امنیت

د چین غیر موثر پوځي تجهیزات په پاکستان کې د سر درد لامل کیږي

د زرک خان له خوا

پي اېن اېس تیمور، چې د چین لخوا د پاکستان لپاره جوړ شوي د څلورو ډوله 054A/P بېړیو څخه دویمه ده، د جون په ۲۳مه د شانګهای په هوډونګ-ژونګوا شپ یارډ کې ولاړه ده. [د پاکستان سمندري ځواک]

پي اېن اېس تیمور، چې د چین لخوا د پاکستان لپاره جوړ شوي د څلورو ډوله 054A/P بېړیو څخه دویمه ده، د جون په ۲۳مه د شانګهای په هوډونګ-ژونګوا شپ یارډ کې ولاړه ده. [د پاکستان سمندري ځواک]

اسلام آباد -- بیجینګ تېره هفته د پاکستان د سمندري ځواکونو لپاره د جوړو شویو څلورو څو اړخیزو بېړیو څخه دویمه جوړه کړه، خو څیړونکو په چټکۍ سره په نورو، زړو چینایي جنګي بېړیو کې لویې نیمګړتیاوې په ګوته کړې.

د پي اېن اېس تیمور، چې د 054A/P ډوله کښتۍ ده، پرانيسته د جون په ۲۳مه د شانګهای په هوډونګ-ژونګوا شپ یارډ کې وشوه.

د چین دولتي رسنۍ ګلوبل ټایمز له مخې، د ډول 054A/P لومړۍ بېړۍ، پي اېن اېس طغرل، د جنورۍ په میاشت کې د پاکستان د سمندري بیړیو سره یوځای شوه.

په پاتې دوو باندې په چین کې کار روان دی.

دا بېړۍ د دې لپاره ډیزاین شوې چې له ځمکې څخه ځمکې او له ځمکې څخه هوا ته توغندي په اوږده فاصله کې وتوغوي او د ګڼ شمېر ګواښونو په چاپیریال کې کار وکړي.

صدر عارف الرحمان علوي د پي اېن اېس طغرل د سپارلو په مهال وویل، د 054A/P ډوله بېړۍ به د پاکستان د سمندري زونونو امنیتي جوړښت پیاوړی کړي.

دغه کښتۍ به د چین او پاکستان اقتصادي دهلیز (سي پېک) د سمندري لارو په ساتنه کې هم مرسته وکړي. ​​سي پېک د چین د جنجالي بیلټ او سړک نوښت (بي آر آی) یوه پاکستانۍ برخه ده،​​چې د يو بېلټ یو روډ (اوبور) په نوم هم يادېږي.

د سمندري ځواک مشر محمد امجد خان نیازي په دې وخت کې وویل، د پاکستان د سمندري ځواکونو مسؤلیتونه د سي پېک له پېل راهیسې او د دې سره وابسته د سمندري املاکو او د ګوادر بندر له پراختیا سره څو چنده زیات شوي دي.

د چینایي پوځي تجهیزاتو نیمګړتیا

د دفاعي څېړنيزو موسسو له مخې، په هرصورت، پاکستان لا مخکې نه لږ تر لږه په څلورو کښتيو کې د جدي تکنيکي ستونزو سره مخ دی چې په ۲۰۰۹ کال کې د چینایي کښتۍ جوړونکو شرکتونو لخوا جوړې شوي وې.

د ایتالیې د Geopolitica.info لخوا د جون په ۱۴مه د راپور له مخې، د پاکستان څلور چینایي F-22P بېړۍ "د پاکستان د سمندري ځواکونو افسرانو او کسانو لپاره ستونزې رامنځته کوي کوم چې د بحيره عرب او بحيره هند په ناکراره اوبو کې د دوی د فعال ساتلو دنده لري".

Geopolitica.info په ورته راپور کې وویل، درې بېړۍ په بیجینګ کې د چین د کښتۍ جوړونې سوداګرۍ شرکت څخه اخیستل شوي، پداسې حال کې چې یوه په کراچۍ کې د ټیکنالوژۍ د لیږد تړون په توګه جوړه شوې وه.

دغه کښتۍ د ۲۰۰۹ او ۲۰۱۳ کلونو ترمنځ پاکستان ته د ۷۵۰ میلیونو ډالرو په ارزښت د چین سره په ۲۰۰۵ کال کې د تړون لاندې وسپارل شوې.

Geopolitica.info راپور ورکړو، "د بېړۍ له سپارلو وروسته، د پاکستان سمندري ځواکونو وموندله چې د FM90 (N) توغندي سیسټم د عکس اخیستلو وسیله په ډسپلی کې د ناسمې نښې له امله خرابه وه."

دغه سیسټم د هدف د نښه کولو توان نه لرلو.

دغه څېړنيزې موسسې وموندل، سربېره پردې، د کښتیو د لټون او تعقیب راډارونه هغه شان کار نه کوي لکه څنګه چې پکار وه، او په بېړۍ کې د یو بیرل 76mm ټوپک هم خراب و.

د کښتیو ډیزلي انجنونو د لوړ ټربو چارجر د خارج درجه حرارت له کبله ډېر کم سپيډ لرلو.

Geopolitica.info وموندل، "خرابو مهمو پرزو او د چینایي تولید کونکو ضعیف خدماتو د پاکستان سمندري ځواک دې ته اړ کړو چې دا څلور بېړۍ د خراب عملیاتي وړتیا سره استعمال کړي، ​​چې د ماموریت په ځینو کلیدي اهدافو باندې جوړ جاړی کوي ​​ د کومو لپاره چې دا کښتۍ په لوړه بیه اخېستل شوې وې."

کمزوري وسلې

پاکستان له اوږدې مودې راهیسې د چینايي پوځي تجهیزاتو په برخه کې ستونزې لري.

د هند اکنامیک ټایمز په هغه وخت کې د نامعلومو سرچینو په حواله راپور ورکړو، د فبرورۍ په میاشت کې، د پاکستان پوځ په VT-4 کې د کیفیت او اعتبار مسلې وموندلې. VT-4 د چین شمالي صنعت کارپوریشن (نورینکو) لخوا د بهرنیو صادراتو لپاره جوړ شوی یو مهم جنګي ټينک دی.

پاکستان له چین څخه د وارد شوي 203mm درنې توپخانې په برخه کې هم ستونزې لري.

د دفاعي چارو شنونکو په ځانګړی توګه د چين له خوا د جوړو شويو جنګي بېړيو د خرابوالي په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده.

په اسلام آباد کې مېشت یو لوړپوړي دفاعي شنونکي ​​د اسلام آباد او بیجینګ ترمنځ د اړیکو د حساسیت له امله​​د نوم نه ښودلو په شرط وویل، "پاکستان د سمندري سرحدونو په دفاع کې د خپل سمندري ځواک د پیاوړتیا لپاره له چین څخه جنګي بېړۍ واخیستې."

هغه وویل، "دا د هېواد د امنیت مسله ده، او زه وړاندیز کوم چې پاکستان باید د چین پر ځای له متحده ایالاتو سره خپلې اړیکې بیا پېل کړي ترڅو د هېواد دفاع ښه شي."

الکساندر وووینګ، چې د هاوایې په هونولولو کې د Daniel K. Inouye د آسیا او آرام سمندر د امنیت مطالعاتو په مرکز کې پروفیسور دی، د جون په میاشت کې یوروایشیین ټایمز ته وویل، "د چین لخوا جوړ شوي وسلې یوازې په تخنیکي لحاظ سره کمزوري ندي، بلکې ​دوی، د متحده آيالاتو او د هغه د ډېرو متحدینو د وسلو برعکس،​د جګړې په ډګر کې هم ازمويل شوي ندي."​

هغه وويل، د چين د پوځي تجهيزاتو د ډېرو پېرودونکو لپاره، اصلي لاملونه "بيه او سياست دی، چې کرپشن پکې مهم رول لوبوي."

"د مثال په توګه، چین کولی شي د لوړ تخفیف سره یا د تدارکاتو مسؤل چارواکو او منځګړيو کسانو ته په رشوت ورکولو سره په ټیټه بیه وسلې وړاندې کړي."

غير مطمين پیرودونکي

پاکستان لومړنی هېواد نه دی چې ​​د چين ناسم پوځي تجهیزات ​​ او جنګي بیړۍ لري.

د ګلوبل ډیفنس کارپ وېب پاڼې د ۲۰۲۱ کال د مارچ په مياشت کې راپور ورکړو، د مثال په توګه، الجزایر په څو میاشتو کې درې چینایي جوړ شوي CH-4B جنګي بې پیلوټه الوتکې له لاسه ورکړې.

د هالنډ د اوریکس پوځي خبري ویب پاڼې د جنورۍ په میاشت کې راپور ورکړو چې د اردن شاهي هوایي ځواک خپل CH-4B په ۲۰۱۹ کال کې د دوی له اخیستلو څخه یوازې درې کاله وروسته خرڅ کړو. سعودي عرب احتمالي پیرودونکی و، که څه هم د دوی د منزل په اړه راپور نه دی ورکړل شوی.

CH-4B د چین فضا ساینس او ټیکنالوژۍ شرکت لخوا تولید شوي دي.

د هند Timesnownews.com وېب پاڼې د تېر نومبر په مياشت کې راپور ورکړو، د بنګله دیش هوایي ځواک وموندل چې 23 نانچینګ PT-6 بنيادي روزونکې الوتکه، چي دوی د چین له ملي ایرو ټیکنالوژۍ وارداتو او صادراتو کارپوریشن څخه ترلاسه کړې وه، خرابه وه.

په ورته وخت کې، په ۲۰۱۶ کال کې، کینیا له چین څخه زغره لرونکي پرسونل وړونکي ګاډي (APCs) واخیستل ترڅو د دندې په لیکه کې د سرتیرو ساتنه وکړي.

په نیروبي کې یوې خبري وېب پاڼې Tuko د ۲۰۱۸ د اګست په مياشت کې راپور ورکړو، د کینیا د حکومت ډاډ چې دغه ګاډي کولی شي د چاودنو په وړاندې مزاحمت وکړي او ژوند وژغوري، دروغ ثابت شوی دی.

Tuko راپور ورکړو چې د الشهاب ترهګرې ډلې لخوا د سړک غاړې ماینونو په مکرر ډول په چینایي APCs کې سپاره د کینیا سرتیري وژلي دي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 11

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

لږ ترلږه یو معتبر سرچینه ورکړئ نو دروغ یو څه د باور وړ وي. ټولې د چین پر ضد سرچینې دي؟؟

ځواب

داسې ښکاري چې دا مقاله د یو متعصب هندي لیکوال لخوا لیکل شوې ده.

ځواب

د نړۍ ترټولو لوی جعلي رسنۍ د هند دي. او هند پخپله یو ترهګر هېواد دی. دا هېواد د هندو افراطي ترهګرو او جاهلانو اډه ده. دوی نشي کولی له چین سره سیالي وکړي. دا ټولي خبري بې بنياده او فرضي دي. پاک پوځ زنده باد پاکستان زنده باد پاک چین دوستي زنده باد

ځواب

د هند د اسراییلو تبلیغاتي چینل

ځواب

امریکا هېڅکله هم له پاکستان سره مخلصه نه ده. له هند سره د جګړې په صورت کې، دا په بهانې کولو سره د پرزو او اړینو وسلو اکمالات بندوي. موږ باید په خپلو پښو ودریږو.

ځواب

تبصرې کولو ته اړتیا نشته ځکه چې د هندي رسنیو څخه د دې ډول فضول خبرو تمه کیږي..

ځواب

ښه، خو هغه څېړنيز سازمانونه چې تاسو ورته اشاره کړې ټول په نړیواله کچه د چین پر ضد دي او یقیناً هغه هېوادونه به دغه ډول پروپيګنډې ته دوام ورکړي. ترڅو چې له امریکا سره د اړیکو او له امریکا څخه د دفاعي تجهیزاتو د اخیستلو خبره ده، نو امریکا یا خو خپله معامله کوي یا یې په یو یا بل شي سره مشروط کوي، نو د امریکا تړون د پاکستان لپاره د سر درد ګرځي.

ځواب

F-22 P د پاکستان په سمندري ځواک کې مهم رول لوبوي او دا الوتکې په پوره پیمانه د جګړې وړتیا لري؛ ستاسو تجزیې دا په ډاګه کړې چې چینایي ټیکنالوژي صفر ده، چې بالکل غلطه خبره ده.

ځواب

F-17 د پاکستان او چین لخوا جوړ شوی دی. ځینې هېوادونو د مخکې نه اخيستې دي او ډېر هیوادونه يې د اخیستلو غوښتنه کوي.

ځواب

هند یوازې د JF-17 تنډر ننداره لیدلې ده؛ دا پېښه په بالاکوټ کې رامنځته شوې وه.

ځواب

چین دا په زور نه ورکوي؛ هر هېواد د خپلو منابعو او ستونزو په رڼا کې پریکړه کوي. په هرصورت، چینایي ټیکنالوژي دومره بده نه ده.

ځواب