کډوالان

ایران د هلمند سیند د اوبو د شخړې په سر د افغانانو اجتماعي سزا ته مخه کوي

د عمران لخوا

په دې وروستیو کې د ایران د رژیم لخوا شړل شوي افغان کډوال ادعا کوي چې ایراني پولیسو دوی ځورولي او د هغوی پېسې او سامان یې د هلمند سیند د اوبو د شخړې په سر د ډله ایزې سزا په توګه ضبط کړې. [عمران/سلام ټایمز]

هرات -- په دې وروستیو کې د ایران د رژیم لخوا شړل شوي افغان کډوال ادعا کوي چې ایراني پولیسو دوی ځورولي او د هغوی پېسې او سامان یې د هلمند سیند د اوبو د شخړې په سر د ډله ایزې سزا په توګه ضبط کړې.

د ایران او افغانستان تر منځ د اوبو په اړه وروستۍ شخړه هغه مهال پېل شوه کله چې د ایران صدر ابراهیم رئیسي د می په ۱۸مه په افغان چارواکو تور ولګوو چې خپل مکلفیتونه نه پوره کوي چې ایران ته له هلمند څخه "د اوبو حقونه" ورکړي.

د ګواښونکي ژبې په کارولو سره، هغه په افغانستان تور ولګوو چې د ۱۹۷۳ تړون لاندې د خپلو ژمنو په پوره کولو کې پاتې راغلی یا د ایران د قانوني اوبو حقونو په ورکولو کې اړینه همکاري وړاندې کړي.

د بغلان صوبې پخواني اوسیدونکي شاه منصور رجبي سلام ټایمز ته وویل چې هغه د ایران په مازندران صوبه کې هغه وخت له خپلو دوو همکارانو سره ونيول شو کله چې هغه په خپل کاري ځای کې ساختماني کار کولو.

له ایران څخه شړل شوي افغان کډوال د جولای په ۲۵مه په هرات ښار کې د ملګرو ملتونو د کډوالو په یو کېمپ کې لیدل کیږي. [عمران/سلام ټایمز]

له ایران څخه شړل شوي افغان کډوال د جولای په ۲۵مه په هرات ښار کې د ملګرو ملتونو د کډوالو په یو کېمپ کې لیدل کیږي. [عمران/سلام ټایمز]

۲۸ کلن ساختماني کارکونکي وویل، "ایراني پولیسو زه ووهلم او زما پېسې او تلیفون يې واخېستو." "دوی موږ د توقیف مرکز ته ولیږلو، چېرې چې یې موږ ته د درېو ورځو او شپو لپاره مناسب خوراک یا اوبه رانه کړې."

رجبي وویل، "ایراني پولیسو به مونږ ته ويل چې مونږ باید شکنجه شو او دا چې مونږ په ایران کې د ژوند کولو حق نه لرو ځکه چې افغانستان د هلمند سیند اوبه بندې کړې دي."

هغه زیاته کړه، "هغوی زمونږ په مخ کې درې تنکي افغان سړي په سختۍ سره ووهل چې لاسونه او پښې یې ماتې شوې." "هغوی چیغې چې ټول افغانان به وباسي."

هغه وویل، "د ایران حکومت له هغه وخت راهیسې په ټول هېواد کې په افغانانو فشار اچوي کله چې د هلمند سیند د اوبو شخړه رامنځته شوه، چې په پايله کې يې په ایران کې د افغان کډوالو لپاره ژوند خورا ستونزمن کړو."

رجبي د جولای په ۲۵مه له ایران څخه ویستل شو او په هرات ښار کې د ملګرو ملتونو د کډوالو په کېمپ کې یې لنډمهاله پناه وموندله.

هغه په ایران کې د خپل سفر په اړه وویل، "په هغه هېواد کې وخت تېرول خورا دردناک دي."

د د ډایکنډي صوبې پخواني اوسیدونکي الله یار محمدي، چې له ایران څخه ایستل شوی او د ملګرو ملتونو د کډوالو په یو کېمپ کې ژوند کوي، وویل، د ایران حکومت د هلمند سیند د اوبو شخړه د اخراج لپاره د بهانې په توګه استعمالوي.

دغه ۴۳ کلن کس وویل، "ما د تهران په یوه ودانۍ کې له څلورو نورو افغانانو سره کار کولو کله چې پولیس راغلل او موږ ټول یې ونیولو او ویې ویل چې 'تاسو په موږ باندې اوبه بندې کړي دي، موږ به ستاسو خوراک بند کړو."

هغه وویل، "بیکرۍ به موږ ته خوراک نه راکولو، او دوی به حتی موږ هټیو ته نه پرېښودو کله چې به ورته معلومه شوه چې موږ افغان یو." "پولیسو به افغانان وهل، د هغوی بې عزتي او سپکاوی به یې کولو کله چې به يې دوی موندل."

د افغانانو په ايستلو کې زياتوالی

عبدالله قیومي، چې په هرات صوبه کې د کډوالو د چارو مسؤل دی، وویل، هره ورځ د ۲۰۰۰ څخه تر ۳۰۰۰ پورې افغانان د اسلام کلا د پولې له لارې له ایران څخه ایستل کیږي.

هغه وویل، دا د بېرته راستنېدونکو د پخواني شمېر سره توپیر لري، کوم چې معمولاً په ورځ کې له ۱۵۰۰ څخه تر ۲۰۰۰ پورې ول.

قیومي وویل، "ډېر شړل شوي کډوال د ایران د حکومت په اړه شکایت کوي، په ځانګړي توګه د ایراني پولیسو په اړه چې دوی ځوروي او پېسې ترې اخلي."

هغه زیاته کړه چې ځینې افغان کډوال پاسپورټونه لري، خو ایراني پولیسو د هغوی پاسپورتونه ضبط کړل او هغوی يې وشړل.

د بدخشان صوبې پخوانی اوسیدونکی محب الله زاهد چې ۲۶ کاله عمر لري په دې وروستیو کې له ایران څخه ایستل شوی او په هرات ښار کې د ملګرو ملتونو د کډوالو په کېمپ کې ژوند کوي.

زاهد وویل چې هغه د ایران په فارس صوبه کې د ۱۵ ورځو لپاره په سخت موسم کې په یوې ساختماني پروژه کې کار کولو. کله چې هغه د خپل کار ګومارونکي څخه د معاش غوښتنه وکړه، نو کارګومارونکي په هغه پسې پولیس راوغوښتل، او هغه د معاش ترلاسه کولو پرته له ایران څخه وویستل شو.

هغه سلام ټایمز ته وویل چې ایراني چارواکي په ایران کې د افغان کډوالو پروړاندې د هر فرصت څخه استفاده کوي -- چې اکثر د اوبو مسله د یوې بهانې په توګه کاروي.

زاهد وویل، "هرکله چې به ایراني پولیسو زه وهلم، هغوی به زما څخه پوښتنه وکړه چې ولې مونږ د هلمند له سیند څخه اوبه قطع کړي دي."

"دوی به د توقیف شويو کډوالو، حتی له ماشومانو او میرمنو سره، د توقیف مرکز ته په لاره او په مرکز کې، ناوړه چلند کولو."

هغه زیاته کړه، "ایراني پولیسو او ډرایورانو به په زوره له موږ څخه پېسې اخېستې او هغه کسان به يې په سختۍ سره وهل چې پېسې به یې نه ورکولې."

زاهد وویل، "ایراني کارګومارونکي له هغه وخت راهيسې د افغان کارګرانو معاشونه نه ورکوي کله چې د ايران او افغانستان ترمنځ د هلمند د سیند د اوبو په هکله شخړې رامنځته شوې."

هغه وویل، "کله چې موږ پولیسو ته مراجعه وکړه، نو دوی د ایراني کارګومارونکو ملاتړ وکړو او سمدلاسه یې موږ ونیولو او وشړلو."

په افغانستان کې وچکالي

ایراني رژیم په داسې وخت کې د خپلو اوبو د حقونو غوښتنه کړې چې افغانستان له سختې وچکالۍ سره مخ دی او کله چې بزګران نشي کولی خپله ځمکه وکري.

د نیمروز صوبې د چهار بورجک ضلعې ۴۸ کلن بزګر نیاز محمد وویل چې سږ کال د وچکالۍ په جريان کې کرنه نشي کولی.

هغه وویل، "په نیمروز کې د هلمند په سیند کې اوبه نشته." "کمال خان ډېم د سختې وچکالۍ له کبله خالي دی. ایران ته د اوبو د ورکولو لپاره په سیند کې اوبه نشته."

هغه زیاته کړه، "موږ تږي یو، او د خپلې ځمکې د کرلو لپاره اوبه نه لرو." "موږ څنګه ایران ته اوبه ورکولی شو؟"

محمد وویل، ایران له عشرو راهیسې د هلمند له سیند څخه د خپلو اوبو له برخې څخه ډېرې اوبه ترلاسه کړي، او دوی باید افغانستان ته پېسې ورکړي.

د هرات ښار چاپیریال پوه خلیل احمد فقیري وویل چې افغانستان د اقلیم د بدلون له امله سخت متاثره شوی او د اوبو له سخت کمي سره مخ دی.

هغه وویل، "د افغانستان او ایران تر منځ د هلمند سیند د اوبو ۱۹۷۳ تړون په هغه وخت کې د وضعیت پر بنسټ و." هغه یادونه وکړه چې تړون دا شرطونه ټاکي چې د اوبو د کمي په صورت کې، افغانستان مکلف نه دی چې ایران ته اوبه ورکړي.

هغه سلام ټایمز ته وویل، "د وچکالۍ او اوبو د کمي له امله، د ایران حکومت حق نه لري چې په افغانستان باندې د خپلو اوبو د حقونو لپاره فشار واچوي."

فقیري وویل، "د هلمند سیند د اوبو تړون د یو اړخ په توګه، د ایران حکومت هېڅکله د تړون لاندې خپلې ژمنې نه دي پوره کړي."

هغه زیاته کړه، "نوموړي هیواد له کلونو راهیسې په تړون کې د موافقه کولو په پرتله ډېرې اوبه ترلاسه کړي، خو افغانستان ته يې په بدل کې هېڅ نه دي ورکړي."

"د ایران حکومت هم له افغانستان سره پولې ته نږدې ژورې څاګانې کنلي دي، چې په ناقانونه توګه له سیند څخه اوبه راوباسي."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500