تروريزم

نامعلومه راتلونکی د سوریې په کيمپ کې د بهرني داعش یتیمانو په تمه ده

ای اېف پي او پاکستان فارورډ

یو ماشوم د ۲۰۱۹ د اګست په ۸ مه، د سوريې په شمال ختیځ کې الهول کيمپ ته ګوري. [ډیليل سلیمان/ای اېف پي]

یو ماشوم د ۲۰۱۹ د اګست په ۸ مه، د سوريې په شمال ختیځ کې الهول کيمپ ته ګوري. [ډیليل سلیمان/ای اېف پي]

عین عيسی، سوریه -- په شمالي سوریه کې په یو کيمپ کې د اوسپنې باړ تر څنګ په ویلچیر کې ناست د نهو کالو رقیه محمد د ژورنالستانو نه د خپل مخ د پټولو لپاره لوپټه پورته کوي.

د مصر دغه جينۍ د مارچ په میاشت کې په سوریه کې د داعش ډلې پر ضد په جنګونو کې په وروستي بريد کې خپله ګسه سترګه، پښې او مور او پلار دواړه له لاسه ورکړل.

هغه اوس په يوې لویه خیمه کې د داعش بهرنيو جنګیالیو د ۲۳ نورو یتیم ماشومانو سره په عین عیسی کې د بې کوره شویو لپاره په یو کيمپ کې د مشرانو اوسیدونکو تر څارنې لاندې ژوند کوي.

د ۱۸ میاشتو نه تر ۱۳ کالو پورې عمر لرونکي ماشومان د هغه والدينو نه زيږيدلي دي چې د روس، ازبکستان، انډونيشيا، تاجکستان، مصر او عراق سره تعلق لري.

په الهول کې ځینې یتیمان د داعش د افراطي ایډیالوژۍ نه علاوه نور څه نه پیژني چې دوی یې په خپلې ولقه کې اخيستې دي. د تش په نامه د خلافت د ويجاړيدو وروسته، دوه 'ماشومان' د داعش د ویډیو په سکرین شاټ کې ښودل شوي دي. [فايل]

په الهول کې ځینې یتیمان د داعش د افراطي ایډیالوژۍ نه علاوه نور څه نه پیژني چې دوی یې په خپلې ولقه کې اخيستې دي. د تش په نامه د خلافت د ويجاړيدو وروسته، دوه 'ماشومان' د داعش د ویډیو په سکرین شاټ کې ښودل شوي دي. [فايل]

ډير کسان په سوریه کې په الهول کيمپ کې د داعش یتیمانو د برخلیک په اړه اندیښنه لري. د 'ماشومانو' یوه ډله د داعش د ویډیو په یو سکرین شاټ کې د تش په نامه د خلافت د ړنګیدو نه مخکې روزل کيږي. [فايل]

ډير کسان په سوریه کې په الهول کيمپ کې د داعش یتیمانو د برخلیک په اړه اندیښنه لري. د 'ماشومانو' یوه ډله د داعش د ویډیو په یو سکرین شاټ کې د تش په نامه د خلافت د ړنګیدو نه مخکې روزل کيږي. [فايل]

سارا العبدالله، چې ۳۷ کاله عمر لري او د ماشومانو خيال ساتي، وويل، په دغه ماشومانو کې، رقیه تر ټولو زياته ما خفه کوي."

د دريو ماشومانو کونډې مور، چې د عین عیسی د کيمپ په هغو نهو ښځو کې ده چې د ماشومانو د خيال ساتلو لپاره ورته لږې پيسې ورکړل شوي، وويل، "هغه تل مايوسه، بې کراره او خفه ښکاري."

د خیمې نه بهر، د ماشومانو شرټونه او پتلونونه د وچولو لپاره د اوسپنې په باړ باندې اچول شوي دي. دننه، ځوان هلکان د ډوډۍ نوړۍ په ټماټرو کې د پخ شويو باتينګړو په کاسه کې وهي.

یوه رضاکاره هڅه کوي چې د یو کوچني ماشوم خوله خلاصه کړي، په داسې حال کې چې یوه بله ښځه ماشوم ته د شیدو بوتل ورکوي.

یو کوچنی هلک د خیمې په اوږدو کې ټوپونه وهي او په جوش سره ځان د بسترو په انبار باندې راغورځوي.

ويجاړ شوی ماشومتوب

رضاکاران وايي، ځینې ماشومان اوس هم د داعش تر واک لاندې د خپلو مړه شويو والدينو سره د ژوند کولو نه وروسته په ښکاره توګه ويره او ذهني ټکان لري.

العبدلله وويل، "دوی په یو بل د ډزو یا په ځمکه کې د ماینونو ښخولو لوبې کوي."

هغه وايي، دوی د لرګیو ټوټې په لاس کې نيسي او دا څرګندوي چې دا ټوپکونه دي. دوی ځانونه په خیالي جګړو کې بوخت کوي او د داعش جګړمارو د چيغو نقل کوي.

هغې وویل، "دا ټول هغه څه دي چې د دوی په ذهنونو کې داخل کړی شوي دي. هیڅ داسې شی نشته چې د دوی سره به د دې په هيرولو کې مرسته وکړي." "دوی زده کړه یا له نور کوچنيانو سره لوبې نه کوي. دا د هغوی نه لرې کړی شوی دی."

داعش په ۲۰۱۴ کال کې د سوریې او ګاونډي عراق پراخې سیمې تر خپل کنټرول لاندې راوستې، د تش په نامه "خلافت" یې اعلان وکړ او په ملیونونو خلکو یې د اسلام ظالمانه خپل تفسیر مسلط کړو.

د متحده ایالاتو تر ملاتړ لاندې د سوریې جنګیالیو د مارچ په میاشت کې دوی په باغوز کې د خپلې وروستۍ سيمې نه وشړل.

د یاغیانو پر وړاندې د مبارزې د کلونو رهبرۍ نه وروسته، د سوریې کردانو په زرګونو بهرني شکمن بهرني غړي، نارينه، ښځينه او ۸۰۰۰ ماشومان، په توقیفونو او کيمپونو کې ساتلي دي، چې د نیمې نه زيات په کې د پنځو کالو نه کم عمر لري.

ملګري ملتونه وايي چې په سلګونو ماشومان په کې يوازي دي.

په عین عیسی کې ۲۴ یتیمان په هغه لسګونو زره اوسیدونکو کې دي چې د جګړو په وروستیو هفتو کې د مياشتو لپاره د خوراک د کمي او درنو بمباريو وروسته د باغوز نه وتښتیدل.

د عین عیسی د کيمپ منيجر جلال آییاف وویل، "دوی په دردناک حالت کې دي. دوی هسپتال ته لاړل او ښه شول."

هغه په خپل دفتر کې ای اېف پي ته وویل، دې کیمپ د یتیمانو لپاره هیڅ مرسته نه ده ترلاسه کړې او دوی د مرستې چمتو کولو لپاره د ستونزو سره مخ دي.

هغه وویل، "موږ نه يوازې د جامو، خوراک او څښاک لپاره غوښتنه کوو، بلکې مونږ د دوی د بیا رغولو او د داعش د نظريې نه د ژغورلو لپاره د مرستې غوښتنه کوو."

درد کمول

په خیمه کې دننه، د ۲۰ کالو سواد محمد امین یو کوچني ماشوم ته شرټ اغوندوي.

هغې وويل، هغه ماشومان چې زه ورسره مرسته کوم نه یوازې خوراک او جامو ته اړتيا لري، بلکې نفسياتي ملاتړ ته هم اړتیا لري.

هغې وویل، "ترټولو سخته برخه دا ده کله چې دوی راته وايي چې د دوی میندې او پلرونه د دوی په مخکې وژل شوي، یا څنګه دوی خپل ورونه يا خويندي له لاسه ورکړي."

د درد د کمولو لپاره، هغې ژمنه کړې چې ماشومانو ته کیسې ووایي او حتی جينکو ته د وړۍ اوبدلو درس هم ورکوي.

هغې وویل، "ما له دوی سره ژمنه وکړه چې وروسته له هغې چې دوی هر څه له لاسه ورکړي دي، زه به د دوی سره د لوستلو او لیکلو په برخه کې مرسته وکړم."

د کیمپ منيجر آییاف وويل، خو غوره حل به د دوی د هیوادونو لپاره دا وي چې دوی بیرته بوځي.

نړیوالو او کرد چارواکو بار بار غوښتنه کړې چې د یتیمانو په شمول بهرنيان بیرته راستانه کړي، چې دا يوه داسې غوښتنه ده چې په لویه کچه له مقاومت سره مخ شوې ده.

آلا سلیمان الصالح، چې ۱۹ کاله عمر لري او په هغه کسانو کې ده چې د ماشومانو خيال ساتي، هم هیله څرګنده کړه چې ماشومان به توان ولري چې کورونو ته لاړ شي.

دغه ځوانې ښځې، چې ځینې جينکو ته د وړۍ د اوبدلو درس ورکوي، وويل، "په دې خیمه کې وضعيت واقعي ستونزمن دی."

هغې وویل، "زه امید لرم چې دا ماشومان به خپلو هیوادونو ته ستانه شي چې خپل تعلیم او ماشومتوب بيرته ترلاسه کړي."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 1

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

الله دې په مسلمانانو باندې رحم وکړي.

ځواب