تروريزم

د راپورونو له مخې د داعش مشر د سوریې د اپوزیسیون لخوا د عملیاتو په ترڅ کې ځان ته چاودنه ورکړه

د پاکستان فارورډ او ای اېف پي لخوا

دا انځور چې د ۲۰۱۹ کال د مارچ په ۲۴مه اخیستل شوی، د سوریې د دیرايزور صوبې د البغوز په کلي کې د داعش بېرغ د سوریې د دیموکراتیکو ځواکونو په ملاتړ د نړېوال ایتلاف له خوا د دغې ډلې د ماتې له اعلان څخه یوه ورځ وروسته پر ځمکه پروت ښيي. [Guiseppe Cacace/ای اېف پي]

دا انځور چې د ۲۰۱۹ کال د مارچ په ۲۴مه اخیستل شوی، د سوریې د دیرايزور صوبې د البغوز په کلي کې د داعش بېرغ د سوریې د دیموکراتیکو ځواکونو په ملاتړ د نړېوال ایتلاف له خوا د دغې ډلې د ماتې له اعلان څخه یوه ورځ وروسته پر ځمکه پروت ښيي. [Guiseppe Cacace/ای اېف پي]

"د عراق او سوریې اسلامي دولت" (داعش) تېره هفته ومنله چې د دې مشر ابو حسن الهاشمي القریشي په "جګړه کې وژل شوی" او د هغه د پاتې ډالې د مشرۍ لپاره يې د متبادل شخص اعلان وکړو.

خو ځایي سرچینو وویل چې د داعش لوړپوړی مشر په حقیقت کې -- د خپلو لنډمهاله مخکیني مشرانو په څېر -- د محاصرې په ترڅ کې ځان ته چاودنه ورکړه.

داعش د نومبر په ۳۰ مه په یو غږیز پیغام کې د هغه د مرګ د نېټې او حالاتو په اړه د معلوماتو ورکولو پرته وويل، الهاشمي، چې یو عراقی و، "د خدای له دښمنانو سره په جګړه کې ووژل شو".

د سوریې د بشري حقونو د څار ډلې وویل، که څه هم، الهاشمي د اکتوبر په ۱۴مه د سوریې په جنوب کې د درعا صوبې په جاسم ښارګوټي کې د سیمه ییزو ډلو له خوا د امنیتي ځواکونو په عملیاتو کې ووژل شو.

د بشري حقونو د څار ډلې وويل، وروسته له هغه چې سیمه ییزو ډلو د هغه محاصره وکړه، د داعش قوماندان په یو کور کې چې له خپلې کورنۍ سره یې پکې پناه اخیستې وه ځان ته چاودنه ورکړه. يادې ډلې وويل چې د هغه د کورنۍ هېڅ غړی نه دی وژل شوی.

يادې ډلې وویل، په جلا توګه، سیمه ایزو ډلو یو نږدې کور ته چاودنه ورکړه چېرې چې د داعش دوه قوماندانان ځای پر ځای شوي وو، دوی دواړه ووژل شول. يادې ډلې وويل چې یو پکې لبنانی او بل پکې سوریایي و.

د درعا فعال راشد الحوراني د پنجشنبې په ورځ العربیه الجدید ته وویل چې القریشي د سیمې خلکو د ابو عبدالرحمان عراقي په نوم پېژندلو او شاوخوا یو کال وړاندې یې د درعا له یوې ښځې سره واده کړی و.

الحوري وویل چې د داعش پخواني مشر په جاسم کې یوه "محکمه" جوړه کړې وه، چې دا یو داسې اقدام دی چې په ښار کې يې د دې ډلې د غړو شتون په ډاګه کړو.

د الحوراني په وینا، القرشي د اکتوبر په ۱۷مه د مخالفو ډلو سره په نښتو کې ووژل شو.

د رسنیو فعال محمد الدراوي العربي الجدید ته وویل، داعش ډلې په دې وروستیو کې د سوریې د مخالفو ډلو د پخواني مشرانو او غړو په نښه کولو لپاره خپل بريدونه ګړندي کړل ترڅو په جاسم ښار کې خپل حضور نور هم پیاوړی کړي.

په خپل غږیز پیغام کې چې د داعش د لوړپوړي مشر د مرګ اعلان یې پکې کړی دی، دغې ډلې وویل چې ابو الحسین الحسیني القرشي یې د څلورم مشر په توګه نومولی دی.

پداسې حال کې چې د قريشو له قبيلې سره تعلق لري -- چې د پېغمبراکرم (ص) قبيله ده -- د داعش د مشر کېدو لپاره د يو شرط په توګه ګڼل کېږي.

په دغه پیغام کې د نوي مشر په اړه جزئیات نه دي ورکړل شوي خو ویلي یې دي چې هغه یو "تجربه کار" شخص دی او د داعش په وفادارو ټولو ډلو یې غږ وکړو چې له هغه سره خپل بیعت وکړي.

'د داعش لپاره یو بل ګوزار'

د امریکا مرکزي قوماندانۍ (سينټکوم) په یو بیان کې وویل، الهاشمي د اکتوبر په نیمایي کې په درعا صوبه کې د سوریې ازاد پوځ (اېف اېس ای) د مخالفو وسله والو له خوا په عملیاتو کې وژل شوی دی.

د سینټ کام ویاند کرنل جو بوکینو وویل، د اکتوبر په نیمایي کې د ابو حسن الهاشمي القرشي مرګ "د داعش لپاره یو بل ګوزار دی."

هغه خبرداری ورکړو چې "داعش د سیمې لپاره یو ګواښ دی"، خو ټینګار یې وکړ چې د متحده ایالاتو او ملګري ځواکونه "د داعش په دوامداره ماتې تمرکز کوي".

نړېوال ایتلاف وویل، د چهارشنبې په ورځ، د متحده آيالاتو په ملاتړ کُرد ځواکونو په دیرايزور کې د داعش یوه لس کسیزه ډله له منځه یوړه او د دغې ډلې د غړو څخه يې زياتې وسلې او مهمات ضبط کړل.

د جاسم په شمالي درعا ښارګوټي کې، د پنجشنبې په ورځ په بازار کې ځای پر ځای شويو د لاس جوړ شويو چاودیدونکي توکو وسيلو (آی اي ډيز) وېره خپره کړه، ځکه چې ځایي اوسیدونکو د الهاشمي د مرګ په اړه د داعش د غچ اخیستو ویره لرله.

د څارنې دغه ادارې وویل، د سیمه ایزو ډلو څخه د چاودیدونکو توکو متخصصینو یوې ډلې د بازار له خالي کولو او هغې ته د ننوتلو لاره د بندولو وروسته د چاودیدونکو توکو وسيلې ناکامه کړې.

د بشري حقونو د څار ډلې وويل، سیمه ییزو چارواکو د جوماتونو د لاوډ سپیکرونو له لارې اوسیدونکو ته خبرداری ورکړو چې د امنیتي دلایلو او د داعش له خوا د احتمالي بریدونو په اړه د اندیښنو له امله بازار ته نه ځي.

د داعش لنډمهاله مشران

د داعش مخکینی مشر ابو ابراهیم القریشي د روان کال په فبرورۍ میاشت کې د سوریې په شمالي صوبه ادلب کې د متحده آيالاتو د برید په ترڅ کې د خپلې کورنۍ له غړو سره یوځای ځان ته چاودنه ورکړه.

د هغه پخوانی مشر ابوبکر البغدادي هم د ۲۰۱۹ کال د اکتوبر په میاشت کې په ادلب کې وژل شویو.

د سپینې ماڼۍ ویاندې کارین ژان پییر وویل، د الهاشمي وژل "د متحده آيالاتو د څه اقدام پایله نه وه".

هغې وویل، "مونږ خوشحاله یو چې د داعش د مشرانو په دومره چټکه توګه له منځه وړل وینو." "متحده ایالات د داعش له نړېوال ګواښ سره مقابلې ته ژمن دی او له نړېوالو شریکانو سره کار کولو ته چمتو دی."

د داعش مشرتابه سږکال څو ځله ګوزار ترلاسه کړی دی.

سينټکوم په هغه وخت کې وویل، د اکتوبر په میاشت کې، امریکایي ځواکونو د سوریې په شمال ختیځ کې د سهار په وخت کې د داعش یو "سينير" کس ووژلو.

سينټکوم وویل، دغه برید "رکان وحید الشمري، چې د داعش یو چارواکی و چې د وسلو او جنګیالیو په قاچاق کې د اسانتیا لپاره پیژندل کېدو، په نښه کړو."

په دغه بيان کې ویل شوي چې وروسته هوايي برید د داعش دوه نور سينير کسان هم وژلي ول.

پنټاګون د جولای په میاشت کې وويل، د سوریې په شمال کې یې د بې پیلوټه الوتکې په برید کې د داعش سينير مشر وژلی و.

سينټکوم وویل چې هغه د داعش "له پنځو مخکښو" مشرانو څخه و.

د جون په میاشت کې، نړېوالو ایتلافي ځواکونو وویل چې دوی د سوریې په شمالي حلب صوبه کې د سهار څخه مخکې په هوایي عملیاتو کې د داعش یو لوړ پوړی بم جوړونکی ونیولو.

واشنګټن پوسټ راپور ورکړو چې نړېوال ايتلاف د داعش د وژل شوي مشر نوم په ډاګه نه کړو، خو امریکایي چارواکو هغه د هاني احمد الکردي په نوم وپیژندلو، چې د "الرقه د ولي" په نوم هم پیژندل کيږي. الرقه د داعش پخوانی مرکز و.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500