انرجي

د چین د اټومي بټۍ تړون د پاکستان د قرض بحران په اړه اندیښنې بیا راپورته کوي

د زرک خان لخوا

د پاکستان او چین د حکومتونو استازو د جون په ۲۰مه په اسلام آباد کې د ۴.۸ ملیارده ډالرو یو تړون لاسلیک کړو چې د پنجاب صوبې په چشمه کې يوه اټومي بټۍ جوړه کړي. [پي ټي وي]

د پاکستان او چین د حکومتونو استازو د جون په ۲۰مه په اسلام آباد کې د ۴.۸ ملیارده ډالرو یو تړون لاسلیک کړو چې د پنجاب صوبې په چشمه کې يوه اټومي بټۍ جوړه کړي. [پي ټي وي]

اسلام آباد -- په پاکستان کې د بلې اټومي بټۍ د جوړولو لپاره د چین لپاره وروستي تړون یو ځل بیا ​په اسلام آباد باندې د بیجینګ د لویې قرضې په اړه اندېښنې راپورته کړي​.

دواړو خواوو د جون په ۲۰مه د پنجاب صوبې د میانوالي په ضلعه کې په چشمه کې د ۱۲۰۰ میګاواټه اتومي انرژۍ پلانټ د جوړولو لپاره د ۴.۸ ملیارده ډالرو یو تړون لاسلیک کړو. دا به په پاکستان کې د چین لخوا جوړه شوي اوومه د اټومي انرژۍ بټۍ وي.

وزیر اعظم شهباز شریف په اسلام آباد کې د دواړو هېوادونو د استازو تر منځ د تفاهم یادداشت له لاسلیک کولو وروسته دولتي پي ټي وي خبري چېنل ته وویل، "په دې پروژه به سمدستي کار پېل شي."

هغه وویل، "په دې پروژه کې د چین لخوا د ۴.۸ ملیارده ډالرو پانګونه یو لوړ او روښانه پیغام استوي چې پاکستان یو داسې ځای دی چېرې چې چینايي شرکتونه او پانګه اچوونکي خپل باور او يقين څرګندوي."

د خېبر پښتونخوا په دیر ضلعه کې د یو مذهبي ګوند غړي د مۍ په میاشت کې په هېواد کې د ریکارډ انفلاسیون او مالي عدم توازن خلاف احتجاج کوي. [زرک خان]

د خېبر پښتونخوا په دیر ضلعه کې د یو مذهبي ګوند غړي د مۍ په میاشت کې په هېواد کې د ریکارډ انفلاسیون او مالي عدم توازن خلاف احتجاج کوي. [زرک خان]

که څه هم، د شریف حکومت د ریکارډ انفلاسیون، مالي عدم توازن او دومره زیرمې لري چې ډېر په مشکل سره د یوې میاشتې ارزښت واردات پوره کوي -- او ډېرې ستونزې يې​ د چین سره د قرضونو او مالي تړونونو له امله دي​.

د مالیې وزیر اسحاق ډار د جون په ۱۰مه د ۲۰۲۳-۲۰۲۴ مالي کال لپاره د بجټ له وړاندې کولو وروسته خبریالانو ته وویل، "په اوسنیو حالاتو کې، لکه د کووېډ د وبا او طبیعي پېښو اغیزې، پاکستان کولی شي د دوه اړخیزو قرض ورکونکو څخه د قرض د بیا تنظیمولو غوښتنه وکړي."

د متحده ایالاتو د سولې انسټیټیوټ د اپرېل د راپور له مخې، چین د پاکستان لوی قرض ورکوونکی دی چې نږدې ۲۷ ملیارده ډالره قرضه يې ورکړې.

په راپور کې ويل شوي، په نورو قرض ورکونکو کې نړېوال بېنک (۱۸ ملیارده آمريکايي ډالره)، د آسیا پراختیایي بينک (۱۵ ملیارده آمريکايي ډالره)، پاریس کلب، چې د ۲۲ لویو قرض ورکونکو هېوادونو يوه ډله ده، (۸.۵ ملیارده آمريکايي ډالر) او د پیسو نړیوال صندوق (آی اېم اېف) (۷.۶ ملیارده آمريکايي ډالره) شامل دي.

یو نامعلوم پاکستاني چارواکي د جون په ۱۲مه نیکي آسیا ته وویل، اسلام آباد تمه لري چې بیجینګ به خپله قرضه بیا تنظیم کړي او د ډیفالټ کېدو مخه به ونیسي، حتی که آی اېم اېف همکاري ونکړي.

که څه هم، هغه ومنله، "اوس مهال، داسې نښې نښانې شتون نلري چې چین به د قرض د بیا تنظیمولو لپاره د پاکستان غوښتنه ومني."

چین په تېرو وختونو کې د قرضونو بیا تنظیمول رد کړي دي.

د چین د قرض جال

د چین او پاکستان اقتصادي دهلیز (سي پېک)، ​​چې د چین د یو کمربند او یوې لارې نوښت (بي آر آی) یوه پاکستانۍ برخه ده​، انتقادونه راپورته کړي چې دا په پاکستان باندې د قرض بوج زياتوي او چین ته دا توان ورکوي چې "د قرض د جال له سفارتکارۍ" څخه ګټه پورته کړي.

محبد مبشر، چې د مالي چارو شنونکی دی او زیاتره په قرضونو تمرکز کوي، وویل، "د نغدو پیسو له بحران سره مخ پاکستان د مخکې نه له ستونزو سره مخ دی چې د تادیاتو د توازن د بحران مخه ونيسي، او سره له دې دا د بیجینګ سره نوي تړونونه لاسلیک کوي او په پایلو يې غور نه کوي."

هغه وويل، "پاکستان د چين ډېر قرضداری دی، چې د اقتصادي او سياسي خپلواکۍ له لاسه ورکولو لامل شوی دی."

هغه د روسیې د خامو تیلو د اخیستلو په موخه​د چین د پېسو کارولو لپاره د پاکستان په وروستي اقدام هم نیوکه وکړه​ او ویې ویل چې دا به دغه هېواد په نړېواله کچه منزوي کړي.

په اسلام آباد کې مېشت یو اقتصاد پوه چې د پاکستان د مالیې وزارت سره کار کوي د نوم نه ښودلو په شرط وویل، "د بیجینګ لخوا د سي پېک پورې تړلو ټولو پروژو پلي کولو لپاره د لګښت او تمویل شرایط خورا ګران دي او ډېر استحصالي او د چین په ګټه دي."

هغه پاکستان فارورډ ته وويل، بېجينګ پرمختيايي هېوادونو ته يوازې د زياتې ګټې د يقيني کولو لپاره پېسې ورکوي.

هغه د وروستي مثال په توګه​​ په پاکستان کې د سي پېک سره وابسته د رېل لوېې پروژې مېن لاین-۱​ ته اشاره وکړه چې پاکستان پکې موافقه وکړه چې د چین څخه د قرض اخیستلو مقدار زیات کړي.

د دغه چارواکي له مخې، پاکستان موافقه وکړه چې د پروژې لګښت له ۶.۸ میلیارد ډالرو څخه ۹.۸۵ میلیاردو ډالرو ته لوړ کړي وروسته له هغې چې چينايي مذاکره کونکو د پخواني لګښت شمېره "غیر حقيقي وبلله."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500