امنیت

د چین ځمکنۍ شخړې نړېواله سوله او سوداګرۍ ګواښي

د پاکستان فارورډ او ای اېف پي لخوا

د تایوان سمندري پرسونل د یوې بېړۍ مخې ته روان دي، پداسې حال کې چې صدر ټای اینګ ون (چې عکس يې ندی اخېستل شوی) د اګست په ۳۰مه په پینګو ټاپوګانو کې د سرتېرو معاینه کوي. [سام یاه/ای اېف پي]

د تایوان سمندري پرسونل د یوې بېړۍ مخې ته روان دي، پداسې حال کې چې صدر ټای اینګ ون (چې عکس يې ندی اخېستل شوی) د اګست په ۳۰مه په پینګو ټاپوګانو کې د سرتېرو معاینه کوي. [سام یاه/ای اېف پي]

تایپي، تایوان -- شنونکي خبرداری ورکوي چې د بیجینګ مخ په زیاتیدونکي پوځي ځواک او له خپلو ګاونډیانو سره د هغې ځمکنۍ شخړې نړېواله سوله ګواښي او د نړېوال اقتصادي عواقبو سره د نړۍ ترټولو بوخت بار وړونکي لارې له خطر سره مخامخ کوي.

تېره میاشت د تایوان څخه لرې د چین پوځي مشقونه د هغه ګواښ وروستۍ یادونه ده چې د بیجینګ پوځي پراختيا يې رامنځته کوي.

تایوان له ۱۹۴۹ راهیسې خپل حکومت لري خو د چین لخوا د بريد د تل پاتې ګواښ لاندې ژوند کوي. بیجینګ دغه ټاپو خپله خاوره ګڼي او ژمنه یې کړې چې یوه ورځ به یې د اړتیا په صورت کې -- په زور سره ونیسي.

وروسته له هغه چې د متحده ایالاتو لوړ پوړو چارواکو د اګست په ۲مه تایوان ته سفر وکړو، چین د مشقونو لپاره د جنګي الوتکو، کښتيو او توغنديو ځای په ځای کولو سره غبرګون وښودلو.

مظاهره کوونکو د تېر دسمبر په ۸مه د اندونيزيا په مرکزي ښار جکارتا کې د چين د سفارت خانې مخې ته د چين په متنازعه جنوبي بحير باندې د چين د ادعاوو پروړاندې احتجاج کوي. [دسریل روزندۍ/ای اېف پي]

مظاهره کوونکو د تېر دسمبر په ۸مه د اندونيزيا په مرکزي ښار جکارتا کې د چين د سفارت خانې مخې ته د چين په متنازعه جنوبي بحير باندې د چين د ادعاوو پروړاندې احتجاج کوي. [دسریل روزندۍ/ای اېف پي]

کارمندان چې شخصي حفاظتي تجهیزات یې اغوستي دي، د جنورۍ په ۱۴مه د چین په کینګداو کې په یو بندر کې د کارګو کښتۍ سره ولاړ دي. [اېس ټي آر/ای اېف پي]

کارمندان چې شخصي حفاظتي تجهیزات یې اغوستي دي، د جنورۍ په ۱۴مه د چین په کینګداو کې په یو بندر کې د کارګو کښتۍ سره ولاړ دي. [اېس ټي آر/ای اېف پي]

د تایوان پوځ راپور ورکړو چې په پنځو ورځو کې، د ۲م څخه تر ۶م اګست پورې، د چین پوځی الوتکې د تایوان د هوایي دفاع پیژندنې زون ته داخل شوې او یا يې لږ تر لږه ۱۳۱ ځله د تایوان تنګي منځنۍ کرښې څخه تېر شول.

د جاپان په وینا، د چین د خلکو د آزادۍ پوځ (PLA) د تایوان په اوبو کې بالستیک توغندي وتوغول، چې پدې کې هغه څلور توغندي شامل دي چې د ټاپو دپاسه لوړ تېر شول. دې ټاپو ته د پخوا په پرتله نږدې مشقونه هم ترسره کړل.

د مشقونو موخه دا وه چې تايوان او نړېوالې ټولنې ته د چين د توان څرګندونه وکړي چې د خپل ټاپو ګاونډ په احتمالي توګه احاطه او محاصره کړي.

ډریو تامپسن، چې په سینګاپور کې د لي کوان ییو سکول د عامه پالیسۍ یو سينير فيلو دی او پخوا یې په پنټاګون کې کار کړی و، د اګست په ۲۵مه نیویارک ټایمز ته وویل، "دا​ يوه سیاسي جګړه ده​."

هغه یادونه وکړه، "د هغه څه سیاسي اړخ چې دوی یې کوي ځینې وختونه د اصلي روزنې څخه ډېر مهم وي چې دوی یې ترسره کوي."

اوو سيفو، چې د ملي دفاع او امنیت څیړنې په انسټیټیوټ کې يو څیړونکی دی چې د تایوان د دفاع وزارت سره الحاق لري، وويل، په داسې حال کې چې د چین ارادې د ځواک ښودل و، ګواښونه جدي دي.

هغه ټایمز ته وویل، "زه فکر کوم چې دوی خپله اراده ښودلې ده، چې د تایوان محاصره او د بهرنۍ مداخلې مخنيوی وکړي." "د دوی انګیرنه دا وه چې تایوان يوازې کېدې شي، او له دې وروسته زه کولی شم له تاسو سره جګړه وکړم."

د مشقونو راهیسې تاوتریخوالی لوړ دی.

د ای اېف پي په وینا، تایپي او بیجینګ د دوشنبې په ورځ (د اګست په ۲۹مه) د بې پیلوټه الوتکو د وروستۍ لړۍ په اړه سختې خبرې اترې وکړې چې د چین له اصلي ټاټوبي څخه د تایوان ټاپو ته يې الوتنه وکړه، چې ځینې پکې د پوځي پوستونو څارنه وکړه.

د کینمن ټاپوګانو د چینایي بې پیلوټه الوتکو لخوا اخیستل شوي عکسونه او ویډیوګانې د تایوان او چین په ټولنیزو رسنیو کې خپاره شوي دي، چې یوه ویډیو پکې د تایوان سرتیري ښیي چې په يوه الوتکه باندې د دې د شړلو لپاره د تیږو ګوزارونه کوي.

د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند ژاو لیجیان ادعا وکړه چې بې پیلوټه الوتکو "د چین په خاوره کې الوتنه کوله، نو "پدې هکله د ګډوډۍ د رامنځته کولو اړتیا نشته".

دغه ځواب له تایپي څخه قهرجن غبرګون رامنځته کړو.

د تایوان د بهرنیو چارو وزارت د دوشنبې په ورځ ناوخته په یو بیان کې وویل، "د چین د کمونست ګوند استبدادي پراختیایي حکومت تل د نورو هېوادونو ځورول یو ورځنی کار ګرځولی او له همدې امله د ​"سیمه ایز مصیبت جوړونکي"​ د لقب ښه مستحق دی.

د بار وړلو لارو بندول

د تایوان په شاوخوا اوبو کې د چین پوځي مشقونو د نړۍ د بیړیو لارې متاثره کړې.

د تایوان تنګی، چې ۱۸۰ کیلومتره پراخه د اوبو لاره ده او تایوان له چین او پاتې آسیا څخه جلا کوي، د سوداګریزو کښتیو لپاره یوه لویه سمندري لاره ده چې چین، تایوان، جاپان او سویلي کوریا ته د تګ راتګ لپاره کارول کيږي.

د بار وړلو لارې د آسیا فيکټرو د مرکزونو څخه د مینځني ختیځ، اروپا او متحده ایالاتو بازارونو ته توکي لیږدوي.

د بلومبرګ له مخې، تېر کال، د نړۍ د کانټینر بیړۍ نږدې نیمایي او د نړۍ ترټولو لویو کښتيو ۸۸ فيصده برخه د ټنونو په لحاظ سره د اوبو له لارو څخه تیرې شوې.

د بار وړلو چارواکو وویل، پداسې حال کې چې د تایوان بندرونه د مشقونو په جریان کې خلاص وو، کانټینري کښتۍ او د طبیعي ګاز وړونکي بيړۍ اړ شوې چې د مشقونو د ځای په شاوخوا سیمو کې مزل وکړي.

شنونکو او د کښتۍ مالکانو وویل چې دې حرکتونو لګښتونه ډېر کړل او د ځنډ لامل شول، په ځینو سفرونو کې يې نیمه ورځ اضافه وکړه، او په ټوله نړۍ یې اغیزه وکړه.

رویټرز د اګست په ۵مه راپور ورکړو چې د بار وړلو بیمې ډلو غړو ته خبرتیاوې هم ولیږلو او د تایوان په شاوخوا کې يې په تګ راتګ کې د احتیاط کولو غوښتنه وکړه.

پیټر سانډ، چې د سمندري معلوماتو چمتو کونکي Xeneta مشر شنونکی دی، د اګست په میاشت کې وال سټریټ ژورنال ته وویل، "شانګهای، چې د نړۍ ترټولو بوخت بندر دی، په حقیقت کې دې ته نږدې دی او هر ډول لوی خنډ به د چینایي سوداګریزو بیړیو باندې هم اغیزه وکړي."

زوي شرايبر، چې د فريټوس (Freghtos) د بار وړلو شاخص مشر دی، د اګست په میاشت کې دغه مشقونو ته په اشاره سره رويټرز ته وويل، "که څه هم د چین عمل لا تر اوسه د سمندري بار وړلو عملیات د پام وړ ګډوډ کړي ندي، خو اوږده عمليات یقیناً داسې کولی شي."

"سیمه ایزه شخړه کولی شي کښتۍ دې ته اړ کړي چې بدیل لارې وکاروي، چې د ترانزیت وخت به زیات کړي، مهال ویش به ګډوډ کړي او د نورو ځنډونو او لګښتونو به لامل شي."

'د ملغلرو تار'

وروستي مشقونه د نورو کلیدي اوبو لارو لپاره ښه خبره نده چې چین پکې فعالې شخړې لري یا چېرته چې دا خپل پوځي شتون پراخوي.

چین د جنوبي چین سمندرګي تقریباً ​پر ټولو برخو د ملکیت ادعا کوي​،چې له دې لارې هر کال د میلیاردونو ډالره سوداګري ترسره کيږي، پداسې حال کې چې دا د برونای، مالیزیا، فیلیپین، تایوان او ویتنام له ادعاوو سره مبارزه کوي.

په ​​منځنۍ اسیا​​کې، بیجینګ په وروستیو کلونو کې په خپلو رسنیو کې د "خپلو" سیمو د بېرته اخېستلو مفکوره په لاره اچولې ترڅو د ځایي خلکو عکس العمل معلوم کړي چې د کتونکو په وينا دا د سیمې د حاکمیت لپاره يو مستقیم ګواښ دی.

بیجینګ د لویو زیربناوو د جوړولو د کمپاين لپاره هم هڅه کوي چې ​​د پوځي او سوداګریزو تاسیساتو د شبکې​​ له لارې د چین اصلي ټاټوبی د افریقې له هون سره لينک کړي.

د دې "د ملغلرو تار" د ستراتیژۍ د یوې برخې په توګه، د چین سمندري لارې له مالدیف څخه بنګله دېش،​​ سریلانکا​​، پاکستان،​​ ایران​​ او سومالیا پورې د څو لویو بندرونو څخه تیریږي.

دوی د ډېرو لویو سمندري تنګ ځايونو څخه تیریږي، چې پکې ​​د باب المندب تنګی​​ (د عربي ټاپووزمې په منځ کې د یمن، او د افریقې په هون کې د جیبوتي او اریتریا)، د ملاکا تنګی (د هند او ارام سمندرونو ترمنځ د بار وړلو اصلي لاره)، د هرمز تنګی (چې ایران له عمان او متحده عرب اماراتو څخه جلا کوي) او د لومبوک تنګی (د بالي او اندونیزیا ټاپوګانو ترمنځ) شامل دي.

د بېجينګ د املاکو نړېوال کمپاين، چې د يو کمربند او يوې لارې نوښت (BRI) او يا يو کمربند، يو سړک (OBOR) په نوم يادېږي، له دغو مهمو بندرونو څخه پېل کيږي، چې د منځني ختيځ، منځنۍ اسيا او افريقې نورو برخو ته رسېږي.

که څه هم، منتقدین خبرداری ورکوي چې د چین سوداګریزې پروژې په ښکاره ډول دوه اړخیزه موخه لري، چې د دې​ مخ په زياتيدونکي​پوځ ته اجازه ورکوي چې خپله لاسرسي پراخه کړي​​.

که چېرې د تایوان په سر په بشپړه کچه شخړه راپورته شي، نو د ملغلرو تار هم بیجینګ ته ګټه او د فشار وسيله ورکوي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500