امنیت

د قرض اخيستونکو پښیماني: د چینایي قرضو ترلاسه کونکي په سختو شرايطو باندې پښيمانه دي

د پاکستان فارورډ لخوا

د چين د دولت صدر شي جين پينګ (ښي اړخ ته) د ۲۰۱۹ کال د اپرېل په ۲۸مه په بېجينګ کې له غونډې مخکې د تاجکستان له صدر امام علي رحمان سره روغبړ کوي. [ماډوکا اکیګامي/ای ېف پي]

د چين د دولت صدر شي جين پينګ (ښي اړخ ته) د ۲۰۱۹ کال د اپرېل په ۲۸مه په بېجينګ کې له غونډې مخکې د تاجکستان له صدر امام علي رحمان سره روغبړ کوي. [ماډوکا اکیګامي/ای ېف پي]

په ټول هیواد کې په ودانیو د نښو او د هغه پروژو له مخې چې د بېجینګ لخوا د ورکړل شوي مرستې او قرضو سره تادیه شوي، په تاجکستان کې د چین سرمايه کاري "د ګډې راتلونکې لپاره" ده.

خو د ملیاردونو ډالرو قرضو سره چې په یو ډول یا بل ډول د بيجينګ قرضداری دی، کتونکي حیران دي ​​چې آيا له دې سره شرايط تړل شوي دي​​.

تاجکستان ۱.۹۸ میلیارده ډالره د چین د صادراتو او وارداتو د دولتي بېنک (ایکسم بېنک) قرضداری دی -- چې د ۲۰۲۲ کال په پېل کې د دغه هېواد د قرضو تقريبا ۶۰ فېصده برخه د بهرنيو قرض ورکوونکو څخه وه.

یوریشیانیټ د جولای په ۲۱ مه راپور ورکړو، په هغه ۱۳۱.۹ ميليونه ډالره قرض کې چې تاجکستان په ۲۰۲۱ کال کې بېرته ورکړی و، ۶۵.۲ میلیونه ډالره چین ته تقريباََ د ۲۲ میلیونه ډالره سود سره ورکړل شول.

د کمبوديا د دفاع وزير تيبان (ګس اړخ ته) او په کمبوديا کې د چين سفير وانګ وينتيان (ښي اړخ ته) د جون په ۸مه د کمبوديا په پريا سيهانوک صوبه کې د ريام سمندري اډې د بنسټ ايښودلو په مراسمو کې ګډون کوي. [پېن بوني/ای اېف پي]

د کمبوديا د دفاع وزير تيبان (ګس اړخ ته) او په کمبوديا کې د چين سفير وانګ وينتيان (ښي اړخ ته) د جون په ۸مه د کمبوديا په پريا سيهانوک صوبه کې د ريام سمندري اډې د بنسټ ايښودلو په مراسمو کې ګډون کوي. [پېن بوني/ای اېف پي]

د هغه وخت د ایران د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف (ګس اړخ ته) د ۲۰۲۱ کال د مارچ په ۲۷مه په تهران کې له خپل چینایي سیال وانګ یي (ښي اړخ ته) سره ګوري ترڅو هغه څه لاسلیک کړي چې دولتي ټلویزیون يې د "۲۵ کالو د ستراتیژیکو همکاریو تړون" په نامه يادوي. [ای اېف پي]

د هغه وخت د ایران د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف (ګس اړخ ته) د ۲۰۲۱ کال د مارچ په ۲۷مه په تهران کې له خپل چینایي سیال وانګ یي (ښي اړخ ته) سره ګوري ترڅو هغه څه لاسلیک کړي چې دولتي ټلویزیون يې د "۲۵ کالو د ستراتیژیکو همکاریو تړون" په نامه يادوي. [ای اېف پي]

په عېن حال کې، د تاجکستان د پارلمان نوي وداني د چین له خوا د ۲۵۰ میلیونه ډالرو په مرسته جوړېږي.

د بیجینګ لخوا د ۱۲۰ ملیونه ډالرو په مرسته د نوي ښار هال جوړیږي.

يو تاجک سیاسي ساینس پوه پروېز مولوجانوف وویل، "دا ټوله ډېره د اندېښنې خبره ښکاري."

هغه یوریشیانیټ ته وویل، "دا یو ډېر خطرناک رجحان دی، په ځانګړې توګه ځکه چې لوی قرضونه هم شتون لري."

"چینایي قرض ترلاسه کول له اور سره لوبې کول دي. په اوس وخت کې، دا د سیاسي او جغرفيايي او سياسي پراختيا لپاره د یوې پلمې په توګه کار کولی شي."

مولوجانوف وویل، "چین د ټولو هېوادونو لپاره معیاري پالیسي لري: دوی اړتیا لري خپل کاري ځواک استخدام کړي، نو دوی د ټولو پروژو د ترسره کولو لپاره خپل خلک او صنعتي سرچینې لیږي."

"چین د خپل صنعت لپاره بازار ته اړتیا لري."

رازداري او ترجيحي چلند

د چین قرضې معمولاً د ټرانسپورټ زیربناوو یا د انرژۍ د پروژو د جوړولو یا ترمیم لپاره غځول کیږي، چې ډېرې یې د بیجینګ د یو کمربند او یوې لارې نوښت (BRI) لاندې راځي. BRI د یو کمربند، یو سړک (OBOR) په نوم هم یادیږي.

خو قرضې دومره خفيه دي چې ډېر وختونه د بېرته ورکولو شرایطو باندې کار کول خورا ستونزمن وي. په ډېرو قضیو کې کار د چین دولتي شرکتونو ته هم سپارل کيږي، او لږې دندې ځایي خلکو ته ورکړل کيږي.

د وخدت-یوون اورګاډي جوړول، چې مرکزي او سویلي تاجکستان له يو بل سره نښلوي، یوه بیلګه ده چې تفصيلات یې له اوږدې مودې راهیسې خفيه پاتې شوي دي.

په ۲۰۱۴ کال کې، ايکسم بېنک موافقه وکړه چې د ریل پټلۍ بشپړولو لپاره د قرضې موده وغځوي.

خو ډپټي فنانس منسټر جمال الدین نورعلییف یوازې د ۲۰۱۵ کال په لومړیو کې خبریالانو ته وویل چې د اورګاډي پټلۍ د بشپړولو لپاره له ايکسم بېنک څخه لږ تر لږه ۶۸ میلیونه ډالره قرضه اخیستل شوې ده.

د ياد راپور له مخې، د چین د اورګاډي جوړولو شرکت ته هم د بيډنګ پروسې پرته د ټهيکې لپاره ټينډر ورکړل شوی و.

کله چې صدر امام علي رحمان د ۲۰۱۶ کال د اګست په میاشت کې د دوشنبې څخه تر کولاب پورې د اورګاډي پټلۍ پرانيسته وکړه، د تاجکستان دولتي رسنیو راپور ورکړو چې د دې پروژې لګښت ۱۲۵ میلیونه ډالره دی.

ځایی رسنیو راپور ورنکړو چې پیسې له کوم ځای څخه راغلې او یا چا ساختماني کار بشپړ کړو.

په ورته ډول، ايکسم بېنک په لومړي سر کې د نږدې ۲۹۰ ملیونه ډالرو قرض تړون لاسليک کړو او د تاجکستان د مرکزي ښار سغد صوبې څخه د دوشنبي – چنک سړک پورې یې د بیارغونې لپاره پراخه هڅې پېل کړې.

پروژه په ۲۰۰۶ کال کې پېل شوه او په ۲۰۱۳ کال کې پای ته ورسېده، او د انجینرۍ لوی شرکت چاينه روډ اينډ بريج کارپورېشن قرارداد ترلاسه کړو -- چې په مؤثره توګه پیسې بېرته چین ته لیږدوي، او د قرض بار په تاجکستان کې پريږدي.

'د پیرودونکي پښیماني'

تاجکستان یوازینۍ بېلګه نه ده چېرې چې چینایي شرکتونه -- او چینایي کارکوونکي -- د چینایي قرضو په مرسته د زیربناوو لویې پروژې جوړوي.

د عرب مرکز واشنګټن ډي سي د جنوري ۲۰۲۱ کال په راپور کې وویل، ډېرو هېوادونو د BRI د منلو او له دې سره​ د قرضو بارونو د انګیرنې​ له امله د "پیرودونکي پښیمانۍ" يوه بڼه محسوس کړې ده.

دغه مرکز وويل، "ډېر په دې باور دي چې بیجینګ د ستراتیژیکو شتمنیو د کنټرول په موخه د 'قرضو دغه جال' جوړوي."

په ياد راپور کې ویل شوي چې "د [BRI په تعقیبولو کې] بیجینګ سرعت او هوډ په مینځني ختیځ کې خورا څرګند دی." دغه راپور يادونه وکړه چې چین "د BRI پورې اړوند پروژو د تمویل لپاره په مینځني ختیځ کې لږ تر لږه ۱۲۳ ميلیارده ډالره لګولي دي".

د چین او پاکستان اقتصادي دهلیز (CPEC) سره د پاکستان تجربه، چې د BRI یوه پاکستانۍ برخه ده، د پیرودونکي پښیمانۍ یوه بېلګه ده.

بیجینګ په وروستیو کلونو کې له اسلام آباد سره د څو میلیاردو ډالرو په ارزښت د بنسټیزو پروژو تړونونه لاسلیک کړي دي، چې په ځایي اوسیدونکو کې يې د چینایي نفوذ په اړه اندیښنې او د شرکتونو د کار کولو کړنو، په ځانګړي توګه چینایي اتباعو ته د پاکستاني کارکونکو په پرتله د ډېرو پيسو ورکولو په اړه خپګان راپورته کړی دی.

د پاکستان په بلوچستان صوبه کې د چین د مخ په زیاتیدونکي نفوذ له امله اندېښنو بلوچ او سندهي وسله وال سازمانونه دې ته هڅولي چې له یو بل سره يو ځای شي، کوم چې دا اندیښنه راپورته کوي چې دغه ګډه ډله به په سیمه کې د تاوتریخوالي فعالیتونه زیات کړي.

​سري لنکا​​ همدارنګه په وروستیو میاشتو کې د چین د قرضو د لوی بار او په دغه هېواد کې د سیاسي او اقتصادي سیسټمونو د سقوط له امله په رسنيو کې د بحث مهمه موضوع جوړه شوه.

د تاجکستان د ۶۰ فيصده قرض په پرتله -- سريلانکا په خپل ټول بهرني قرض کې يوازې ۱۰ فيصده له چین څخه اخيستی دی.

مارک ليملي، چې په سټینفورډ يونيورسټۍ کې د قانون، ساینس او ټیکنالوژۍ د پروګرام ډايريکټر دی، CNN ته په ۲۰۲۰ کال کې وويل، "له چین سره سوداګري کول ډېر سخت کار دی."

"مخ په زیاتیدونکی احساس هم شتون لري چې له چین سره په سوداګرۍ کولو کې د ستونزو نه ډک اخلاقي جوړجاړې شامل دی."

پوځي پراختيا

په حقيقت کې، په ټوله نړۍ کې په بندرونو کې د چینایي پوځي اډو جوړول ښيي چې بیجینګ څنګه ​د لوی پوځي تسلط ترلاسه کولو لپاره​ په هېوادونو کې خپله اقتصادي 'سرمايه کاري' کوي.

چین په مهمو برخو کې د سوداګریزو بندرونو تاسیسات جوړوي چې د دې پراخېدونکی سمندري ځواک يې په چټکۍ سره کارولی شي.

دا ټول د بیجینګ "د ملغلرو د تار" ستراتیژۍ یوہ برخه ده چې د پوځي او سوداګریزو تاسیساتو د شبکې له لارې د افریقې له هارن سره د چین اصلي ټاټوبی ونښلوي.

د واشنګټن ډي سي عرب مرکز راپور یادونه وکړه، "په داسې حال کې چې په منځني ختیځ کې د چین د ښکېلتیا ستراتیژي ښایي ښه وګڼل شي، په حقیقت کې دا په منځني ختیځ کې د چین د پوځي او سفارتي پروفایل له پراخولو سره څنګ په څنګ روانه وه."

د جنورۍ په نیمایي کې، تهران اعلان وکړو چې دا له چین سره د ۲۵ کلن ​هراړخیز ستراتیژیکو همکاریو تړون​ پلي کول پېلوي، چې تېر کال لاسلیک شوی و.

د تړون د شرایطو له مخې، ایران به د ۴۰۰ ملیارد ډالرو په ارزښت د پانګونې پروژې پېلولو له لارې په BRI کې شامل شي.

که څه هم دا معامله په ښکاره ډول سوداګریزه بڼه لري، ​​د ایران په جاسک او چابهار بندرونو کې د چین سرمايه کاري​​ به د دې ګړندۍ وده کونکي سمندري ځواک ته اجازه ورکړي چې خپله لاسرسي پراخه کړي.

وال سټريټ ژورنال (WSJ) په ۲۰۱۹ کال کې د متحده ایالاتو او متحدینو چارواکو په حواله راپور ورکړو، په بل مثال کې، چین له کمبوډیا سره یو پټ تړون لاسلیک کړو ترڅو خپل سمندري ځواک ته په دغه هېواد کې د اډې کارولو اجازه ورکړي.

د چین او کمبوډیا دواړو چارواکو دا راپورونه رد کړل او دا يې "جعلي خبرونه" او "افواه" وبلله.

واشنګټن پوسټ د جون په ۶ مه نېټه د لوېدیځو چارواکو په حواله راپور ورکړو چې چین په پټه په کمبوډیا کې د خپل پوځ د ځانګړې استفادې لپاره په کمبودیا کې سمندري تاسیسات جوړوي.

د تېر کال په وروستیو کې، متحده عرب اماراتو وروسته له هغې حيرانه شوه کله چې د متحده آيالاتو استخباراتي ادارو په ډاګه کړه چې​​چین په خفيه توګه په خلیفه بندر کې يوه وداني جوړوي چې ښکاري پوځي تاسیسات وي​.

وال سټریټ ژورنال د نومبر په میاشت کې راپور ورکړو چې د اماراتو حکومت خبر نه و چې هغه کښتۍ چې د تجارتي کښتیو په بڼه بندر ته ننوځي په حقیقت کې هغه کښتۍ وې چې د چین پوځ يې د سیګنالونو د استخباراتو راټولولو لپاره کاروي. د دغه څرګندتيا څخه وروسته ساختماني کار ودرول شو.

په استوایي ګینا کې د چین د پوځي اډې لپاره د چین د پلانونو په اړه د تېر دسمبر په میاشت کې د والټ سټريټ ژونال د بل راپور په ځواب کې، د چین دولتي ټلویزیون ګلوبل ټایمز د خلکو د آزادۍ پوځ (PLA) ​"په ځینو لرې اوبو کې د پښې ټینګولو" اړتیا بیا تکرار کړه،​ پداسې حال کې چې د چین بهرنۍ ګټې پراخیږي.

د ۲۰۱۹ کال په راپور کې، د متحده آيالاتو او د چین د اقتصادي او امنیتي بیاکتنې کمیسیون یادونه وکړه چې د بیجینګ د BRI د ترویج موخه د "پوځي همکارۍ زیاتول او د خپل سانسور او څارنې ټیکنالوژیو صادرول" دي.

ياد راپور زیاته کړه، "د چین BRI د خلکو د آزادۍ پوځ د بهرني حضور د پراخیدو تر شا د روښانه تنظیم کونکي مفهوم په توګه راڅرګنده شوې ده."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 1

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

چین او روسیه د ګردې نړۍ لپاره د سرطان د مرض حیثیت لري. مونږ له نړۍ والې ټولنې څخه غواړو چې د روسیې او چین او بالخصوص د چین د پراختیا غوښتنې پر وړاندې ودرېږي.

ځواب