امنیت

د واګنر لپاره د پوتین د ملاتړ اعتراف په ټوله نړۍ کې د کرملین د کلونو ناوړه چلند تاییدوي

د پاکستان فارورډ او ای اېف پي لخوا

د واګنر ګروپ غړي د جون په ۲۴مه ناوخته په روستوف آن ډون کې، چې هغه ځای دی چېرې چې یوګیني پریګوزین د بغاوت رهبري کړې وه، په یو پوځي ګاډي کې سفر کوي چې د 'ورور' کلمې سره رنګ شوی دی. پريګوزين خپل اجیر عسکر په ماسکو کې د پوځي مشرانو د نسکورولو لپاره لیږلي وو. [رومن رومخوف/ای اېف پي]

د واګنر ګروپ غړي د جون په ۲۴مه ناوخته په روستوف آن ډون کې، چې هغه ځای دی چېرې چې یوګیني پریګوزین د بغاوت رهبري کړې وه، په یو پوځي ګاډي کې سفر کوي چې د 'ورور' کلمې سره رنګ شوی دی. پريګوزين خپل اجیر عسکر په ماسکو کې د پوځي مشرانو د نسکورولو لپاره لیږلي وو. [رومن رومخوف/ای اېف پي]

ماسکو -- په یو غير معمولي خو نه حیرانونکي بدلون کې، د روسیې صدر ولادیمیر پوتین د سه شنبې په ورځ (د جون په ۲۷مه) ومنله چې کرملين ​​د واګنر اجیر ګروپ​ "بشپړ تمویل" کړی و.

د کلونو راهيسې،​ د واګنر ګروپ​ د "ماسکو ترټولو خراب ساتل شويو رازونو څخه یو" پاتې شوی.

د کارنیګي انډوومینټ د نړېوالې سولې لپاره څېړنيزې موسسې په ۲۰۱۹ کال کې وویل چې دا ډله دوه اهداف لري: "چې کرملین ته داسې توان ورکړي ترڅو د جګړی په ځايونو کې د جنګیاليو د ځای کولو په وخت د منلو وړ انکار څخه کار واخلي "او" د مننونکي دولتونو سره د نفوذ جوړلو لپاره چمتو وړتیا وړاندې کړي".

د واګنر په خدماتو باندې د خورا زياتو رسمي لګښتونو په څرګندولو سره، پوتین تایید کړه چې دا په اغیزمنه توګه د دولت د یوې برخې په توګه کار کوي.

د روسیې صدر ولادیمیر پوتین د جون په ۲۷مه په ماسکو کې په کرملین کې له پوځیانو سره وکتل. [میخایل تیریشینکو/سپوتنیک/ای اېف پي]

د روسیې صدر ولادیمیر پوتین د جون په ۲۷مه په ماسکو کې په کرملین کې له پوځیانو سره وکتل. [میخایل تیریشینکو/سپوتنیک/ای اېف پي]

یوګیني پریګوزین د جون په ۲۴مه په روستوف آن ډون کې د روسیې د پوځ مرکزي دفتر قبضه کړو. [کانکورډ]

یوګیني پریګوزین د جون په ۲۴مه په روستوف آن ډون کې د روسیې د پوځ مرکزي دفتر قبضه کړو. [کانکورډ]

د واګنر اجیر پوځیان په لومړي ځل په ۲۰۱۴ کال کې اوکراین ته واستول شول، کله چې روسیې کریمیا له ځان سره الحاق کړه. په راتلونکو کلونو کې، دوی په ټوله نړۍ کې په شخړو کې دخیل دي، چې په دغه ځایونو کې سوریه، موزمبیق، سوډان، وینزویلا، لیبیا، د مرکزي افريقې جمهوريت (سي ای آر)، چاد او مالي پکې شامل دي.

په افریقا او منځني ختیځ کې، د واګنر اجیران د سرو زرو او الماس کانونو، د تېلو ساحو او نورو ګټورو سرچینو د ساتنې په تور تورن دي.

په ډېرو مواردو کې د واګنر غړو محلي امنیتي ځواکونه کنټرول کړي یا یې کمزوري کړي دي، او دا اجیر عسکر د بشري حقونو څخه په سرغړونو او جنګي جرمونو تورن دي چېرې چې دوی ګمارل کیږي.

د دې له پېل راهیسې، شواهدو د روسیې سوداګر یوګیني پریګوزین ته اشاره کړې چې د واګنر ګروپ تر شا د پېسو او ځواک په توګه کار کوي.

د پریګوزین او د روسیې د صدر ولادیمیر پوتین ترمنځ اړيکه موندل اسانه وه -- دواړه سړي د سینټ پیټرزبرګ څخه دي او له اوږدې مودې راهیسې سوداګریزې او شخصي اړیکې لري.

خو دواړو په واګنر ګروپ کې مداخلت رد کړی و، ځکه چې خصوصي پوځونه په روسیه کې غیر قانوني دي.

تاو تریخوالی مخ په زياتيدو دی

دا حالات په تېر سپتمبر کې بدل شول، کله چې پریګوزین بالاخره ومنله چې هغه په اوکراین د روسیې د بشپړ یرغل پرمهال د دې ډلې مشري کوله.

پريګوزين، چې یو وخت يو پراسراره شخص و او داسې ښکارېدل چې ځان يې پټ ساتل غوره کول، په وروستیو میاشتو کې په زیاتیدونکې توګه راڅرګند شو او د ماسکو په چلند يې نیوکه وکړه، او د روسیې د زرګونو تلفاتو لپاره یې روسي جنرالان تورن کړل.

شخړه د هفتې په پای کې یوې مهمې نقطې ته ورسیده کله چې پریګوزین د لنډ مهاله پاڅون مشري وکړه چې د شنونکو په وینا دا به تلپاتې پایلې ولري.

د شنبې په ورځ، واګنر یو بغاوت پیل کړو -- چې په ښکاره ډول د دفاع وزارت په جوړښت کې د هغې د شاملولو لپاره د هڅو په وړاندې مقاومت وکړي -- چې د جنوبي پوځي ډسټرکټ مرکزي دفتر یې ونیولو او د ماسکو په لور یې حرکت وکړو.

پوتین دا یوه خيانت وبللو، او واګنر ته یې امر وکړو چې خپلې درنې وسلې د دفاع وزارت ته وسپاري، پداسې حال کې چې د هغه جنګیالي یا په منظم پوځ کې شامل شي یا په بیلاروس کې جلاوطني ومني.

پوتین د بغاوت راهیسې پریګوزین په نوم نه دی یاد کړی، او د یاغیانو ځواکونو ته یې یوازې د "بغاوت کوونکو" په توګه اشاره کړې ده.

پوتین د دفاع وزارت، ملي ګارد، د فدرالي امنیت خدماتو (اېف اېس بي) او کورنیو چارو وزارت سرتېرو ته وویل چې د کرملین په انګړ کې راټول شوي ول ترڅو د هغه هوايي ځواک سرتېرو لپاره د یو منټ خاموشي غوره کړي چې واګنر وژلې ول. "تاسو ​په حقیقت کې د کورنۍ جګړې​مخه ونيوله."

په شمېر کې يې اختلاف دی، خو ځينې سرچينې وايي چې اجيرانو شپږ روسي چورلکې او يوه جنګي الوتکه ويشتلې ده.

پوتین ټینګار وکړو چې د واګنر اجیرانو لیدلي ول چې "پوځ او خلک ورسره نه دي".

خو پریګوزین پدې فخر وکړو -- د خبرونو د ويډيو په مرسته -- چې خلکو د هغه د لنډ مهال په پاڅون کې د هغه د کسانو ستاينه وکړه .

کرملین واګنر په بشپړ ډول تمویل کړی و

د پریګوزین د "کودتا" هڅې، لکه څنګه چې ځینې ورته کودتا وايي، پوتین دې ته اړ کړو چې د واګنر په اړه خپل دريځ ښکاره کړي.

پوتین د سه شنبې په ورځ وویل، "دولت یوازې د مۍ ۲۰۲۲ او مۍ ۲۰۲۳ کلونو ترمنځ د جنګیالیو د معاشونو او تشویقي انعامونو لپاره ۸۶.۲۶۲ ملیارده روبله [نږدې ۱ ملیارده آمريکايي ډالره] واګنر ګروپ ته ورکړل."

نوموړي دا خبرې د دفاعي چارواکو سره د یوې غونډې په پېل کې په ټلویزیوني وینا کې وکړې.

د طاس په وینا، هغه وویل، "زه غواړم یادونه وکړم، او زه غواړم چې هرڅوک پوه شي چې دولت د ټول واګنر ګروپ تمویل په بشپړ ډول تضمين کړی و." "موږ د دې ډلې په بشپړه توګه د دفاع وزارت او د دولت له بجټ څخه تمویل وکړو."

دا چې د واګنر مشران اوس د غدارانو په توګه انځور شوي، د روسیې په دولتي پیغام کې بدلون په ګوته کوي. پخوا دې ډلې د اوکراین د عملیاتو د یوې برخې په توګه د اتل حیثیت لرلو.

پوتين، حتی په داسې حال کې چې د شنبې د پاڅون په پایله کې يې په واګنر نیوکه وکړه، دا خبره روښانه کړه چې د دې په غړو باندې به برید ونه کړي، چې مخکې یې په اوکراین کې د "زړورتیا او اتلولۍ" لپاره ستایلي ول.

ځینې ​​کتونکي پدې باور دي چې د پوتین د اعتراف دا معنی لري چې د واګنر ټولو غړو ته یو پیغام واستوي ترڅو ډاډ ترلاسه کړي چې دوی پوه شي چې معاشونه يې له کوم ځای څخه راځي.

بیلاروس د سه شنبې په ورځ په جلاوطنۍ کې د پریګوزین هرکلی وکړو، پداسې حال کې چې د بیلاروس ځواکمن الیکساندر لوکاشینکا د دې کريډيټ ترلاسه کولو هڅه وکړه چې د ماسکو په لور يې د واګنر د بېرته راګرځولو لپاره منځګړیتوب کړی دی.

لوکاشینکا له خپلو پوځي چارواکو سره په خبرو کې وویل چې هغه له پوتین څخه وغوښتل چې پریګوزین ونه وژني. هغه په ​​دې برخه کې د روسیې پر چلند هم نیوکه وکړه.

په هاګ کې، د ناټو مشر ینس سټولټنبرګ وویل چې لا هم وختي دی چې بیلاروس ته د پریګوزین او احتمالاً د هغه د ځینو ځواکونو له تګ څخه پایلې ته ورسیږو، خو هغه ژمنه وکړه چې دا اتحاد د خپلو غړو دفاع ته چمتو دی.

سټولټنبرګ وویل، "هغه څه چې په بشپړه توګه روښانه دي دا دي چې موږ ماسکو او مینسک ته یو واضح پیغام استولی چې ناټو د ناټو د هر متحد او د خاورې د هر انچ د ساتنې لپاره شتون لري."

نور بندیزونه

همدارنګه د سه شنبې په ورځ، د متحده ایالاتو د خزانې وزارت بندیزونه ولګول چې هدف یې د سرو زرو کان کیندنې فعالیتونه ګډوډ کول دي چې په افریقا کې د واګنر ګروپ تمویلوي، او ژمنه یې وکړه چې د اجیرانو سره به د سرغړونو لپاره حساب کتاب وشي.

د واګنر ګروپ پر وړاندې اقدامات له مخکې پلان شوي وو خو د لنډ وخت لپاره وځنډول شول ځکه چې د متحده ایالاتو چارواکو هڅه وکړه ترڅو د پریګوزین یا پوتین سره له ملاتړ څخه ډډه وکړي.

د متحده ایالاتو د خزانې وزارت د بندیزونو چارواکي براین نیلسن په یو بیان کې وویل، "د واګنر ګروپ د مرکزي افریقا جمهوریت او مالي په څېر هېوادونو کې د طبیعي زیرمو په استخراج سره خپل وحشیانه عملیات تمویلوي."

"متحده ایالات به د واګنر ګروپ د عایداتو سرچينو په نښه کولو ته دوام ورکړي ترڅو په افریقا، اوکراین او بل هر ځای کې د هغې پراختیا او تاوتریخوالی کم کړي."

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت ویاند مېتیو میلر د سه شنبې په ورځ د بندیزونو بیاکتنه وکړه او د واګنر په اجیرانو يې زياته نیوکه وکړه.

هغه خبریالانو ته وویل، "موږ باور لرو چې هر چېرې چې واګنر ځي، دوی په پایله کې مرګ او تباهي راوړي." "دوی ځایي خلکو ته زیان رسوي، دوی معدنيات استخراجوي او له هغو ټولنو څخه پیسې اخلي چیرې چې دوی کار کوي."

هغه وویل، "او له همدې امله به موږ په افریقا او نورو ځایونو کې له حکومتونو څخه غوښتنه وکړو چې له واګنر سره هر ډول همکاري ودروي."

میلر زیاته کړه چې د پریګوزین د هرکلي لپاره د لوکاشینکا پریکړه "يو بل مثال دی چې د ولادیمیر پوتین ګټه غوره کوي او د بیلاروس د خلکو د ګټو په پرتله د کرملین ګټې غوره کوي."

د بیلاروس ۶۸ کلن دیکتاتور هم د مخالفینو پروړاندې د عملياتو او تېر کال روسیې ته د بیلاروس له خاورې څخه په اوکراین د برید کولو اجازې ورکولو له کبله د لویدیځ د بندیزونو سره مخ دی.

د جنورۍ په میاشت کې، د متحده ایالاتو حکومت د واګنر ګروپ د​ "نړېوال جرمي سازمان"​ په توګه وټاکلو، چې د دې اجازه ورکوي چې د دغه ډلې په پراخه نړېواله شبکې پراخه بنديزونه ولګول شي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500