردیس ساین پلیکس د جون په ۱۲مه خپله دروازه وتړله ځکه چې حکومت ته یې د اوبو بل نه و ورکړی، او اوبه یې قطع کړې.[borna.news]

پاردیس ساین پلیکس د جون په ۱۲مه خپله دروازه وتړله ځکه چې حکومت ته یې د اوبو بل نه و ورکړی، او اوبه یې قطع کړې.[borna.news]

د سپاه پاسداران بجټ د تېر کال په پرتله ۲۸٪، او دودیز پوځ (آرتیش) ٪۳۶ وده وکړه. د پولیسو ځواک -- چې په جزوي توګه د سږکال د احتجاجونو د ځپلو لپاره مسؤل دی -- بجټ په عېن حال کې ۴۴٪ زيات شو.

د ایران لوی ښارونه د ککړتیا سره مخ دي چې په تېرو عشرو کې يې وضعيت په تدریجي ډول خراب شوی، چې په پايله کې په هر ژمي کې د ډېرو سکولونو او دفترونو د بندېدو لامل کیږي.

بیا هم حکومت "د هوا د ککړتیا سره د مبارزې د نوښت" لپاره د ۲۰۲۳-۲۰۲۴ بجټ د تیر کال په پرتله د ٪۱۰ نه زيات کم کړو.

د پاردیس ساین پلیکس تفریحي مرکز د جون په ۱۲مه خپلې دروازې بندې کړې ځکه چې اوبه يې نه لرلې. د دې اصل لامل د پېسو نشتوالی و چې بايد حکومت ته يې ورکړې وې.

ياد کمپلیکس اعلان وکړو چې د تهران د اوبو او حفظ الصحې څانګې کارمندان ساین پلیکس ته راغلل او د اوبو پایپونه یې قطع کړل، او زیاته یې کړه چې دا به هغه پېسې بېرته ورکړي چې سرپرستانو د ټکټونو لپاره ورکړې وې.

حتی اوسیدونکي چې په منظم ډول د اوبو بیل تادیه کوي د اوبو د بندیدو څخه خوندي ندي.

لکه څنګه چې د ګرمۍ په تېرو موسمونو کې ورته حال دی، د تهران اوسیدونکي په ځینو ورځو کې په یو وخت کې د ګهنټو لپاره اوبه نه لري.

په تهران کې د پبلک سکول یوې ښوونکي وویل، "حکومت ادعا کوي چې کافي پېسې نه لري، نو زموږ په معاشونو کې اضافه نه کيږي، خو دا په سپاه پاسداران او د سپاه پاسداران په پانګوونو او شرکتونو میلیونونه ډالره لګوي."

هغې د نوم نه ښودلو په شرط المشارق ته وویل، "کافي اوبه، یا بجلي، یا پټرول نشته. هره میاشت حکومت د یو نوي کمي اعلان کوي، خو بیا هم په پوځي فعالیتونو ډېرې پېسې لګوي."

په خلیج کې د ایران ګواښونه

په عېن حال کې د ایران رژیم په خلیج کې د خپل پوځي ځواک ښودنه کوي او په مکرر ډول د هرمز تنګي څخه د تېرېدو پرمهال بهرنۍ کښتۍ ځوروي.

د جولای په ۵مه، د امریکې پوځ د عمان په نړېوالو اوبو کې د ایران د سمندري ځواکونو لخوا د سوداګریزو ټېنکرونو د نیولو لپاره د دوو هڅو مخه ونیوله.

امریکايي چارواکو ویلي دي چې په بې وسلې ملکي کښتیو د برید کولو هڅې د تهران د هغو ادعاوو خلاف دي چې وايي دا په سیمه کې سوله او امنیت غواړي، ځکه چې دا کار په هرمز تنګي کې د ټولو سوداګریزو کښتیو خوندیتوب او امنیت ګواښي.

د مۍ په یو بیان کې، د متحده ایالاتو د سمندري ځواک پنځمې بیړۍ چې په بحرین کې مېشته ده وویل چې دوی د متحدینو او شریکانو سره کار کوي ترڅو په خلیج کې د مهمې تنګې لارې ساتنه وکړي.

د امریکې د ملي امنیت شورا ویاند جان کربي د مۍ په ۱۲مه وويل، "موږ د هغو سوداګریزو کښتیو په وړاندې پرله پسې ایراني ګواښونه، د وسلو نیول او بریدونه لیدلي دي کوم چې په نړېوالو اوبو او د سیمې په ستراتیژیکو اوبو کې د خپل سمندري حق او ازادۍ څخه کار اخلي."

همدارنګه د مۍ په میاشت کې، د ایران سمندري ځواکونو د خپل نړېوال لومړي سفر ستاينه وکړه.

د ایران د سمندري چارو یو کارپوه، چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي، وویل، "داسې ښکاري چې د ایران پوځ ته خبرونه خورا وروسته رسي." دا د نړۍ په سفر داسې فخر کوي چې ګويا دا سفر يې اوس انکشاف کړی وي، حتی دا پنځه پېړۍ مخکې شوی دی!

"د ایران رژیم ډېر مسایل لري چې ورسره مبارزه وکړي، چې پکې د دغه هیواد سمندري پخواني تجهیزات شامل دي، او د نړۍ سفر بايد د چارواکو په ذهن کې ترټولو وروستۍ خبره وي."

د قرض راټولولو هڅې

د جون په میاشت کې، ایراني چارواکو وویل چې د هېواد له ۱۰۰ ملیارده ډالرو څخه ډېرې پېسې په ډېرو هېوادونو کې د بندیزونو په ګډون د مختلفو دلایلو له کبله بلاک دي.

صدر ابراهیم رییسي د لاتینې امریکې درېو هېوادونو، چې هغه هم منزوي او تر بندیزونو لاندې دي، ته د زياتې همکارۍ او د هغو پېسو په لټه کې سفر وکړو چې ایران ورته ورکړي.

رییسي د جون په میاشت کې وینزویلا، کیوبا او نیکاراګوا ته سفر وکړو او له کاراکوس سره یې ۲۵ نوي تړونونه لاسلېک کړل، په داسې حال کې چې ګمان کیږي چې هغه د خپل سفر په دوران کې د هغه پېسو غوښتنه وکړه چې وینزویلا ته یې ورکړي.

یو اقتصاد پوه د نوم نه ښودلو په شرط المشارق ته وویل، "کاش چې نور هېوادونه به ایران ته هغه پېسې ورنکړي چې له هغې نه یې اخیستی دي، ځکه چې دا به دا معنی ولري چې د رژیم جیبونو ته به نورې نغدې پېسې راشي."

هغه وویل، "د دې پېسو یوازینۍ ځای سپاه پاسداران دي، او بالاخره عراق، یمن یا سوریه ده." "په دې کې به هېڅ یوه پېسه په ایرانیانو ونه لګيږي."

"نو زه فکر کوم چې موږ به ښه يو که چېرې پېسې په راتلونکي وخت کې د یو څه وخت لپاره په بل هېواد کې خوندي شي -- شاید د راتلونکو ایراني نسلونو لپاره." هغه زیاته کړه چې لږ امید شتون لري چې ایران به له وینزویلا څخه څه پېسې ترلاسه کړي.

د ایران د ګاډو جوړونکي شرکت SIAPA ستر مشر محمد علي تیموري د فبرورۍ په ۲۳مه وویل چې د SAIPA "پالیسي دا ده چې په روسیې او وینزویلا باندې د دوو اصلي هدفي بازارونو په توګه تمرکز وکړي".

هغه وويل، SAIPA د مخکې نه وینزویلا ته د ۱۰۰۰ ګاډو لومړۍ ډله لیږلې ده، او ۲۰۰۰ نور ګاډي تيار دي چې صادر شي "کله چې د پیرود لپاره پېسې انتقال شي".

په داسې حال کې چې ایران د صادراتو لپاره ګاډي جوړوي، خو په غیر متوقع ډول، مجلس (د ایران پارلمان) په لومړي ځل يوه مسوده منظوره کړه ترڅو د کارول شویو بهرنیو ګاډو د واردولو اجازه ورکړي، چې دا یوه بله نښه ده چې د هېواد اقتصاد په ژوره توګه له ستونزو سره مخ دی.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500