پاکستان د ۱۹ کلونو نه وروسته د سرشمیرنې ترسره کوي

د سټاف راپور

اسلام اباد -- د ازادۍ راډیو راپور ورکړو، د سرشمیرنې کمیشنر آصف باجوه د پنجشنبې په ورځ (د مارچ په ۲مه) اعلان وکړو چې پاکستان به ۱۹ کاله وروسته په لومړي ځل په دې مياشت کې په ټول هیواد کې سرشمیرنې ترسره کړي.

باجوه وويل، چې پوځ به د سرشمیرنې کارکونکو ساتنه وکړي.

د ۱۹۹۸ کال د سرشمېرنې ۱۳۴.۷ ميليونه نفوس ښودل شوي وو. په ۲۰۱۵ کال کې، نړیوال بينک د ۱۸۹ ميليونه نفوسو اندازه لګولي وه.

د آزادۍ راډيو راپور ورکړو چې دا نوې سر شميرنې کيدی شي چې د صوبې بدليدونکي آبادي په ګوته کړي او کیدی شي چې د انتخاباتي حلقو په اړه د سیاستدانانو په منځ کې د کلونو مودې شخړې پای ته ورسوي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500