پېښور -- عرب شاه د خپل برخې د کار په ترسره کولو سره جینکو ته پیغام ورکوي چې تعلیم د پاکستان او د هغوی د راتلونکي لپاره کلیدي رول لوبوي.
د رکشې دغه ۲۹ کلن ډرېور هره ورځ په پېښور کې په خپله رکشه کې ۱۰۰ ښځینه زده کوونکي ښوونځي ته په وړیا توګه بیایي او راولي چې د تعلیم اهمیت ته وده ورکړي.
د پیربالا په سیمه کې د حکومتي سکول څخه د زده کوونکیو د را اوچتولو پر وخت شاه وویل، "د ډیرو علتونو له کبله زما پنځو مشرو خویندو ونه شو کولی چې تعلیم ترلاسه کړي او اوس زه د نورو خلکو خویندو او لوڼو سره مرسته کول غواړم چې تعلیم ترلاسه کړي او د ملک په ترقۍ او خوشالۍ کې کار وکړي.
شاه دومره ځان باندې اړینه ګڼي چې د جینکو سره په تعلیم ترلاسه کولو کې مرسته وکړي چې له دې امله هغو غربیو کورنیو ته د ټرانسپورټ وړیا سهولت ورکوي، که څه هم خپلې سرچینې یې محدودې دي.
هغه وویل، جینکۍ ښوونځیو ته د بوولو او راوستلو لپاره هغه سهار او پس له ماسپښینه ډیر ټریپونه لګوي چې په دغه کار پوره وخت او تیل لګي او خپله ګټه له لاسه ورکوي.
هغه وویل، زما دنده سهار د ۷ نه تر ۸.۳۰ بجو پورې وي او بیا ماسپښین د ۱.۱۵ ته تر ۳ بجو پورې وي.
شاه وویل، د کومو کسانو نه چې پیسې نه اخلي، د هغې تاوان د پوره کولو لپاره هغه د شپې ناوخته پورې کارکوي.
هغه په میاشت کې تقریباً ۳۰۰۰۰ روپۍ (۲۰۰ ډالره) ګټي او تقریباً د دې نیمه برخه په وړیا توګه د دغه کسانو په تګ راتګ لګوي.
هغه وویل، د تعلیم لپاره زه د وړیا ټریپونو هیڅ پرواه نه کوم او زیاته یې کړه چې تر څو پورې چې کولی شي هغه به دغه کار ته دوام ورکړي ځکه چې نه غواړي چې جینکۍ د دې وجې د تعلیم نه محرومه شي چې مور و پلار یې خرچې نه شي برداشت کولی.
تعلیم له برید لاندې
په داسې حال کې چې وسله والو د ۲۰۰۷ او ۲۰۱۵ په منځ کې په دوام سره د جینکو په ښوونځیو حملې کولې، د پاکستان په شمالي برخه کې جینکۍ په تعلیم ترلاسه کولو کې د ډیرو چیلنجونو سره لاس او ګریبان وې..
د متحده ایالاتو په میري لېنډ پوهنتون کې د نړیوالې ترهګرۍ د معلوماتو د څیړنو له مخې، د کال ۲۰۰۷ نه تر ۲۰۱۵ پورې په پاکستان کې په ۸۶۷ تعلیمي ادارو حملې شوې وې، چې ۳۹۲ کسان په کې مړه او ۷۲۴ نور ژوبل شوي و. دغه زیاتره حملې د طالبانو وسله والو له خوا ترسره شوې وې.
په دې کې ډیره د پام وړ واقعه, په ملاله یوسفزۍ برید وهچې د طالبانو له خوا په کال ۲۰۱۲ کې په سوات کې له دې امله ویشتل شوي وه چې د جینکو تعلیم ته یې وده ورکوله. هغه روغه شوه، په پاکستان کې د تعلیم د ملاتړ له کبله یې د نوبل د سولې جایزه وګټله او اوس په انګلېنډ کې اوسیږي.
تسلیم منهاج، چې په پېښور کې په پنځم کلاس کې سبق وایي او پلار یې ډریور دی او د هغې د ټرانسپورټ لګښتونه نه شي برداشت کولی، وویل، "که عرب بهایي جان ما ته د ښوونځي د تګ راتګ وړیا سهولت نه وی راکړی، نو ما به ښوونځی نه و لیدلی".
انعام الله، چې په پېښور کې په ورسک روډ یو ویلډر دی، وویل، "د دې ځای خلک د عرب شاه خدمات مني او د هغې ستاینه کوي، چې د ۱۰۰ غریبو جینکو سره په تعلیم ترلاسه کولو کې مرسته کوي."
که څه هم انعام پخپله د مالي ستونزو د لاسه پخپله تعلیم نه دی ترلاسه کړی، خو په دې خوشاله دی چې پنځه لوڼې یې ښوونځي ته ځي.
ثمر من الله، چې یو بشري ماهره او فلم جوړوونکي ده، د جینکو د تعلیمي مرستې لپاره د شاه د هلو ځلو او جذبې ستاینه وکړه.
هغې وویل، "زموږ په سیمه کې د جینکو د تعلیم د پرمختګ لپاره دا د دې ځلمي له خوا یو ډیر د ستاینې وړ کار دی. "
"پکار ده د داسې کسانو ستاینه وشي او د ښځو په نړیواله ورځدوی ته جایزې ورکړل شي."
ثمر وویل، چې هغه هیله لري چې نور خلک به د شاه د دې کړنې نه زده کړه وکړي او د هغه د دغې جذبې او قربانۍ تقلید به وکړي څو د جینکو سره په تعلیم ترلاسه کولو کې مرسته وکړي او هغوی د پاکستان په خوشالي او ترقۍ کې خپل رول ولوبوي.