کوهلو -- د پاکستان په لویدیځ کې په اوښانو سپاره چارواکي د جهونپړو د یوې لرې ټولنې څخه ليدنه کوي او د هغوی د قبایلي خلکو شمېرل پېلوي، پداسې حال کې چېملي سرشمیرنهروانه ده.
د بلوچستان صوبې په مرکزي سیمو کې د سړکونو، د بجلۍ او د تلویزیون سیګنالونو نه محرومه، د پنځو جهونپړو په دې وچه سیمه کې هېڅ نوم نلري او په دې کې لږ تر لږه ۱۵ کوچیان ژوند کوي -- درې کورنۍ بيزې او ګډې ساتي.
د سرشمیرنې ځايي سپروايزر فراز احمد وویل، "موږ په ګهنټو سفر کوو." "موږ باید حتی د هغو خلکو په مینځ کې چې موږ یې شمیرو په غرونو کې د څو ورځو لپاره ژوند وکړو."
په ښارونو او ښارګوټو کې، ټیمونه په موټرسایکلونو له کور څخه کور ته ځي. خو د بلوچستان په کلیوالو سیمو کې، سړک د کاڼړو په لاره کې بدليږي چې بیا د خاکي ډبرې په دښته کې په بشپړه توګه ورکيږي.
د اوښانو یو کاروان د کار د ترسره کولو یوازینۍ لاره ده.
د سرشمیرنې کارکونکی محمد جنید مري د کوهلو په کلیواله ضلعه کې، چې د صوبې له مرکز کویټې څخه ۲۱۰ کیلومتره لرې ختیځ ته پرته ده او له نږدې معلوم سړک څخه د اوښ په واسطه یوه ګهنټه لرې ده، ای اېف پي ته وويل، "دا څه وخت نیسي چې دوی قانع کړو چې خپل معلومات شریک کړي."
"په ځینو مواردو کې، دا يو ډول د خندا خبره وي. څرنګه چې د سرشمیرنې هر ټیم د امنیت ساتونکي لري، ځینې وختونه خلک تښتي." ۳۰ کلن ځوان وروسته له هغې وویل کله چې د هغه د ګلونو هار لرونکی اوښ بهورا راښکته شو ترڅو ترې هغه راکوز شي او د کورنیو څخه پوښتنې پېل کړي.
۳۴ کلن احمد اټکل کوي چې د کوهلو د ۵ او ۱۰ فيصده تر منځ اوسیدونکي په داسې سیمو کې ژوند کوي چې د لاسرسي وړ نه دي چې اوښان یې یوازینی عملي ترانسپورت دی.
دوی د يوې ورځې لپاره په ۱۰۰۰ (۳.۵ آمريکايي ډالره) روپې په کرایه اخيستل کيږي، او په دغه قیمت کې د اوښ چلونکی شامل وي -- هغه یو کس چې حیوانات په پړي سره مخکې بيايي.
ناکراره سیمه
په یو ملت کې چې په توکمیزو لیکو ویشل شوی، د اتباعو شمیرل -- چې شمير يې لږ ترلږه ۲۰۷ ميليونه (په ۲۰۱۷ کال کې) و او نن يې اټکل شوی شمېر ۲۲۰ ميليونه دی -- د یو سیاسي اساس کار دی چې کولی شي د واک ادعاګانې بدلې کړي او د دولت سرچینې کمې کړي.
دا معلومات به په راتلونکو ټاکنو کې د ټاکنیزو حوزو د ټاکلو لپاره هم وکارول شي.
بلوچستان د پاکستان تر ټولو لوی او لږ نفوس لرونکي صوبه ده چې د طبیعي زیرمو په لحاظ سره بډايه ده خو د نورو ټولو اقداماتو له مخې بې وزله ده.
په سیمه کې بېلتون غوښتونکي اورپکي له اوږدې مودې راهیسې شتون لري، چې د دې شکایت له امله رامنځته شوي چې اسلام آباد له بلوچستان څخه د استخراج شویو شتمنیو په شریکولو کې پاتې راغلی دی.
په وروستیو میاشتو کې د عراق او سوریې د اسلامي دولت خراسان څانګې هم هڅې کوي چې د بلوچستان په قبايلي سيمه کېخپل نفوذ رامنځته کړي.
د تېر کال په وروستیو کې د بلوچستان په مستونګ، کبو، سپلنجي هرنايي او نورو سیمو کې د داعش پر پټنځایونو چاپې د داعش د نهه مشکوکو وسله والو د وژل کېدو او د اوو مشکوکو مشرانو د نیول کېدو لامل شوې.
چارواکو په تېر اکتوبر کې پاکستان فارورډ ته وویل، نیول شویو کسانو څرګنده کړه چې د داعش د خراسان څانګې غوښتل چې په ننګرهار، کونړ، پکتیکا او د افغانستان په ځینو نورو ناکراره سیمو کې د بدلیدونکي امنیتي وضعیت له امله بلوچستان ته کډه وکړي او هلته يوه اډه جوړه کړي.
د ټاکنیزو حوزو شميرل
لکه څنګه چې مري او احمد په یو اوښ کلي ته نږدې کیږي، او یو بل اوښ د يو ساتونکي سره ورپسې روان دی چې مشین ګن په غاړه لري، يو تنکی ځوان دوی ته د دوربین په واسطه ګوري، پداسې حال کې چې ماشومان د سرو ګلانو په دودیزو جامو کې راټولیږي.
احمد وویل، "د سرشمېرنې په اړه خلک پوهه نه لري -- دوی يې په ګټو او زیانونو نه پوهیږي." "دوی په موږ باور نه کوي او ویره لري چې موږ به دوی دوکه کړو."
په بل ځای کې، د هېواد په لرې او ناکراره شمال لویدیځ کې د سرشمیرنې د ټیمونو ساتونکي پولیس د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي)لخوا وژل شوي دي.
تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) له ۲۰۰۷ کال راهیسې په ټول پاکستان کې د لسګونو خونړیو بریدونو او د زرګونو کسانو د وژل کېدو مسوليت په غاړه لري.
د ټیټې ټیکنالوژۍ د ټرانسپورټ سربېره، دا لومړی ځل دی چې د پاکستان سرشمیرنه به په ډیجیټل ډول، د کاغذونو پر ځای په ټېبلیټ کې ترسره شي.
که څه هم، زاړه شکایتونه شتون لري.
۵۳ کلن میرخان د غرونو په لمنو کې په یوې بله نږدې دښته کې وپوښتل. "موږ به د سرشمیرنې څخه څه ګټې ترلاسه کړو؟"
"موږ به هېڅ ترلاسه نه کړو. با نفوذه کسان هر هغه څه اخلي چې حکومت یې غواړي پر بې وزلو يې وویشي."
د هغه د تره زوی پانډو خان، چې ۵۸ کاله عمر لري، ګيله وکړه، "موږ هېڅکله د حکومت ملاتړ نه دی لیدلی."
"موږ خلک ګورو کله چې دوی زموږ لپاره کمپاین کوي ترڅو دوی ته رایه ورکړو، او وروسته بیا هېڅکله بېرته نه راځي."
که څه هم، د ځایي قبایلي دودونو سره سم د کورنیو سره د خپلو شخصي توضیحاتو شريکولو وروسته، احمد او مري دوی قانع کوي چې د ۲۵ پوښتنو ځواب ورکړي ترڅو دوی ته د اوسني پاکستان روښانه انځور وړاندې کړي.