جرم او انصاف

په الهول کېمپ کې د داعش ښځې تنکي هلکان دې مجبوروي چې هغوی امیندوارې کړي

د ولید ابوالخیر لخوا

یوه ښځه خپل ماشوم په داسې حال کې وړي چې سوري وګړي د اګست په ۱۴مه د سوریې په شمال ختیځ کې د کردانو له خوا د الهول له کېمپ څخه چې د داعش د شکمنو جنګیالیو خپلوان لري، د خوشې کېدو لپاره انتظار کوي. [دلیل سلیمان/ای اېف پي]

یوه ښځه خپل ماشوم په داسې حال کې وړي چې سوري وګړي د اګست په ۱۴مه د سوریې په شمال ختیځ کې د کردانو له خوا د الهول له کېمپ څخه چې د داعش د شکمنو جنګیالیو خپلوان لري، د خوشې کېدو لپاره انتظار کوي. [دلیل سلیمان/ای اېف پي]

کردي چارواکو المشارق ته وویل، "د سوریې او عراق اسلامي دولت" (داعش) میرمنې چې د سوریې په شمال ختیځ کې په الهول کېمپ کې ژوند کوي، تنکي هلکان دې ته مجبوروي چې د داعش جنګیالیو، کرد چارواکو د راتلونکي نسل د روزلو لپاره د پلان د یوې برخې په توګه له هغوی سره جنسي اړیکه ونیسي او امیندوارې يې کړي.

ډېرې دا میرمنې د داعش جنګیالیو کونډې دي، او ځینې یې پخپله د داعش عناصر دي.

چارواکي وايي، ښځې د داعش د ادعا شوي کمپاین په ګټه عمل کوي چې "مخ په وړاندې لاړې شي او ماشومان پيدا کړي"، چې موخه یې د "خلافت د بچيانو" یو نوی نسل رامینځته کول دي ترڅو د دې ډلې په بېرته راستنېدو کې مرسته وکړي.

روشن کوباني، چې د ښځو د ساتنې د يونټ (وای پي جی) د ښځينه څانګې غړي ده، وویل چې په کېمپ کې د سختو امنیتي تدابیرو سربېره، د داعش ښځې لا هم د چاقو، د تلیفونونو او حتی د نوي زیږیدلي ماشومانو د پټولو لارې مومي.

یو عکس د اګست په ۲۶مه د کردانو د اسایش امنیتي ځواکونو او د سوریې دیموکراتیکو ځواکونو لخوا د امنیتي عملیاتو په ترڅ کې د کردانو تر کنټرول لاندې الهول کېمپ ښیي، چې پکې د سوریې په شمال ختیځ کې د داعش د مشکوکو جنګیالیو خپلوان ساتل کيږي. [دلیل سلیمان/ای اېف پي]

یو عکس د اګست په ۲۶مه د کردانو د اسایش امنیتي ځواکونو او د سوریې دیموکراتیکو ځواکونو لخوا د امنیتي عملیاتو په ترڅ کې د کردانو تر کنټرول لاندې الهول کېمپ ښیي، چې پکې د سوریې په شمال ختیځ کې د داعش د مشکوکو جنګیالیو خپلوان ساتل کيږي. [دلیل سلیمان/ای اېف پي]

هغې المشارق ته وویل، که څه هم په کېمپ کې دننه ګڼو سرچینو د "مخ پروړاندې لاړې شئ او ماشومان پيدا کړئ" کمپاین په اړه خبرونه تایید کړي، خو تر اوسه د نویو ماشومانو د موجودیت څه فزیکي شواهد نه دي موندل شوي.

"ماشومان ډېر احتمال لري چې په خیمو کې دننه په کیندل شويو پټنځایونو کې پټ شوي وي."

کوباني وویل، د داعش ښځې "وحشیانه" دي او د کېمپ دننه او بهر د دې ډلې له ځینو مشرانو سره په دوامداره توګه په تماس کې دي، ځکه چې دوی د تولید له لارې د بېرته راژوندي کېدو لپاره د دې ډلې هیله ده.

هغې وویل، دوی د ماشومانو ذهن سازي هم کوي چې دوی د "خلافت په بچو" بدل کړي.

هغې وویل، نه یوازې د کېمپ هلکان له خطر سره مخامخ دي، بلکې ځوانې جينکۍ هم له خطر سره مخ دي چې د داعش ښځو يې پالنه کړې ده، لکه څنګه چې د ورته کارونو د ترسره کولو لپاره د دوی پالنه کيږي، چې پکې د دې ډلې نظريه خپرول او د بیا تولید لپاره وسیله جوړېدل شامل دي.

د وژونکو روزنه

په الهول او روج کېمپونو کې -- روج په دې دوو کې کوچنی دی او بهرنۍ ښځې او ماشومان پکې اوسیږي -- نارینه او ښځې په بشپړه توګه جلا دي. تنکي ځوان هلکان بلوغت ته د رسیدو وروسته ځانګړو برخو ته لیږدول کیږي.

د کردي سرې میاشتې یو چارواکي آزاد دودیکي، چې د الهول په کېمپ کې په طبي مرکز کې کار کوي، وویل، "دا ډېره ستونزمنه ده چې په الهول کې ځوان نارینه تنکي هلکان له ښځو څخه جلا شي، ځکه چې ښځې هلکان مجبوروي چې د خپل ځان د برخو د پټولو لپاره نقاب واغوندي".

هغه وویل، د دې کار په کولو سره، د داعش ښځې کولی شي هلکان د کېمپ په خپله برخه کې وساتي، "په دې بهانه چې دوی جينکۍ دي." هغه زیاته کړه چې "بیا له هلکانو څخه د امیندوارۍ لپاره د جنسي وسیلو په توګه کار اخیستل کیږي".

دا استحصال هغه وخت ثابتيږي، کله چې ګڼ شمېر ماشومان د کېمپ د اوسیدونکو په سروې کې راښکاره کیږي پداسې حال کې چې د دوی نومونه د اوسیدونکو د نومونو په لیست کې نه وي. دودیکي وویل، سروی د ریټینا سکېنونو او د ګوتو د نښو په واسطه ترسره کیږي.

هغه وویل، دا ماشومان د کېمپ د ټولو کارکوونکو، حتی طبي، ټولنیزو او انتظامي کارکوونکو لپاره ژوره کرکه لري.

هغه وویل، "د کېمپ څخه ښځې نیول شوي چې ماشومانو ته د چاقو او نورو تیزو شیانو د کارولو او د جنګي لوبو د ترسره کولو په اړه روزنه ورکوي، چې دا پدې مانا ده چې دا ماشومان د وژنې په مشینونو او ټايم بمونو کې بدلیږي."

'د خلافت بچیان'

په الهول کې د اسايش (داخلي امنیتي) ځواکونو د امنیتي څانګې یو چارواکي عدنان آزادي وویل، وروسته له دې چې د داعش تش په نامه "خلافت" ړنګ شو او دې ډلې خپل پوځي ځواک له لاسه ورکړو، اوس د الهول په کېمپ تمرکز کوي چې د جنګیالیو راتلونکی نسل جوړ کړي.

هغه وويل، په کېمپ کې ښځې د ترهګرۍ نظريه خپروي او د ماشومانو ذهن سازي کوي چې هغوی د "خلافت په بچيانو" بدل کړي، او په دې توګه يو داسې بنياد جوړوي چې له لارې يې ياده ډله بېرته سر راپورته کولی شي.

د امریکا د مرکزي قوماندې قوماندان جنرل مایکل "ایرک" کوریلا تېر کال له الهول څخه تر لیدنې وروسته په یو بیان کې وویل، "دا ځای د [داعش] د راتلونکي نسل لپاره د ریښتیني نسل ځای دی."

آزادي وویل، دا د حیرانتیا خبره نده چې د داعش ښځې د ماشومانو د استحصال غیر انساني رول لوبوي ځکه چې ښځې په پېل کې د داعش تر کنټرول لاندې سیمو ته راوړل شوې چې "ماشومان پيدا کړي او د جنګیالیو لپاره تفریح ​​چمتو کړي".

هغه المشارق ته وویل، ښځې او واده "له هغو مهمو وسیلو څخه وو چې دغې ډلې د نړۍ له ګوټ ګوټ څخه د ځوانانو د جلبولو لپاره کارولې وې".

آزادي خبرداری ورکړو چې الهول "يو ټک ټک کونکی ټايم بم دی چې دننه د خلکو د ګڼ شمیر له امله هر وخت چاودنه کولی شي، او دا د هغه ټولو هېوادونو لپاره د اندېښنې خبره ده چې په کېمپ کې اتباع لري".

هغه وویل، په نهایت کې، دا به په ټولو هېوادونو اغیزه وکړي ځکه چې د داعش افراطي نظريه پرته له استثنا په هر چا اغیزه کوي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500