امنیت

د واګنر له پاڅون وروسته کمزورتیا په پوتین ژوره اغیزه لري

ای اېف پي

کرملین د جون په ۲۴مه وویل، د روسیې صدر ولادیمیر پوتین ملت ته وینا کوي، په داسې حال کې چې روسیه د واګنر اجیر ګروپ د بغاوت سره مخ ده. پوتین ژمنه وکړه چې د واګنر بغاوت 'غدارانو' ته به سزا ورکړي. [ګاوریل ګریګوروف/سپوتنیک/ای اېف پي]

کرملین د جون په ۲۴مه وویل، د روسیې صدر ولادیمیر پوتین ملت ته وینا کوي، په داسې حال کې چې روسیه د واګنر اجیر ګروپ د بغاوت سره مخ ده. پوتین ژمنه وکړه چې د واګنر بغاوت 'غدارانو' ته به سزا ورکړي. [ګاوریل ګریګوروف/سپوتنیک/ای اېف پي]

د شنونکو په وینا، د روسیې صدر ولادیمیر پوتین د تېرې میاشتې د​ واګنر ګروپ​ له پاڅون څخه راووتو، خو کمزوری ښکاري، سره له دې چې سمدستي ګواښ يې ناکامه کړو.

د یوګیني پریګوزین د اجیر ځواک لنډمهاله او په نهایت کې ناکامه بغاوت د پوتین د واکمنۍ لپاره ترټولو غير معمولي چېلنج و.

د بیلاروس په منځګړیتوب د ماسکو په لور د واګنر د تګ د مخنیوي لپاره تړون د يوې لويې نښتې مخه ونیوله، خو دا تړون اوس په خطر کې ښکاري.

د بیلاروس مشر الکساندر لوکاشینکا د پنجشنبې په ورځ (د جولای په ۶مه) وویل چې پریګوزین په روسیه کې دی -- او په دې توګه د بیلاروس په جلاوطنۍ کې نه دی چې په تړون کې یې غوښتنه شوې ده.

دلته پنځه کمزورۍ دي چې اوس ورسره پوتین مخ دی:

پریګوزین لا تر اوسه نه دی نیول شوی

د پریګوزین او د هغه د سرتېرو ځای معلوم ندی وروسته له هغې چې لوکاشينکا د پنجشنبې په ورځ دغه بيان ورکړو، پداسې حال کې چې کرملین وويل چې دې د اجیر مشر حرکتونه "نه تعقیبولو".

بیا هم د واګنر ګواښ یوازې پوځي نه دی.

دا ډله د رسنیو سازمانونه او د ټرول شرکتونه هم کنټرولوي، چې دا معنی لري چې باید د پریګوزین مخنيوی وشي او بې وسلې کړل شي.

په پاریس کې د ستراتیژیکو څېړنو د انسټیټیوټ د ماکسیم آډي نېټ په وینا، روسي چارواکو د پیټریټ کمپنۍ سره تړلې رسنۍ بندې کړې، کومه چې "د ویجاړیدو په حال کې ده".

آډی نېټ ای اېف پي ته وویل، "پریګوزین به د خپل لوی میډیا ځواک څخه بې برخې شي."

خو د آسټريلیا ريټايرډ جنرل مک ریان زیاته کړه، دا ستونزمنه ده چې هغه به د اوږدې مودې لپاره خاموشه پاتې شي.

د پوتین په واک کې درزونه

پوتین -- چې خپل منتقدین یې بندیان کړي او په بې رحمۍ سره یې هغه کسانو ته سزا ورکړې چې د هغه سره اختلاف لري، په ځانګړې توګه د ۲۰۲۲ کال په فبرورۍ کې د اوکراین د جګړې له پېل راهیسې -- هغه سړی یې معاف کړی چې د هغه لوړ پوړي دفاعي چارواکي یې په نښه کړل.

"د اشرافو یوه برخه ممکن په دې باور پېل کړي چې سیسټم نور بې عيبه نه دی. که پریګوزین دا کار کولی شي، نو بل کس يې ولې ونه کړي؟"

د بغاوت کوشش په امنیتي ځواکونو کې دننه درزونه هم رابرسېره کړل، ځکه چې د واګنر جنګیالیو د لږ مقاومت سره د ماسکو په لور تګ وکړو.

د اروپايي شورا د بهرنیو اړیکو ډايريکټر کيریل شامیف وویل، "پریګوزین د روسیې د پوځ، پولیسو او د اېف اېس بي [فدرالي امنیت خدماتو] اډو څخه تېر شو او د هغه د مخنیوي لپاره دغه يونټو هېڅ هڅه ونه کړل."

"دا د روسیې د سیاسي سیسټم کمزوري په ګوته کوي."

څنګه عمل وکړو؟

پوتین نشي کولی غیر فعال پاتې شي خو د میاشتو راهیسې د شکمن او ګوښه شوي شخص په توګه څرګند شوی.

د سیاسي تجزيې شرکت R. Politik بنسټ ایښودونکي تاتیانا ستانوایا وویل، هغې تمه نه لرله چې پوتین به د پخواني شوروي دیکتاتور جوزف سټالین په څېر عمليات ترسره کړي.

"د هغه لید افراد په اتلانو، غدارانو (څوک چې د سختو پایلو سره مخ دي)، یا په هغو ورک شويو اشخاصو ويشي چې ممکن معاف شي که چېرې دوی په وخت پښېمانه شي. په دې چوکاټ کې ګرفتارۍ ممکن دي".

په ماسکو کې د آسټريلیا پخواني سفیر پیټر ټیسچ وویل، د پوتین راتلونکي تعین به په ورځو یا هفتو کې ونه کړل شي.

"هغه د داسې ایکوسیستم مشري کوي چې په هغې کې بې باوري او فریب غالب دی او خپله ګټه يو لومړيتوب دی."

ټیسچ په مذاق سره زهرجنو بریدونو ته اشاره وکړه چې د کرملین مخالفین یې په نښه کړي دي، "که پریګوزین چای وڅښي، نو هغه به وغواړي چې د خپل انتخاب مشروب بدل کړي."

د اوکراین د دفاع وزارت د استخباراتو ډايريکټر کیریلو بودانوف ادعا کړې چې اېف اېس بي د پریګوزین د وژلو امر ترلاسه کړی دی.

په اوکراین کې راګير شوی

پوتین په اوکراین کې د ګړندۍ پوځي بریا وړاندوینه وکړه کله چې هغه د ۲۰۲۲ کال په فبرورۍ کې خپل برید پېل کړو.

خو شخړه په ټپه ولاړه ده او روسي ځواکونه د اوکراین د تازه ځوابي برید سره مخ دي.

پریګوزین په روسیه کې دننه د هغو کسانو لپاره تر ټولو سخت منتقد و چې په یرغل کې یې په ناکامیو او په هغه ستراتيژيو تنقيد وکړو چې د دفاع وزیر سرګي شویګو او د پوځ مشر والیري ګیراسیموف کارولې.

څیړونکي لیانا فکس او مایکل کیمګ د بهرنیو چارو په ویب پاڼه کې ولیکل، ډېر سرتیري نه پوهیږي چې ولې دوی په اوکراین کې جنګیږي او مړه کیږي، او "پریګوزین د دې کسانو لپاره خبرې وکړې." هغوی وويل چې د پام وړ پېښو د پوځ کړکیچن حالت روښانه کړو.

د لندن د کینګز کالج لارنس فریډمن زیاته کړه، پوتین په یو نه ګټل کېدونکې جګړې باندې "تمرکز" وکړو، چې ډېرې سرچينې يې پکې مصرف کړې، او د ځنډ نه يې کار واخيستو کله چې هغه سختې پریکړې وکړې.

څو محاذونه

له نږدې ۱۶ میاشتو جګړو وروسته، یو نوی -- کورنی او سیاسي -- محاذ پرانستل شوی.

د روسیې اشرافیان، چې د جګړې د رهبرۍ د طریقې په اړه اختلاف لري، په احتمالي توګه د پوتین وروسته د ژوند لپاره تياری کوي، حتی هېڅ يو کس په ښکاره توګه د پريګوزين ملاتړ ونه کړو.

فکس او کیمج وویل، کرملین یو داخلي سټاک ايکسچينج لري چې د ځواکمن سیاسي کریډیټ وده او زوال په ګوته کوي.

دوی زیاته کړه چې پوتین باید عادي حالت ته راستون شي او احتمال لري چې د خپلې بې عزتۍ غچ واخلي.

له روسیې بهر، د پوتین کمزورۍ د وسیلې په توګه کارول کیږي. د امریکې د مرکزي استخباراتو د ادارې (سي آی ای) مشر ویلیم برنز ویلي دي چې د اوکراین جګړې په پوتین او په حکومت "ناوړه" اغیز کړی دی.

برنز زياته کړه چې د جګړې په اړه د روسي چارواکو مايوسي به دوی کمزوري کړي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500