زده کړه

په کویټه کې د ایران غیرقانوني سکولونه د "ملي امنیت" مسله ګڼل کيږي

د زرک خان له خوا

چارواکو د بلوچستان صوبې په کویټه کې د جون په ۱۱ مه په دغه ښار کې هغه سکول بند کړو کوم چې د ایران وګړو په غیرقانوني توګه چلوو. [د کويټې اسسټنټ کمشنر]

چارواکو د بلوچستان صوبې په کویټه کې د جون په ۱۱ مه په دغه ښار کې هغه سکول بند کړو کوم چې د ایران وګړو په غیرقانوني توګه چلوو. [د کويټې اسسټنټ کمشنر]

کویټه -- سياستدانان او ښوونکي په بلوچستان کې د هغو شپږو ایراني سکولونو د تړلو له امله د صوبايي چارواکو ستاینه کوي کومو چې په غیرقانوني ډول په کویټه ښار کې يې فعالیت کولو او غیر تصویب شوی نصاب يې کارولو.

چارواکو د شنبې په ورځ (د جون په ۱۲ مه) د کویټې په شیعه سیمه کې دغه سکولونه بند کړل.

د کویټې د اسسټنټ کمشنر محمد زوهېب الحق وویل، "په دې سکولونو کې بهرنی نصاب تدریس کیدو چې دا د هیواد د موجوده قوانینو په ښکاره توګه سرغړونه ده." هغه زیاته کړه چې د سکولونو ښوونکي او د انتظاميې کسان ټول ایراني اتباع وو.

هغه زياته کړه، چارواکي د څلورو نورو بهرنيو سکولونو تحقيقات کوي کوم چې د بهرني نصاب تدريس کوي.

د هغه سکول په ديوال باندې د ايران د مشرانو انځورونه ښودل شوي کوم چې د ایران وګړو په غیرقانوني توګه چلوو. [د کويټې اسسټنټ کمشنر]

د هغه سکول په ديوال باندې د ايران د مشرانو انځورونه ښودل شوي کوم چې د ایران وګړو په غیرقانوني توګه چلوو. [د کويټې اسسټنټ کمشنر]

د بلوچستان د پرايويټ تعلیم انسټیټیوټ د راجسټریشن او تنظیم قانون له مخې کوم سکولونه چې په صوبه کې فعاليت کوي هغه باید د صوبايي حکومت سره راجسټر شي.

په کويټه کې د یو سرکاري سکول پرنسپل فدا خان وویل، د پاکستان د زده کړې بورډونه ایراني نصاب نه مني، چې دا په دې معنی ده چې د بند شویو سکولونو زده کونکي باید د نور تعليم لپاره ایران ته لاړشي.

خان وويل، "پاکستان بايد د ايراني سکولونو شتون او د ايراني افراطیت درسي کتابونه د ملي امنيت مسله وګڼي او د لوړې کچې پلټنې پيل کړي."

د کویټې ښار یو امنیتي چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط وویل، "د پاکستان په کورنیو چارو کې د تهران زیاتیدونکی نفوذ په هیواد کې فرقه یي شخړه رامينځته کوي."

هغه وویل، "په سوریه کې په زینبیون بريګېډ کې د ګډون لپاره د پاکستان د شیعه ټولنې د ځوانو غړو ګمارل او په ټولنیزو رسنیو کې د غلطو معلوماتو او نفرت خپرول د تهران د هغو نوښتونو یوه برخه ده چې پاکستان ته د ایران انقلاب صادروي."

د پاکستان د قانون پلي کونکو ادارو د تهران په هغه ملاتړي ملېشو ډلو باندې خپل بریدونه سخت کړي دي چې شیعه ځوانان په سوریه کې د جګړې لپاره استوي او په درجنونو هغه کسان يې نيولي دي کوم چې د زینبیون بریګېډ سره تړاو لري.

د تير اګست په مياشت کې، فدرالي حکومت په خاتم الامبیا، چې يوه وسله واله ډله ده، له دې کبله بندیز ولګوو چې دا ځوانان سوریې ته استوي چې د ايران په ملاتړ له هغه جګړمارو سره يو ځای وجنګيږي کوم چې د سوريې حکومت د ځواکونو سره مرسته کوي.

نفرت ته وده ورکول

نړیوالې ډلې وایي چې د ایران د سکولونو نصاب او د دې درسي کتابونه د سني مسلمانانو، غیر مسلمانانو او ښځو پروړاندې کرکې ته وده ورکوي او تاوتریخوالی رامينځته کوي.

د فبرورۍ په میاشت کې د بدنامۍ ضد ډلې، چې په نيويارک کې د نفرت ضد سازمان دی، لخوا په خپره شوې مطالعه کې راغلي دي، د ایران درسي کتابونه "د دفاع تیاری" تر سرلیک لاندې ټول کورسونه تدریس کوي، او د نصاب په نورو اړخونو کې د وسله والو پیغامونه شتون لري، چې په دې کې د تاریخ او دیني زده کړو دواړو درسونه شامل دي.

د ایران د هايي سکول، مډل سکول او ايلمېنټري سکول درسي کتابونو د نږدې ارزونې پراساس، دغه مطالعې دا هم په ګوته کړه چې د ۲۰۲۰-۲۰۲۱ تعلیمي کال لپاره د ایران دولتي نصاب "په کلکه ځوانان نظامي کوي او جګړې ته یې تياوري."

د ایران درسي کتابونه د هغه ځوانانو هم ستاينه کوي کوم چې د ایراني انقلاب د ساتلو یا صادرولو لپاره خپل ژوند قرباني کوي.

په دغه مطالعه کې راغلي، "اکثر په دې کې هغه کوچني سرتیرو ته د اتل مقام ورکول شامل دي کوم چې د ایران او عراق جګړې پرمهال په ټکان ورکونکو حالاتو کې جنګیدلي او مړه شوي وو یا ماشومان ښایي چې د راکټ لانچر په ګډون جنګي وسلي لري."

یوه بله څیړنه چې د فریډم هاوس لخوا خپره شوې وه، چې په واشنګټن ډي سي کې يوه څيړنيزه موسسه ده په مارچ ۲۰۱۸ کال کې وموندله چې تهران د دغه هیواد ماشومانو ته د "ښځو او اقليتونو په وړاندې د تبعیض" ښوونه کوي، چې غیر مسلمانانو که د نفرت نه خو د شک په سترګه وګوري، او د رژیم ديني نظریې ته وده ورکړي".

په دغه څيړنه کې راغلي، "تبعیض او نه زغم د ايران په کتابونو او مرکزي نصاب کې په هر يو مضمون کې په دوامداره توګه شتون لري."

"دا نه په تصادفي ډول دي او نه په خال خال ځايونو کې شتون لري. دا هغه ارزښتونه دي چې رژیم يې په قصدي ډول د هیواد په سکولونو کې شاملوي."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500