امنیت

اسلام آباد ته د اشرف غني سفر د همکارۍ او د طالبانو سره د جګړې ختمولو په اړه هيلې رامنځته کړي

د ضياء الرحمان لخوا

د افغانستان صدر اشرف غني (ګس اړخ ته) د جون په ۲۷ مه اسلام آباد ته د رارسيدو په وخت د درناوي سلامي ورکړل شوې. [د پاکستان د مطبوعاتي معلوماتو څانګه]

د افغانستان صدر اشرف غني (ګس اړخ ته) د جون په ۲۷ مه اسلام آباد ته د رارسيدو په وخت د درناوي سلامي ورکړل شوې. [د پاکستان د مطبوعاتي معلوماتو څانګه]

اسلام اباد -- افغان صدر اشرف غني د پنجشنبې په ورځ (د جون په ۲۷ مه) پاکستان ته له دې هيلو سره د دوه ورځو رسمي سفر پیل کړو چې خبرې اترې به د طالبانو سره د شخړې سیاسي حل ته په رسیدو کې مرسته وکړي.

غني اسلام آباد ته د وزیرانو، سلاکارانو، لوړ پوړو چارواکو او سوداګرو د لوړ پوړو پلاوي سره راروسيدو، چې په دی پلاوي کې د ملي امنیت سلاکار، حمدالله محب، د ملي امنیت ریاست مشر معصوم ستانکزۍ او د کورنیو چارو سرپرست مسعود اندرابي شامل ول.

غني د وزير اعظم عمران خان او د بهرنيو چارو وزير شاه محمود قريشي سره په مختلفو سکټورونو او په سيمه کې د امنيت په برخه کې د همکارۍ په اړه خبرې اترې وکړې.

تمه کيږي چې هغه به د صدر عارف علوي سره هم خبرې اترې وکړي.

افغان صدر اشرف غني (ګس اړخ ته) د جون په ۲۷ مه په اسلام آباد کې د وزير اعظم عمران خان (ښي اړخ ته) سره دی. [د پاکستان د مطبوعاتي معلوماتو څانګه]

افغان صدر اشرف غني (ګس اړخ ته) د جون په ۲۷ مه په اسلام آباد کې د وزير اعظم عمران خان (ښي اړخ ته) سره دی. [د پاکستان د مطبوعاتي معلوماتو څانګه]

د بهرنیو چارو وزارت د چهارشنبې په ورځ (د جون په ۲۶ مه) په یو بيان کې وویل چې د دواړو خواوو ترمنځ پراخه خبرې اترې به په مختلفو برخو کې، د سیاسي، سوداګرۍ، اقتصاد، امنیت، سوله او پخلایني، تعلیم او د خلکو ترمنځ د تبادلې په ګډون، د همکارۍ په پیاوړتیا باندې تمرکز وکړي.

غني پلان لري چې په لاهور کې په يو سوداګریزې غونډه کې ګډون وکړي چې د دواړو هیوادونو سوداګریز مشران به په کې ګډون کوي.

د اړیکو ښه کولو لپاره یوه موقع

څارونکي وایي چې پاکستان ته د غني سفر د پاکستان او افغان ترمنځ په اړیکو کې یو مهم پرمختګ دی.

هغه دا سفر وروسته له هغې وکړو کله چې یو شمېر افغان سیاستوالانو، چې زياتره په کې د اپوزیسیون کسان او د ولسمشریزو ټاکنو ګڼ شمير اميدواران شامل ول، د یکشنبی په ورځ (د جون په ۲۳ مه) په مري کې په یو کانفرنس کې ګډون وکړو.

حسن خان، چې په اسلام آباد کې د سیاست او پاک افغان چارو شنونکی دی، وویل، د غني سفر دا په ډاګه کوي چې پاکستان د طالبانو سره د سیاسي حل لپاره خپلې هڅې زياتې کړې دي او چې په افغانستان کې د عشرو راهيسې جګړه پای ته ورسوي.

هغه وويل، دواړه هېوادونو له پکار ده چې د اړيکو د ښه کولو او د بې باورۍ د ختمولو نه خورا ګټه پورته کړي.

حسن وويل، "د دواړو مشرانو تر منځ د خبرو اترو پرمهال، نه يوازې د سولې، بلکې د سوداګرۍ په ګډون، د دواړو هيوادونو ترمنځ خبرې اترې وشوې."

هغه وويل، پاکستان د افغانستان د اپوزيشن کليدي مشران، د هغه مشرانو په ګډون چې د مختلفو قومونو سره يې تعلق لرلو، مري کانفرنس ته له بللو سره په خبرو اترو کې شامل کړل.

حسن وويل، "د دې مطلب دا دی چې غني به په افغانستان کې پاکستان ته د سفر کولو له کبله د تنقيد سره مخامخ نه شي ځکه چې د افغانستان زياتو سیاسي مشرانو يو څو ورځې مخکې پخپله په مري کې په دې کانفرنس کې ګډون کړې وو کوم چې د افغانستان په چارو کې د پاکستان رول په کلکه غندي."

د سولې يوه هڅه

وزير اعظم خان د جون په لومړۍ نېټه په سعودي عرب کې په مکه کې د څوارلسم اسلامي سرمشريزې په غونډه کې پاکستان ته د راتلو لپاره غني ته دعوت ورکړو. په سپتمر ۲۰۱۴ کال کې د څوکۍ سنبالولو نه وروسته، دا د اشرف غني دويم سفر دی او تير کال د خان د وزير اعظم جوړيدو نه وروسته لومړی سفر دی.

خان، په هېواد کې د انتخاباتو د ګټلو وروسته، له افغانستان سره د اړيکو د ښه کولو ژمنه وکړه او په پرانیستې سرحدونو او ازاد تجارت باندې يې ټینګار وکړو.

دا سفر په داسې حال کې ترسره شو چې متحده ایالات د طالبانو سره په خبرو اترو کې بوخت دی او په افغانستان کې يې د عشرو جګړې سیاسي حل ته د رسېدو لپاره هڅې زياتې کړې دي.

د سولې بهیر سره د مرستې لپاره، محب د می په وروستیو کې اسلام آباد ته سفر وکړو چې د ډیرو مسلو په اړه بحث وکړي.

د جنورۍ په میاشت کې، د افغانستان د روغې جوړې لپاره د متحده ایالاتو ځانګړي استازي زلمي خليلزاد او محمد عمر داوودزۍ، چې د سولې او سیمه ایزې موافقې لپاره د صدر غني ځانګړی استازی دی، هم پاکستان ته سفر وکړوچې په افغانستان کې د سولې د پروسې ملاتړ وکړي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500