امنیت

ورک شوي، ګوښه شوي، مړه شوي: د واګنر بغاوت وروسته د روسي جنرالانو برخلیک

د پاکستان فارورډ او اېف پي لخوا

په اوکراین کې د روسیې د پوځي عملیاتو کمانډر جنرل سرګي سروویکین (ګس اړخ ته) او د روسیې د دفاع وزیر سرګي شویګو (په منځ کې) د روسیې په پوځي عملیاتو کې د ښکېلو ځواکونو ګډو کارکوونکو سره په اوکراین کې د دسمبر په ۱۷مه په يو نامعلوم ځای کې د روسیې د صدر ولادیمیر پوتین (چې په عکس کې نه دی ښودل شوی) د لیدنې پر مهال لیدل کیږي. [ګاوریل ګریګوروف/سپوتنيک/ای اېف پي]

په اوکراین کې د روسیې د پوځي عملیاتو کمانډر جنرل سرګي سروویکین (ګس اړخ ته) او د روسیې د دفاع وزیر سرګي شویګو (په منځ کې) د روسیې په پوځي عملیاتو کې د ښکېلو ځواکونو ګډو کارکوونکو سره په اوکراین کې د دسمبر په ۱۷مه په يو نامعلوم ځای کې د روسیې د صدر ولادیمیر پوتین (چې په عکس کې نه دی ښودل شوی) د لیدنې پر مهال لیدل کیږي. [ګاوریل ګریګوروف/سپوتنيک/ای اېف پي]

ماسکو -- په روسیه کې د لغوه شوي بغاوت څخه دوه هفتې وروسته، لاهم د واګنر اجیر ګروپ او د ماسکو د لوړ پوړو پوځي افسرانو په اړه د پام وړ ناڅرګندتیا شتون لري.

دلته درې لوړپوړي جنرالان دي چې د برخلیک په اړه ېې له بغاوت راهیسې افواهاګاني او جنجالونه شتون لري.

د جنرل سروویکین ورکېدل

د روسیې د پوځ جنرل سرګي سروویکین، چې د خپل بې رحمه تاکتیکونو له امله د "جنرل آرماګېډون" په نوم ياديږي، په اوکراین کې د روسیې د پوځي عملیاتو یو له مخکښو کمانډرانو څخه و.

دغه ۵۶ کلن د روسیې د فضايي ځواکونو مشر هم د چیچنیا د دوهمې جګړې تجربه کار او په سوریه کې د روسیې د مداخلې تر شا یو جګپوړی کمانډر و. هغه د "حلب قصاب" په نوم هم یادیږي.

میجر جنرل ایوان پاپوف په ۲۰۲۲ کال کې. [د روسیې د دفاع وزارت]

میجر جنرل ایوان پاپوف په ۲۰۲۲ کال کې. [د روسیې د دفاع وزارت]

په ۲۰۲۱ کال کې د کرملین په یوه غونډه کې لیفټیننټ جنرل اولیګ سوکوف. [کرملين]

په ۲۰۲۱ کال کې د کرملین په یوه غونډه کې لیفټیننټ جنرل اولیګ سوکوف. [کرملين]

سروویکین د واګنر مشر یوګیني پریګوزین ته نږدې ګڼل کیږي، چې په عامه توګه یې د روسیې د تر ټولو تکړه پوځي کمانډر په توګه ستاینه کړې ده.

پریګوزین د ۲۰۲۲ کال د اکتوبر په میاشت کې وویل، "سرووکین یو افسانوي شخص دی. هغه د خپل وطن د خدمت لپاره زیږیدلی دی."

سرووکین له هغه وخت راهيسې ورک دی کله چې د واګنر لنډمهاله پاڅون تېره میاشت په ټوله روسیه کې اړی ګړی رامنځته کړو.

هغه په وروستي ځل هغه وخت ليدل شوی و کله چې هغه په يوې ويډيو کې په يو غير معمولي اپيل کې د واګنر له مشر څخه وغوښتل چې خپل سړي واپس کړي.

سرووکین، چې حجامت يې ندی کړی او غوسه دی، د جون په ۲۳مه په ټیلیګرام کې په يو پوسټ شوي پیغام کې وویل، "زه له تاسو څخه غوښتنه کوم چې ودریږئ." "دښمن یوازې د دې انتظار کوي چې زموږ په هېواد کې داخلي سیاسي وضعیت خراب شي."

نیویارک ټایمز د متحده ایالاتو د استخباراتو په حواله راپور ورکړو چې سروویکین د پریګوزین د پلانونو څخه مخکې خبر و او ممکن نیول شوی وي.

کرملین دا راپور رد کړی خو د ياد جنرل د برخلیک په اړه ناڅرګندتیا دوام لري.

اندري کارتاپولوف، چې د دولتي دوما د دفاع کمیټې مشر دی، د چهارشنبې په ورځ (د جولای په ۱۲مه) په ټولنیزو رسنیو کې وویل، "سروویکین اوس مهال آرام کوي. [هغه] اوس مهال شتون نلري."

نیویارک ټایمز د جون په ۲۷مه راپور ورکړو چې یو پخواني امریکایي چارواکي د سروویکین د ټیلیګرام پیغام د "یرغمال شوي شخص ویډیو" سره پرتله کړو، او ویې ویل چې د هغه د بدن حرکتونو وښودل چې هغه د خپل پخواني متحد په غندلو کې ناارامه و.

د جنرل پاپوف ګوښه کول

د اوکراین په جنوب کې د روسیې د ۵۸م ګډو وسلو د پوځ کمانډر ميجر جنرل ایوان پاپوف په يو ډېر غير معمولي غږيز پيغام کې وويل چې هغه له دندې څخه هغه وخت ګوښه شو کله چې هغه د پوځي مشرتابه پام ډېرو ستونزو ته راواړولو.

پاپوف په هغه آډیو کې چې د چهارشنبې په ورځ د روسیې د ريټايرډ کرنل جنرل او د دوما د ډپټې له خوا خپور شوی و وویل، "زه د دروغو ویلو حق نه لرم، له دې ا مله، ما ټولې هغه ستونزې چې نن ورځ په پوځ کې د جنګي کار او ملاتړ په برخه کې شتون لري په ګوته کړې."

دا څرګنده نه وه چې پاپوف دا پیغام کله ريکارډ کړی و.

هغه په ​​اوکراین کې د روسي پوځیانو تر منځ "د بیټرۍ ضد جګړې نشتوالي، د توپخانې د کشف سټیشنونو نشتوالي او ډله ایزو مرګونو او ژوبل شويو کسانو" ته اشاره وکړه.

هغه وویل چې د روسیې جګپوړو کمانډرانو له سرتېرو سره دوکه کړې ده.

دغه ۴۸ کلن، چې د نوم له ښودلو څخه يې ډډه وکړه، وویل، "موږ د خپل لوړپوړي کمانډر نه په خپله شا ګوزار ترلاسه کړو، چې په خورا سخت او کړکېچن وخت کې یې په خیانت او بې رحمې سره پوځ ته زيان ورسوو."

د وسلو ۵۸م ګډ پوځ د اوکراین په جنوب ختیځ کې د زاپوریژهیا په سیمه کې په جګړه بوخت دی.

د ګری زون ټیلیګرام چېنل، چې ګومان کیږي له واګنر سره اړیکې لري او نیم ملیونه پيروان لري، راپور ورکړو چې پاپوف وروسته له هغې له دندې ګوښه شو کله چې هغه د روسیې د وسله والو ځواکونو ستر مشر والیري ګیراسیموف ته معلومات ورکړل.

د ټېلیګرام چېنل وویل، ګیراسیموف، پاپوف د "غلطو معلوماتو او ويرې" په تور تورن کړی دی.

د روسیې نفوذ لرونکی رايبار ټیلیګرام چېنل چې ۱.۲ ملیونه پيروان لري، وویل چې پاپوف د سرتېرو خورا لوی ملاتړ لري، خو هر هغه کس چې د ستونزو په اړه خبرې کوي -- په ځانګړې توګه د واګنر د بغاوت نه وروسته -- یو "دښمن" ګڼل کیږي.

په دغه بیان کې ويل شوي، "د پاپوف او ګیراسیموف ترمنځ شخړه اصلي خبره په ګوته کوي: د روسیې په وسله والو ځواکونو کې د یووالي نشتوالی."

د جنرل سوکوف مرګ

ایا لفټننټ جنرل اولیګ سوکوف د دوشنبې په ورځ د اوکراین په سویل ختیځ کې د روسیې تر اشغال لاندې د بردیانسک په بندر کې په یو هوټل کې د اوکراین په برید کې ووژل شو؟

د ماریوپول د اوکراین مير یو همکار پیټرو اندریوشینکو چې اوس د روسیې تر واک لاندې ښار څخه بهر فعالیت کوي، د ټېلیګرام پیغام رسونې په اپلیکیشن کې وویل، "دا د څه مودې لپاره معلومه وه چې د دښمن پوځي مشرتابه هلته اوسیږي."

په داسې حال کې چې په ماسکو کې د دفاع وزارت خاموشه پاتې شوی، د روسیې دولتي ټلویزیون او د کرملین پلوي پوځي بلاګران وايي چې د جنوبي پوځي ډسټرکټ ۵۱ کلن ډپتي کمانډر د انګلستان د سټارم شیډو کروز توغندیو په کارولو سره د کيیف په یو برید کې وژل شوی و.

د بي بي سي په وینا، د دفاع وزارت هېڅ رسمي اعلان نه دی کړی چې سوکوف د اوکراین په ختیځ کې د ۱۴۴م موټرايزډ انفنټري ډويژن د کمانډر نه د روسیې د جنوبي پوځي ډسټرکټ د ډپټي کمانډر پوسټ ته پروموټ شوی دی.

دغه پوځي ډسټرکټ خورا لويه سيمه لري، چې د روسیې جنوبي سیمې او د اوکراین اشغال شوي سیمې پکې شاملې دي. دغه وزارت یا په کمانډ کې د بدلونونو په راوستلو کې سست پاتې شوی او یا یې په ساده ډول د دغه په بشپړ ډول له اعلانولو څخه ډډه کړې ده.

د دوما ډپټي ګورولیوف هم په یوې دولتي سیاسي خبرو اترو په پروګرام کې چې د سه شنبې په ماښام خپور شوی و، د سوکوف مرګ تایید کړو او ویې ویل چې هغه "د اتلولۍ مرګ ترلاسه کړو".

د ۲۰۲۲ کال د فبرورۍ په میاشت کې په اوکراین کې د روسیې د عملیاتو له پېل راهیسې تر اوسه تر یو درجن زیات جنرالان او جګپوړي پوځي شخصیتونه وژل شوي دي.

د سوکوف د مرګ راپورونو د نیوکې نوې څپې راپورته کړې.

زاپسکي ویټرانا (د تجربه کارانو یادښتونه)، چې د ټېلیګرام يو چینل دی، یادونه وکړه، "دا د خپګان خبره ده، خو د دښمن د استخباراتو کیفیت زموږ د هغې نه غوره دی."

د رایبار ټیلیګرام اکاونټ په ماسکو کې د غير فعاليت له کبله په لوړ پوړو چارواکو نیوکه وکړه او ويې ويل چې لویدیځ له اوکراین سره مرسته وکړه چې په فضا کې د سيټلايټ او "په ځمکه کې د مخبرانو" په کارولو سره مهم روسي اهداف په ګوته کړي.

رایبار وویل، "هرڅوک پدې پوهیږي، هرڅوک ترې خبر دی، خو هېڅ اقدامات نه کیږي."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500