امنیت

د ایران 'سایبر تروریزم' په سوشل ميډيا او د خبرونو په ویب پاڼو باندې پاکستانيان په نښه کوي

د عبدل غني کاکړ لخوا

یو وروستي راپور څرګنده کړه چې ایران په پاکستان کې د غلطو معلوماتو درې ویب پاڼې او په افغانستان کې څلور ويب پاڼې چلوي. [سوميل کمار]

یو وروستي راپور څرګنده کړه چې ایران په پاکستان کې د غلطو معلوماتو درې ویب پاڼې او په افغانستان کې څلور ويب پاڼې چلوي. [سوميل کمار]

کويټه -- پاکستاني چارواکي او امنیتي شنونکي خلکو ته د هغه پروپيګنډې د خبرونو د ویب پاڼو او د ټولنیزو رسنیو د اکاونټونو په اړه خبرداری ورکوي چې د ایران لخوا کارول کیږي او په پاکستان کې خپل ناوړه نفوذ خپروي.

دا خبرداری د رویټرز لخوا د ځانګړو راپورونو په رڼا کې ورکړل شوی چې له ۷۰ څخه زیات ویب پاڼې یې په ګوته کړې چې په ۱۵ هیوادونو کې د ایران پروپيګنډې ته وده ورکوي، چې په دې کې درې ويب پاڼې په پاکستان کې او څلور په افغانستان کې دي.

د نومبر په ۳۰ مه په خپور شوي راپور کې ويلی شوي چې "دا ویب پاڼې په ګوته کوي چې په ټوله نړۍ کې سیاسي فعالین څنګه غلط او دروغ معلومات خپروي څو د خلکو خيالات متاثره کړي."

دا ويب پاڼې داسې خبرونه وړاندې کوي او داسې جوړې شوي وې چې د سیمه ایزو رسنیو په شان ښکاري.

د ایران د پروپيګنډې ویب پاڼې د یوې مقالې سکرين شاټ. د دې سایټونو په ډیرو موخو کې يوه موخه د ایران مخالفین، سعودي عرب او اسراییل، کمزوري کول دي. [فايل]

د ایران د پروپيګنډې ویب پاڼې د یوې مقالې سکرين شاټ. د دې سایټونو په ډیرو موخو کې يوه موخه د ایران مخالفین، سعودي عرب او اسراییل، کمزوري کول دي. [فايل]

د دغو سایټونو یوه بله موخه د ایران ملاتړي ډلو ته وده ورکول دي. په دې مقاله کې، رسنۍ هڅه کوي چې د فاطميون ډويژن، چې د افغان وګړو یوه ملېشه ده او په سوریه کې جګړه کوي، مثبت انځور وړاندې کړي. د ایران د پروپيګنډې ويب پاڼې هم زینبیون بريګيډ ته وده ورکوي، چې يو ورته تنظیم دی او په پاکستانيانو مشتمل دی. [فايل]

د دغو سایټونو یوه بله موخه د ایران ملاتړي ډلو ته وده ورکول دي. په دې مقاله کې، رسنۍ هڅه کوي چې د فاطميون ډويژن، چې د افغان وګړو یوه ملېشه ده او په سوریه کې جګړه کوي، مثبت انځور وړاندې کړي. د ایران د پروپيګنډې ويب پاڼې هم زینبیون بريګيډ ته وده ورکوي، چې يو ورته تنظیم دی او په پاکستانيانو مشتمل دی. [فايل]

سحر، چې په اردو ژبه کې د ایران د پروپيګنډې ويب پاڼه ده. [فايل]

سحر، چې په اردو ژبه کې د ایران د پروپيګنډې ويب پاڼه ده. [فايل]

د مثال په توګه، د خبرونو يوه بله ویب پاڼه چې د یو بل لویدیځ سهار په نامه ياديږي او موخه يې "پټ حقيقت" دی، د پاکستان رسمي چارواکي دهوکه کړل چې اسراییلو ته ايټمي ګواښ وکړي.

په ۲۰۱۶ کال کې، دې ویب پاڼې یوه غلطه کیسه خپره کړه چې د هغه وخت د پاکستان د دفاع وزیر خواجه آصف يې مجبوره کړو او په ټویټر يې خبرداری ورکړو چې پاکستان د اسراييل د ویجاړولو لپاره ايټمي وسلې لري. هغه معلومه کړه چې دا کيسه د ایراني عملیاتو یوه برخه وه کله چې رویټرز د هغوی سره اړیکه ونیوله.

آصف، چې سږکال په لومړیو کې یې حکومت پريښودو، وویل، "دا د زده کړې تجربه وه." "خو یو کس پوهیدی شي چې دا ډول پيښې رامنځته کيدی شي، ځکه چې جعلي خبرونه زيات شوي دي. دا یو داسې څيز دی چې اوس يې هر څوک کولی شي، چې خورا خطرناکه ده."

د ایراني پروپيګنډې سره مبارزه کول

پاکستان د ایراني پروپيګنډې د کمپاین سره د مبارزې لپاره ګامونه پورته کوي او چارواکي دا "سایبر تروریزم" ګڼي چې په پاکستان کې نا امني او فرقه واريت ته هوا ورکوي.

په اسلام آباد کې د استخباراتو يو سينير چارواکی، چې د دفاع وزارت په سایبر امنیتي ډويژن کې تعينات دی، د دسمبر په ۱۸ مه پاکستان فارورډ ته وويل، "زموږ تجزيې او کتنې تایید کړه چې د ایران د پروپيګنډې شبکې په لويه کچه خلک، په ځانګړي توګه د شیعه اقليت غړي، په نښه کوي چې هغه پالیسو او نړیوالو نظرونو ته وده ورکړي چې په سيمه کې د ایران ستراتیژیکي ګټو ته وده ورکوي."

هغه وويل، "موږ په هېواد کې د سايبر تروریزم د کنټرولولو لپاره یوه جامع او دورانديشه ستراتیژي غوره کړې ده." "زموږ په سایبر امنیتي ډويژن کې کارکوونکي ټیمونه د تصديق او خبردارۍ سمارټ نظام سره لينک دي او د پاکستان مخابراتي اداره (پي ټي ای) هم د دې ټیمونو ته تخنیکي مرستې چمتو کوي."

هغه وضاحت وکړو، "په تيرو دوو کلونو کې، موږ د پاکستان پر ضد په سلګونو ويب پاڼې بندې کړي او د زرګونو ټولنيزو رسنيو اکاونټونو په وړاندې مُو ګامونه پورته کړي دي." "د ایران پروپيګنډې سره د مبارزې لپاره ټولې هڅې ترسره کیږي، او زموږ د ټولنیزو رسنيو د څارنې ټیمونه د ټولو اړوندو سايټونو په کلکه څارنه کوي."

دغه چارواکي وويل چې د ټولنیزو رسنیو زياتيدونکی استعمال د پروپيګنډې په خپرولو کې مهم رول لوبوي. پي ټي ای د دې سره د مبارزې لپاره د پوهاوي ځانګړی کمپاین ترسره کوي او د جرمونو لپاره د ټولنيزو رسنيو د استعمال په اړه عام وګړو ته خبرداری ورکوي.

هغه وویل، "موږ خلکو ته ویلي چې په ټول هیواد کې د فیسبوک، ټویټر، یوټیوب او نورو ويب پاڼو په ګډون د پروپيګنډې مواد اپلوډ کول او شریکول د قانون د مختلفو برخو په رڼا کې یو جدي او د سزا وړ جرم دی."

په اسلام آباد کې د معلوماتو د وزارت چارواکي، احسن حبيب، پاکستان فارورډ ته وویل، "د ټولنیزو رسنیو له لارې د پروپيګنډې کمپاین زموږ لپاره خورا ستونزمن دی، ځکه چې دا د هغو کسانو د نظرونو په بدلولو کې خورا مهم رول لوبوي چې لږ لیک لري او د ټولنیزو رسنیو د کارولو په اړه هیڅ معلومات نه لري."

پاکستان یوازینی هیواد نه دی چې د ایران د غلطو معلوماتو کمپاین لخوا د ګواښ لاندې راغلی دی.

حبیب وویل، "دا د ټولې سیمې لپاره يو نوی ګواښ دی ځکه چې د سولې او جمهوریت ضد عناصر اوس خپل ټول کمپاینونه د ټولنیزو رسنیو له لارې او د هغو خبرونو ویب پاڼو له لارې چلوي چې رسمي ریکارډ نه لري."

هغه وویل، د سایبر تروریزم سره د مبارزې لپاره د فدرالي تحقیقاتو اداره (ايف آی ای) او نور متعلقه چارواکي ژمنه لري او په فعاله توګه د وضعیت څارنه کوي.

هغه وويل، "پاکستان به هيڅکله يو فرد يا ډلې ته اجازه ورنه کړي چې د دې ستراتيژيکې ګټو ته زيان ورسوي." هغه زياته کړه، "موږ د دغو عناصرو د لرې کولو لپاره ډېر ښه سيسټم لرو چې د بهرنيو ګټو د پراختيا لپاره دلته کې سوشل ميډيا کاروي."

حبیب زیاته کړه، "ایران او سعودي عرب په سیمه کې دوه مخالفين لري، او دواړه هڅه کوي چې د یو بل ګټو ته د زيان رسولو لپاره يو بل ته موقع ور نه کړي."

پوهاوي رامنځته کول او د پاکستان د ګټو ساتنه کول

چارواکي او شنونکي وايي، د ټولنیزو رسنیو اکاونټونو او انټرنټ ته د موبايل لاسرسي دا ډيره ستونزمنه کړې چې د ایران دا پروپيګنډې په ګوته کړو او مخه یې ونیسو.

خو پاکستان د دې ستونزې د مخنیوي لپاره قانوني ګامونه پورته کوي.

محمد عمران، چې په راولپنډۍ کې د تروریزم ضد يو سينير چارواکی دی، وویل، "په پاکستان کې، کارونکي په پراخه کچه د موبايل شبکو له لارې ټولنیز رسنیو ته لاس رسی لري." "له دې کبله، په نورو ګامونو کې،پي ټي ای ډیربز -- د موبايل د پیژندلو، رجسټر کولو او بلاک کولو نوی سیسټم -- هم يو څو میاشتې وړاندې پیل کړو."

هغه پاکستان فارورډ ته وویل، پي ټي ای او د قانون پلي کونکو ادارې ډیربز نظام کاروي چې په غير قانوني توګه د موبايل فونونو د دارآمد کولو مخه ونیسي او د ټولو موبايل فونونو ثبت کول ضروري وګرځوي.

عمران وویل، ګڼ شمير پاکستانيان توان نه لري چې د مشروع معلوماتو او غلطو معلوماتو، چې د موبايل ټیکنالوژۍ د غیرقانوني کارولو له لارې خپاره شوي وي، تر مینځ توپیر وکړي. "دوی، له دې امله، د ایران او د پروپيګنډې د نورو شبکو په لاس ورتلی شي."

هغه وویل، د عامه پوهاوي د لوړولو لپاره، پي ټي ای په هیواد کې د موبايل ټولو صارفينو ته په دوامداره توګه د پوهاوي پیغامونه استوي.

عمران وویل، "د تحقیقاتو په جریان کې، زموږ ټیمونو ګڼ شمير شواهد وموندل چې زموږ په هیواد کې د ایران پروپېګنډه ثابتوي." "دا وخت دی چې په دښمن باندې نظر وساتو، کوم چې شتون لري او زمونږ د تل پاتې سولې موخې ته د زيان رسولو لپاره يوه موقع هم نه ضايع کوي."

جعلي ريښې

په کويټه کې يو سينير استخباراتي چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط پاکستان فارورډ ته وویل، د امام مهدي د پيروکارو نړیواله شبکه (جي نېم) په نامه وټس ايپ ګروپ د ايران په ټولنیزو رسنیو ګروپونو کې هغه يو ګروپ دی چې د پاکستان خلک، په ځانګړي توګه د شيعه ټولني غړي، په نښه کوي.

دغه چارواکي وويل، د جي نېم وټس ايپ ګروپ مدیر د ایران د موبایل شبکې نمبر لري او د "ميرمن موساوي" سره تعلق لري. کيدی شې چې دا نوم یو عرف وي.

په دې ګروپ کې پوسټ شوي پيغامونه ادعا کوي د جي نېم موخه د شیعه ګانو او غير شیعه ګانو يوه نړیواله شبکه جوړول دي چې د ایران ګټو ته وده ورکړي.

هغه وویل، دا وټس ایپ ګروپ همدغه شان کارونکي هڅوي چې هغه يو بلاګ وګوري چې د ایران لخوا جوړ شوي شیعه اسلام ته وده ورکوي.

دغه چارواکي وضاحت وکړو، "زموږ د راپورونو له مخې، د ایران اسلامي انقلاب ساتونکي قول (آی آر جي سي) د جي نېم اصلي ملاتړی او منتظم دی، او د پروپيګنډې دا عملیات په ټولو لويو ژبو يعنې په انګريزۍ، فارسۍ، ترکي، هسپانوي، فرانسيسۍ، عربي او نورو ژبو کې روان دي."

هغه وويل، "د ایران د پروپيګنډې شبکه هم په پاکستان کې په انسټاګرام، ټیلي ګرام، فېسبوک او ټویټر باندې فعاله ده، چې له دغه سايټونو څخه خپله پروپيګنډه خپروي." هغه زیاته کړه چې د انصار المهدي نيټ ورک په نامه يو ګروپ په ځانګړې توګه پاکستانۍ ښځې په نښه کوي.

د نظريو جنګ

مشتاق يوسف، چې په اسلام آباد کې د دفاع يو سينير شنونکی دی، پاکستان فارورډ ته وویل، په پاکستان کې، حکومت او عام خلک په هغه نظرونو يقين کوي کوم چې سعودي عرب وړاندې کوي، خو ايران دا د خپلو ستراتیژیکي ګټو لپاره يو ګواښ ګڼي.

هغه وويل، ايران غواړي چې په پاکستان کې د سعودي عرب د نفوذ مخه ونيسي او د خپلو ګټو لپاره حالات ښه کړي. دا موخه څرګندوي چې ولې ایران د پاکستانيانو ترمنځ پروپيګنډه خپروي او هغوی بې لارې کوي.

یوسف وویل، په نورو ګامونو کې، پاکستان باید د عامه پوهاوي کمپاينونه پيل کړي چې د ایران د پروپيګنډې د نوښتونو په اړه خلکو ته معلومات ورکړي، چې دا په راتلونکې کې د هیواد لپاره خراب حالات رامنځته کولی شي.

ارزک خان، چې په کويټه کې د سایبر امنیتي چارو شنونکی دی، پاکستان فارورډ ته وویل، "د ایران د پروپيګنډې ريښې ډیرې ژورې دي ... له هم دې کبله، پاکستان باید د بهرنيو عناصرو په رڼا کې د انټرنيټ پاليسۍ ښه کړي او دغو عناصرو ته په پراخه کچه پام وکړي."

هغه وويل، په پاکستان کې، د پروپيګنډې پر ضد ډيرې هڅې او مالي مرستې محدود دي او په ښکاره توګه سياسي اهداف نه لري چې د دې سره مبارزه وکړي چې اوس په "همغږيزه توګه د قابو کولو" په نامه پيژندل کيږي.

هغه زياته کړه، "د ایران د پروپيګنډې سره د مبارې لپاره، پاکستان دې ته اړتیا لري چې د ويب پاڼو د منتظمينو سره کار وکړي چې هغه ډول ویب پاڼې او د ټولنیزو رسنیو اکاونټونه په ګوته کړي کوم چې د سياست او سماجي مسلو په اړه آنلاین بحث متاثره کوي."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 1

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

که څوک د دې مقالې سره په بشپړه توګه موافقه هم ونه کړي، خو خلک د جعلي پروپيګنډې له کبله د رامنځته شويو خطرناکو نتيجو اثرات محسوسولی شي. د يو وفادار پاکستاني په توګه، زه چې څه په دې وخت کې محسوسوم، د هغې مطابق مونږ له پکار ده چې فوري فيصله وکړو چې په پاکستان کې د سوشل ميډيا ټول فعاليتونه بلاک کړی شي او يا د دې جعل سازۍ په اړه خلک خبر کړی شي چې څنګه هغوی په آسانه د يو غير هيواد سازش هدف جوړيدی شي. د دې لپاره په سکولونو کې پکار ده ځايي مرکزونه جوړ کړی شي چې هلته د سوشل ميډيا په ذريعه د چا په جال کې د اخته کيدو نه د خلاصي په اړه په منظمه توګه درسونه ترسره شي. دا درسونه آنلاين هم کيدی شي خو دا د پي ټي ای مسوليت دی چې په فوري توګه په انګلش او اردو ژبه کې دا پروګرام پيل کړي.

ځواب