زده کړه

فاټا کوشش کوي چې د سکول حاضري ۱۰۰ فیصد کړي

د اشفاق یوسفزۍ له خوا

د خیبر پښتونخوا ګورنر ظفر اقبال جهګړا (ګس طرف ته) د فاټا ټاپ پوزیشن ترلاسه کوونکي شاګردانو ته په پیښور کې د مارچ په ۷ مه نغدې پیسې او ایوارډ ورکوي. جهګړا په اپریل کې د تعلیم لپاره یو کمپاین شروع کړی دی چې د فاټا په سکولونو کې ۱۰۰ فیصده حاضري ترلاسه کړي. [د خیبرپښتونخوا د ګورنر هاؤس نه په مننه]

د خیبر پښتونخوا ګورنر ظفر اقبال جهګړا (ګس طرف ته) د فاټا ټاپ پوزیشن ترلاسه کوونکي شاګردانو ته په پیښور کې د مارچ په ۷ مه نغدې پیسې او ایوارډ ورکوي. جهګړا په اپریل کې د تعلیم لپاره یو کمپاین شروع کړی دی چې د فاټا په سکولونو کې ۱۰۰ فیصده حاضري ترلاسه کړي. [د خیبرپښتونخوا د ګورنر هاؤس نه په مننه]

پېښور -- چارواکي وایي د فاټا په اورپکۍ وهلې علاقه کې د دهشتګردۍ سره د مقابلې او امن راوستلو لپاره تر ټولو غوره لار د تعلیم رڼا راوستل دي.

د خیبر پښتونخوا ګورنر ظفر اقبال جهګړا په دې نږدې ورځو کې یو کمپایل شروع کړو چې په سکول کې د فاټا د ماشومانو ۱۰۰ فیصدي حاضري یقیني کړي.

هغه د اپریل په ۸ مه په یو بیان کې وویل، (مونږ د مخکې نه په فاټا کې د تعلیم ایمرجنسي نافد کړي ده)، او زیاته یې کړه چې تعلیم ته پرمختګ ورکول د هغه (ستر لومړیتوب) دی.

هغه وویل، (د ټولنې او اقتصاد د پرمختګ لپاره تعلیم ډیر ضروري دی).

۱۰۰ فیصده هلکان او جینکۍ داخلول

د فاټا د تعلیم ډایریکټر هاشم خان آفریدي وایي، کوشش به وکړل شي چې هغه ماشومان چې عمر یې د ۴ او ۹ کالو په منځ کې وي، هغوی سکولونو ته داخل کړی شي.

هغه وویل چې دا کمپاین به د مۍ د میاشتې د ۳۱ مې پورې جاري وي او د دې مقصد دا دی چې په فاټا کې د تعلیم شرحه ښه کړی شي. د دې دویم پړاو به په سپتمبر کې ترسره کیږي.

آفریدي پاکستان فارورډ ته وویل، (موږ د ښځو تعلیم ته زیاته توجه ورکوو ځکه چې د ښځو تعلیم ډیر کم دی). هغه زیاته کړه، (موږ غواړو چې ۱۰۰ فیصده هلکان او جینکۍ سکولونو ته داخل کړی شي).

په پېښور کې د فاټا سیکرټریټ د پلاننګ ډيټي ډایریکټر ذبیح الله خان په تیر دسمبر کې پاکستان فاروډر ته وویل چې د کال ۲۰۰۱ نه وروسته دهشتګردو په فاټا کې تقریباً ۷۰۰ سکولونه تباه کړي دي.

آفریدي وویل، (یاغیتوب خلک ویرولې دي او د تعلیم ماحول یې متاثره کړی دی).

هغه وویل، نور هغه وجوهات چې په دې سیمو کې یې تعلیم تباه کړی دی، په هغې کې (سکولونو ته لاس رسی نه لرل، د تعلیم خراب معیار، د تعلیم جاري نه ساتلو شرحه، اورپکي، بې کوره کیدل، رواجونه او دستورونه) شامل دي.

هغه وویل حکومت پلان لري چې د تعلیم د اهمیت په باره کې خلکو ته شعور ورکړي څو دغه قبایل خپل زامن او لوریانې سکولونو ته ولیږي.

تعلیم د ترقۍ بنیادي شرط

په فاټا کې د هلکانو او جینکو دواړو د سکول د حاضرۍ شرحه کمه ده خو خصوصاً د جینکو ډیره کمه ده.

د فاټا د تعلیم د ډایریکټر په وینا، په فاټا کې د ۳ نه تر ۱۳ کالو د عمر پورې تقریباً ۱۵ فیصده جینکۍ هیڅکله هم سکول ته داخلې کړی شوې نه دي. د دغه عمر هلکانو د حاضرۍ شرحه ۳۷ فیصده ده.

چارواکې وایي چې د فاټا په پرایمري سکول کې چې ۳۳ فیصده کومې جینکۍ داخلیږي، په هغې کې د نیمې نه زیاتې هایي سکول ته د رسیدو نه مخکې سکول پریږدي.

د باچا خان ټرسټ ایجوکیشنل فاونډیشن ډایریکټر خادم حسین وایي چې د سکول د داخلې دا کمپاین په ډیر مناسب وخت کې شروع کړی شوی دی.

هغه پاکستان فارورډ ته وویل، (پاک آرمي د فاټا نه وسله وال ځغلولې دي او د تعلیم په ترقۍ او پرمختګ کې د تیزۍ راوستلو د پاره دا یو ډیر ښه وخت دی.

هغه وویل، (که چیرې موږ غواړو چې پاکستان دې یو ترقي کوونکی او خودمختاره ملک جوړ شي، نو د دې هر یو اوسیدونکي ته تعلیم ورکول ډیر ضروري دي.

حسین وویل، (موږ قبایلو ته درخواست کوو چې د حکومت د دې کمپاین نه ګټه پورته کړي او خپل ماشومان سکولونو ته ولیږي. هغه زیاته کړه، (د یو قوم په اصلي معنو کې د ترقۍ د پاره تعلیم یو بنیادي شرط دی).

هغه وویل، (هر ماشوم او ماشومه د تعلیم ترلاسه کول حق لري او حکومت خپل پوره کوشش کوي چې د فاټا هر ماشوم او ماشومې ته تعلیم ورکړي. هغه مخکې وویل، (دا یو ښه شګون دی چې حکومت ماشومانو ته د تعلیم ورکولو لپاره خپله ذمه واري پوره کوي).

دهشتګردۍ له په تعلیم سره شکست ورکول

د فاټا د شاګردانو د ادارې نماینده عبدالوکیل وایي چې هغه د حکومت د ماشومانو د داخلیدو د کوشش ستاینه کوي او د نظم او ضبط ساتلو د پاره دا یو ستر ګام دی.

هغه پاکستان فارورډ ته وویل، (د اورپکۍ د وجې نه زموږ خلکو زیات تکلیفونه او زیانونه زغملې دي). (د زیاتو زده کوونکو د داخلولو او د پرامنه او خوشحاله مستقبل د یقیني کولو لپاره موږ اضافي کوششونو ته اړتیا لرو.

هغه وویل، (دهشتګردۍ ته د شکست ورکولو یوازینۍ لار تعلیم ده).

د مومند ایجنسۍ یو استاذ جواد علي وویل چې مور او پلار غواړي چې خپل ماشومان سکول ته ولیږي ځکه چې هغوی د تعلیم د اهمیت نه خبر دي.

هغه پاکستان فارورډ ته وویل، (پکار ده چې د یاغیانو خلاف جهاد وکړل شي ځکه چې هغوی غوښتل چې موږ د جهالت تاریخ ته واپس ولیږي. هغه مخکې وویل، (زیات زده کوونکي سکولونو ته لیږل به د وسله والو د پاره یو غټ شکست وي).

هغه وویل، (زموږ ماشومان ډیر قابلان دي). (یو نسل د طالبان وسله والو د لاندې رالوی شو. هغوی هم تعلیم ته اړتیا لري).

زیات استاذانو ته نوکري ورکول

د فاټا ایډیشنل چیف سیکریټري، فدا محمد وزیر پاکستان فارورډ ته وویل چې د ټولنې او اقتصاد د پرمختګ د پاره تعلیم یوه وسیله ده او مفت تعلیم ورکول قانوني حق دی.

هغه وویل، د مقابلې عنصر هم د داخلې په ستراتېژۍ کې یوه برخه ده. هغه زیاته کړه، (موږ به هغه تعلیمي افسرانو، استاذانو او نورو کارکوونکو ته انعامونه ورکوو کوم چې په سکولونو کې [زیاته] حاضري لري).

وزیر وویل، (په ۸۰۰ سکولونو کې د ۳۰۰۰۰ استاذانو نه علاوه موږ د فاټا په سکولونو کې ۲۰۰۰ نورو استاذانو ته هم نوکري ورکوو.

په خیبر ایجنسۍ کې د شپږم کلاس شاګردې، شیما بي بي وویل چې امنیتي حالت دومره ښه شوی دی چې هیڅ شی هم پکار ده ماشومان د سکول نه منع نه کړي.

هغې پاکستان فارورډ ته وویل، (ډیر داسې هلکان او جینکۍ شته چې سکولونو ته نه ځي او موږ د حکومت نه غوښتنه کوو چې د والدینو د پاره دا لازمي وګرځوي چې خپل ماشومان سکولونو ته لیږي).

هغې وویل، (خلک ... غواړي چې حکومت تعلیم ته ترقي ورکړي او د وسله والو مخه ونیسي).

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 1

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

ډير معلوماتي.

ځواب