بشري حقونه

د بشري حقونو ډلې وايي چې سوریه او روسیې په قصدي توګه د سوریې د بې ځایه شویو خلکو په کېمپونو بمباري وکړه

د پاکستان فارورډ لخوا

یو سوریایي هلک د ۲۰۱۹ کال د نومبر په ۲۱مه د ادلیب صوبې د القح په کلي کې په یو عارضي کېمپ کې د سوریې د رژیم له بمبارۍ وروسته په یوې سوځېدلې خیمه کې يو ګلاب په لاس کې نیولی دی. [عارف وتاد/ای اېف پي]

یو سوریایي هلک د ۲۰۱۹ کال د نومبر په ۲۱مه د ادلیب صوبې د القح په کلي کې په یو عارضي کېمپ کې د سوریې د رژیم له بمبارۍ وروسته په یوې سوځېدلې خیمه کې يو ګلاب په لاس کې نیولی دی. [عارف وتاد/ای اېف پي]

یو نوی راپور څرګندوي چې د سوریې رژیم او د هغې متحدین، د هغې د اصلي ملاتړي روسیې په ګډون، د ۲۰۱۴ او ۲۰۲۲ کلونو ترمنځ په سوریه کې د بې ځایه شویو خلکو کېمپونو په "قصدي توګه په نښه کولو" کې ښکېل ول.

دا انکشاف په هغه راپور کې شوی چې د جولای په ۱۰مه د سوریې د عدالت او حساب ورکولو مرکز (SJAC) لخوا خپور شو. ياد مرکز د سوریې د بشري حقونو سازمان دی چې د ټولو موجودو سرچینو څخه د سرغړونو اسناد راټولوي او تجزيه يې کوي.

دا راپور شواهد لري چې د بې ځایه شويو خلکو په څلورو کېمپونو د بریدونو لړۍ "نه تصادفي وه او نه یوازې د پوځي اهدافو پورې محدوده وه، بلکې يو تاکتيک و چې حکومت او متحدینو د جګړې د ستراتیژۍ په توګه کارولی و".

دا ښیي چې د سوریې رژیم او د هغې متحدینو "د مخکې نه معلومات لرل چې د دوی هدفونه ملکي وګړي لري خو بیا يې هم ياد برید وکړو"، چې "احتمالاً جنګي جرمونه او د انسانیت پرضد جرمونه" دي.

د ۲۰۱۹ کال د نومبر په ۲۱مه اخیستل شوی یو هوايي منظر د ادلیب صوبې په القح کې د بې ځایه شویو خلکو په کېمپ د سوریې د رژیم له بمبارۍ وروسته د یوې خیمې سوځیدلي پاتې شوني ښيي. [عمر حج قدور/ای اېف پي]

د ۲۰۱۹ کال د نومبر په ۲۱مه اخیستل شوی یو هوايي منظر د ادلیب صوبې په القح کې د بې ځایه شویو خلکو په کېمپ د سوریې د رژیم له بمبارۍ وروسته د یوې خیمې سوځیدلي پاتې شوني ښيي. [عمر حج قدور/ای اېف پي]

سوریایان د رژیم د ځواکونو لخوا توغول شوي د ځمکې څخه ځمکې ته د توغندي یوه ټوټه ګوري چې د ۲۰۱۹ کال نومبر په ۲۱مه د القح په ادلیب کلي کې يې د بې ځایه شويو خلکو یو کېمپ په نښه کړو. [عارف وتاد/ای اېف پي]

سوریایان د رژیم د ځواکونو لخوا توغول شوي د ځمکې څخه ځمکې ته د توغندي یوه ټوټه ګوري چې د ۲۰۱۹ کال نومبر په ۲۱مه د القح په ادلیب کلي کې يې د بې ځایه شويو خلکو یو کېمپ په نښه کړو. [عارف وتاد/ای اېف پي]

'د ملکي تلفاتو رجحان'

د SJAC پلټونکو په څلورو سیمو کې د داخلي بې ځایه شویو خلکو (IDPs) د خیمو په کېمپونو باندې د بریدونو ۱۷ پېښې په ګوته او تایید کړې.

په راپور کې ویل شوي چې "په دغه کېمپونو کې هر یو د خپلو ځانګړو جوړښتونو او ځانګړتیاو، او د نیلي رنګ خېمو له امله په واضح ډول د فضا نه پیژندل کېدی شي."

"په ټولو قضیو کې، خو یو، شکمن مرتکب د سوریې حکومت یا د هغه د متحدینو په توګه پیژندل شوی. په ځینو مواردو کې، ګڼو عیني شاهدانو راپور ورکړو چې الوتکو څو ځله د برید د ټاکل شوي هدف په لټه کې په سیمه کې پرواز وکړو.

په هر يو برید کې -- په ادليب صوبه کې په النقیر (عبدین)، القح او کفر جلیس او په لاذقیه اوبین (عائشه) باندې -- SJAC په دې وتوانیدو چې پدې باور وکړي چې د سوریې رژیم او متحدینو د ملکي وګړو د کېمپونو د ملکي طيبعيت په اړه د مخکې نه خبر لرلو.

خو دوی په هر صورت د برید کولو پريکړه وکړه.

په راپور کې ویل شوي چې "دا څلور پېښې د ملکي زیانونو د پراخه رجحان یوه برخه څرګندوي، په کوم کې چې حکومت او د هغې متحدینو په بې رحمۍ سره په هغه ترټولو زیان منونکي نفوس بريد وکړو چې دوی يې د ساتنې دنده په غاړه لرله."

SJAC وویل، نور بریدونه د پراخو رسنیو او بشري پوښښ سربېره د لومړني برید وروسته ترسره شول چې کېمپونه یې د ملکي وګړو په توګه پیژندلي ول.

په ځینو مواردو کې "د سوریې د استخباراتو سند چې د دغه برید څخه مخکې موجود و او ياد کیمپ یې د ملکي وګړو په توګه پیژندلی و" او/یا "روسي پروپيګنډې د یو برید ذکر کړی و چې وروسته به د تورونو د لرې کولو د وسیلې په توګه ترسره شي".

پداسې حال کې چې د سوریې رژیم هڅه کوله چې د کېمپونو او د مخالفو ځواکونو ترمنځ تړاو په ډاګه کړي، "حتی حکومتي اسنادو اعتراف وکړو چې د القح د داخلي بې ځايه شويو خلکو په کېمپ کې د مخالفو غړو ځینې خپلوان موجود ول، خو جنګیالي پکې نه ول".

SJAC یادونه وکړه، "د کورنۍ هغه غړي چې وسله یې نه ده پورته کړي، بیا هم ملکي وګړي ګڼل کیږي."

"د بشردوستانه کېمپونو په توګه، دا کېمپونه یوازې د مخالفو غړو د بې ځایه شویو کورنیو لپاره نه وو، بلکې د ملکي خلکو لپاره هم وو چې هېڅ خپلوان یې په جګړه کې برخه نه لرله."

په کېمپونو باندې پرله پسې بریدونه

د سوریې رژیم په پرله پسې ډول په کېمپونو باندې په بریدونو سره ملکي خلک اړ کړل چې خپل عارضي کورونه پریږدي، پداسې حال کې چې د النقیر کېمپ اوسیدونکي مجبوره شول چې د بريد د مخنیوي لپاره څو کیلومتره لرې په سړک پورته لاړ شي.

په راپور کې ويل شوي، "له دې سربېره، په کېمپ درې ځله برید وشو."

شاهدانو د SJAC سره شریک کړل چې د داخلي بې ځايه شويو خلکو په کېمپونو باندې د بریدونو وروسته، ډېرو ملکي خلکو احساس وکړو چې د وژل کېدو څخه د مخنیوي یوازینۍ لار د سوریې پریښودل دي.

په ۲۰۱۴ او ۲۰۱۵ کال کې، د سوریې ځواکونو د النقیر په کېمپ درې ځله برید وکړو، "سره له دې چې په سیمه کې يې د څارنې الوتکې لرلې ترڅو د بریدونو څخه مخکې د کېمپ څارنه وکړي او ملګرو ملتونو ته شکایت وکړي چې په کېمپونو کې جنګیالي موجود نه وو".

په راپور کې ویل شوي، "سربېره پردې، دغه راپورونه د لومړي او دویم برید وروسته د رسنیو په خپرونو کې په پراخه کچه خپاره شول."

"سره له دې، د سوریې وسله والو ځواکونو د النقیر په کېمپ کې د بې ځایه شویو خلکو په نښه کولو ته دوام ورکړو، چې ډېر کسان پکې ووژل شول او یو ځل بیا یې بې شمیره نور کسان بې ځایه کړل."

په ۲۰۱۵ او ۲۰۱۶ کال کې، اوسیدونکي د اوبین (عائشه) کيمپ ته لاړل وروسته له هغې چې د روسیې کلستر بمونو د دوی کورونه ویجاړ کړل او په کلي یې په پرله پسې ډول بمباري وشوه.

د ادليب د عملیاتو په ترڅ کې بې ځایه شوي سوري وګړي چې د سختو بمباریو څخه د تیښتې لپاره القح ته تښتیدلي ول، د ۲۰۱۹ کال د نومبر په ۲۰مه ماښام د توغندي په واسطه په نښه شول، چې لږ تر لږه ۱۳ ملکي وګړي یې ووژل او لسګونه نور یې ژوبل کړل.

شل خیمې ویجاړې شوې، او ۴۰ نورې د توغنديو د ټوټو له امله خرابې شوې.

په دغه برید کې د القح هسپتال هم خراب شو.

غولونکي تاکتیکونه

د نومبر په ۶مه، د کفر جليس او د مورین او کفر روهین په ګاونډیو ښارونو کې نوي جوړ شوي کېمپونه د کلستر وسلو سره وویشتل شول.

نهه روسي الوتکې پېښې ته نږدې په فضا کې ولیدل شوې، چې پنځو پکې هلته احتمالاً د څارنې، جاسوسۍ یا د هدف پیژندنې موخو لپاره پرواز کولو چې "باید په سیمه کې يې د ملکي خلکو پراخه شتون په ګوته کړی وې".

د رژیم پلوه رسنیو داسې ویډیوګانې خپرې کړې چې د التحریر الشام د "روزنې په ځایونو او غارونو" باندې د برید ويډيو ښیي، پداسې حال کې چې په دې ځای باندې بریدونو وروسته وښودله چې دا د په نښه شويو کېمپونو څخه دوه یا درې کیلومتره لرې و.

که څه هم یو برید تایید شوی، خو د رژیم ویډیوګانې چې د اورپکو د شتون ښودلو هڅه کوي، تایید شوی یا ځای يې معلوم شوی ندی -- او په هر حالت کې "د ملکي بې ځایه شویو خلکو کېمپ څو کیلومتره لرې موقعيت لرلو او هغه هم په نښه شو".

د برید نه یوه ورځ مخکې، روسي ځواکونو په عامه توګه ادعا وکړه چې "معلومات یې ترلاسه کړي" چې النصره فرنټ (ANF) په ادليب کې د بریدونو لپاره تياری کوي "ترڅو د سوریې او روسیې په ځواکونه باندې په ملکي وګړو او بشري تاسیساتو باندې د برید تور ولګوي".

بیا هم شواهد په دې برید کې د روسیې ښکېلتیا په ګوته کوي.

"د دې په پام کې نیولو سره چې روسي چارواکو په عامه توګه راپور ورکړو چې برید به په ملکي کېمپونو کې ترسره شي او دا چې د جګړې یوازیني پيژندل شوي اړخونه چې په برید کې کارول شوي وسلې کاروي، سوریه، روسیه او ایران دي، دا خورا امکان نلري چې دا ډول برید د سوریې د پوځي ځواکونو یا د هغې د متحدینو له مستقیمې مرستې نه بغير ترسره شوی وي که چېرې په مستقیم ډول پخپله نه وي ترسره شوی.

SJAC وویل، "د څارنې د الوتکو شتون او اعلان دا په ډاګه کوي چې دا بریدونه په پیژندل شويو ملکي اهدافو یو پلان شوی برید و."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500