ديپلوماسي

طالبان: موږ به په افغانستان کې هیڅکله هم د جمهوريت ملاتړ ونکړو

د پاکستان فارورډ او ای اېف پي له خوا

د طالبانو ګډ بنسټ ايښودونکي ملا عبدالغني برادر (په منځ کې) او د طالبانو د پلاوي نور غړي د مارچ په ۱۸ مه ماسکو ته راورسيدل چې د سولې د پروسې د يوې برخې په توګه د افغانستان په اړه په نړیوال کانفرانس کې ګډون وکړي. [الیګزانډر زیمالیانچینکو/ پول/ ای اېف پي]

د طالبانو ګډ بنسټ ايښودونکي ملا عبدالغني برادر (په منځ کې) او د طالبانو د پلاوي نور غړي د مارچ په ۱۸ مه ماسکو ته راورسيدل چې د سولې د پروسې د يوې برخې په توګه د افغانستان په اړه په نړیوال کانفرانس کې ګډون وکړي. [الیګزانډر زیمالیانچینکو/ پول/ ای اېف پي]

کابل -- طالبانو د چهارشنبې په ورځ (د مارچ په ۲۴ مه) د صدر اشرف غني هغه وړاندیز رد کړو چې په روان کال کې ټاکنې ترسره کړي، وروسته له دې چې د دواړو ښکېلو غاړو ترمنځ د سولې په اړه د میاشتو خبرو اترو کې لږ پرمختګ شوی دی.

د دوو دولتي چارواکو په وینا، تمه کیږي چې غني به د اپرېل په میاشت کې په ترکیه کې د شریکو همکارانو په کانفرنس کې د ټولټاکنو اعلان وکړي.

یو لوړپوړي چارواکي ای اېف پي ته وویل، "حکومت به د وختي ټاکنو لپاره له پلان سره ترکیې ته لاړ شي چې د افغانستان د راتلونکي لپاره يو ښه پلان دی."

که څه هم انتظاميې تر دې دمه د وړاندیز شوي پلان په اړه جزیات نه دي خپاره کړي، خو د افغانستان یو لوړ پوړي چارواکي د سه شنبې په ورځ آزادۍ راډيو ته وویل چې صدارتي ټاکنې به د سولې تړون د لاسليک کيدو وروسته په شپږو میاشتو یا یو کال کې ترسره شي.

د ټاکنو خپلواک کمیسیون (آی اي سي) کارکونکي په کمپیوټر ترمینل کې ناست دي، په داسې حال کې چې د ټول هیواد څخه د ټاکنو معلومات د ۲۰۱۹ کال د اکتوبر په ۲ مه په کابل کې د معلوماتو په مرکز کې راټوليږي. صدر محمد اشرف غني د مارچ په ۲۴ مه په راتلونکي کال کې د نړیوالې ټولنې تر څارنې لاندې د ازادو، عادلانه او ټول شموله ټاکنو د ترسره کیدو غوښتنه وکړه. [وکیل کوهسار/ ای اېف پي]

د ټاکنو خپلواک کمیسیون (آی اي سي) کارکونکي په کمپیوټر ترمینل کې ناست دي، په داسې حال کې چې د ټول هیواد څخه د ټاکنو معلومات د ۲۰۱۹ کال د اکتوبر په ۲ مه په کابل کې د معلوماتو په مرکز کې راټوليږي. صدر محمد اشرف غني د مارچ په ۲۴ مه په راتلونکي کال کې د نړیوالې ټولنې تر څارنې لاندې د ازادو، عادلانه او ټول شموله ټاکنو د ترسره کیدو غوښتنه وکړه. [وکیل کوهسار/ ای اېف پي]

دغه چارواکي وویل، که چیرې طالبان په اوربند موافقه وکړي -- دغه ټاکنې به د ملګرو ملتونو، اروپايي اتحادیې او متحده ایالاتو تر ملاتړ لاندې ترسره شي.

دغه چارواکي وویل چې د وړاندیز له مخې به اوسنۍ انتظاميه د ټاکنو د ترسره کیدو پورې په خپل ځای پاتې شي، خو طالبان له حکومت او د افغانستان ملي دفاع او امنیتي ځواکونو سره یو ځای کيدی شي.

دغه چارواکي وویل، د غیر عادلانه ټاکنو په اړه د شکونو د مخنیوي لپاره، صدر غني او د هغه دوه نايب صدران امرالله صالح او سرور دانش چمتو دي چې خپله نوماندي پريږدي.

طالبان ټاکنې ردوي

طالبانو سمدلاسې دغه وړاندیز رد کړو.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ای اېف پي ته وویل، "موږ به هیڅکله د دې ملاتړ ونه کړو."

متحده ایالاتو او نورو همکارانو د راتلونکي حکومت لپاره جوړښت وړاندې کړی دی، چې په کې لنډمهاله انتقالي حکومت، او د دايمي اوربند لپاره سیاسي پلان شامل دی.

د متحده ایالاتو د وړاندیز شوې مسودې له مخې، کله چې د انتقالي حکومت دوره پای ته ورسیږي، د افغانستان راتلونکی مشر به د یوې مشهورې رایې له لارې وټاکل شي.

غنی ټینګار کړی چې مشران یوازې د رایو د صندوق له لارې وټاکل شي.

د آزادي راډيو له مخې، هغه د دې میاشتې په پیل کې وویل، "موږ د نړیوالې ټولنې تر څارنې لاندې د ازادو، عادلانه او ټول شموله ټاکنو په اړه خبرو اترو ته چمتو یو."

طلوع نیوز راپور ورکړو چې غني د چهارشنبې په ورځ په نیمروز صوبه کې د کمال خان بند د پرانستلو په مراسمو کې وویل چې افغانستان به "خپلواکه" پاتې شي.

د طالبانو ګډ بسنټ ايښودونکي او نايب مشر ملا عبدالغني برادر تیره هفته ماسکو کانفرنس ته وویل چې افغانان باید "پریښودل شي چې د خپل برخلیک پریکړه پخپله وکړي"، پرته له دې چې وضاحت يې ورکړای وی چې څنګه.

د سولې پروسې د ګړندي کولو لپاره هڅې

د مارچ په ۱۸ مه د ماسکو په کانفرنس کې، متحده ایالاتو، چین، پاکستان او روسیې په افغانستان کې د تاوتریخوالي د کمولو غوښتنه وکړه چې "د سیاسي او سفارتي جوړجاړي د ترلاسه کولو لپاره مناسبه فضا رامینځته کړي".

نړیوالو مینځګړیو وویل چې دواړه خواوې باید "ژر تر ژره یوې موافقې ته ورسیږي چې دا به" په افغانستان کې د څلورو لسیزو جګړه پای ته ورسوي.

د افغانستان د ملي روغې جوړې د عالي شورا مشر عبدالله عبدالله د نړيوالو هلو ځلو لپاره د ملاتړ په ښودلو سره وویل، کابل غواړي چې خبرې اترې ګړندۍ کړي.

هغه "له دواړو خواو څخه وغوښتل چې خپلې خبرې او بحثونه په یوې بيله فضا کې پیل کړي."

خبرې اترې د سپتمبر له مياشتې راهیسې د قطر په دوحه کې شوي خو لږ ښکاره پرمختګ په کې شوی دی.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د مارچ په ۱۵ مه وویل، په ماسکو کې وروستۍ ناسته او په ترکیه کې ټاکل شوی د سولې راتلونکی کانفرنس "په دوحه کې د افغانستان د سولې خبرې اترو ملاتړ کوي او دا د دې متبادل نه دی."

که څه هم، ځينې افغانانو په هیواد کې د روسیې د ریښتینې ارادې په اړه شکونه لري، په ځانګړي توګه وروسته له هغې چې د روسیې د بهرنیو چارو وزارت د افغانستان ناسمه نقشه ټویټ کړه چې د ماسکو کانفرنس نه مخکې يې د افغانستان او چین پوله په کې ختمه کړه.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500