امنیت

د چین صدر شي جين پينګ د پوځي معاينې په جريان کې وویل چې پوځ بايد 'د جګړې جرات' ولري

ای اېف پي

د چين د دولت صدر شي جين پينګ د جولای په ۶مه د چين په نان جينګ ښار کې د خلکو د ازادۍ د پوځ له پرسونلو سره وکتل. [سینهوا]

د چين د دولت صدر شي جين پينګ د جولای په ۶مه د چين په نان جينګ ښار کې د خلکو د ازادۍ د پوځ له پرسونلو سره وکتل. [سینهوا]

بیجینګ -- دولتي رسنیو راپور ورکړو چې د چین صدر شي جین پینګ د پنجشنبې په ورځ (د جولای په ۶مه) د تایوان سره نږدې په یوې مهمه سیمه کې د ځواکونو د عملیاتو د معاینې په دوران کې وویل چې د هېواد پوځ باید "د جګړې جرات ولري".

چین​ واکمن تایوان د خپلې خاورې يوه برخه ګڼي​ او ژمنه یې کړې چې د اړتیا په صورت کې به یوه ورځ دا ټاپو تر خپل واک لاندې راولي.

دولتي ټلویزیون CCTV راپور ورکړو چې​ د خلکو د ازادۍ پوځ​ د ختیځ تهيټر کمانډ د یوې معاینې په ترڅ کې، شي جين پينګ پوځي استازو ته وویل چې دوی باید "د جګړې جرات ولري، په جګړه کې ښه وي، او په کلکه د ملي حاکمیت (او) امنیت دفاع وکړي."

سي سي ټي وي د شي جين پينګ له قوله وويل، "اوس مهال نړۍ د ګډوډۍ او بدلون نوي دور ته داخله شوې ده، او زموږ د هېواد امنيتي وضعيت نور هم بې ثباته او غير يقيني شوی دی."

شي جين پينګ وويل، "دا اړينه ده چې د جګړې او جنګ پلانونه پراخه کړو -- څو د حقيقي جګړې لپاره په پوځي روزنې تمرکز وکړو، او د بريا لپاره خپل ظرفيت په چټکۍ سره ښه کړو."

د دغه خپرونکي په وینا، هغه زیاته کړه، پوځ باید ... د جګړې د چمتووالي او جګړې لپاره د ګوند د کمیټۍ د مشرانو ظرفیت لوړ کړي.

د پنجشنبې په ماښام يو فوټېج، چې سي سي ټې خپور کړی و، شي جين پينګ په خاکي پوځي شرټ کې وښودلو، پداسې حال کې چې په سټېج باندې د خطاب کولو نه مخکې د پوځي چارواکو د ستاینې په ترڅ کې کمرې ته داخل شو.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500