روغتیا

د نړۍ په کچه هیوادونو د چین د واکسین د ډیپلوماسۍ په اړه ناکراري څرګنده کړې ده

پاکستان فارورډ

د امنيت ساتونکي د ۲۰۲۰ کال د می په ۲۸ مه په بیجینګ کې د خلکو په لوی تالار کې د ملي خلکو کانګرس د غونډې پای ته له رسیدو وروسته اشاره کوي. [نیکولاس اسفوری/ای اېف پي]

د امنيت ساتونکي د ۲۰۲۰ کال د می په ۲۸ مه په بیجینګ کې د خلکو په لوی تالار کې د ملي خلکو کانګرس د غونډې پای ته له رسیدو وروسته اشاره کوي. [نیکولاس اسفوری/ای اېف پي]

د چین رژیم په هغه سيمو کې په "واکسین ډیپلوماسۍ" کې بوخت دی -- چې د کورونا ويروس ناروغۍ د اغيزناک واکسین ژمنه د هغه سفارتي سودا کولو د وسيلې په توګه کاروي -- چې دا يې د خپلو ګټو لپاره مهم ګڼي، او د نړۍ په کچه ډیر ملتونه د بیجینګ د حتمي ارادو په اړه محتاط دي.

په رېنډ کارپوریشن کې د چين ماهرې او ایپيډیمولوژیستې جینیفر هوانګ بووي وویل،که چيرې ډیر هیوادونه يې وغواړي، نو د چین راتلونکی د ښه واکسینو په جوړولو کې د هغې د بریا او د نور ډير څه پورې تړلی دی.

هغې دي نیویارک ټایمز ته وویل، "دا د دې د ډیپلوماسۍ لپاره او د کورونا ويروس په اړه د داستان بدلولو لپاره ګټور دی."

د چین رژیم هڅه کوي چې په ووهان کې په لومړيو وروځو کې د وبا د خپرېدو په اړه داستان د ویروس د خپریدو په مخنیوي کې د دغه هیواد د بریا په داستان کې بدل کړي. .

د انډونیزیا د پوځ دوه غړي د مارچ په ۲۷ مه د جکارته په نړیوال هوایي ډګر کې د طبي تجهیزاتو او مرستې بکسونو مخې ته ساتنه کوي، چې د هغه ۴۰ ټنو یوه برخه ده چې د کورونا ویروس پروړاندې د مبارزې لپاره د چین څخه اندونیزیا ته لیږل شوې دي. [فاجرین راحارجو/ ای اېف پي]

د انډونیزیا د پوځ دوه غړي د مارچ په ۲۷ مه د جکارته په نړیوال هوایي ډګر کې د طبي تجهیزاتو او مرستې بکسونو مخې ته ساتنه کوي، چې د هغه ۴۰ ټنو یوه برخه ده چې د کورونا ویروس پروړاندې د مبارزې لپاره د چین څخه اندونیزیا ته لیږل شوې دي. [فاجرین راحارجو/ ای اېف پي]

د چين په ملي ميوزيم کې په ښودل شويو انځورونو کې يو انځور د کورونا ویروس په ناروغۍ کې د هیواد هڅې د "اتل" په توګه ښيي. [جيانګ ډونګ/ چاينه ډېلي]

د چين په ملي ميوزيم کې په ښودل شويو انځورونو کې يو انځور د کورونا ویروس په ناروغۍ کې د هیواد هڅې د "اتل" په توګه ښيي. [جيانګ ډونګ/ چاينه ډېلي]

خو د نړۍ مشران -- چې هیوادونه یې لاهم د وبا او وروسته له لاکډاون سره مخ دي چې اقتصاد ته یې بې ساری زیان رسولی دی -- په بیجینګ تنقيد کوي چې څنګه دې دا ناروغي سمبال کړه. .

د چین رژیم د کورونا ويروس ناروغۍ په غیر مسؤلانه توګه سمبالولو او ورپسې د هغه غلطو کمپاینونو له امله تر تنقيد لاندې راغلی چې هدف یې د ملامت کولو مخه نيول او دروغ خپرول و.

دې د تنفسي ناروغۍ خبرونه پټ وساتل کله چې تير کال په لومړي ځل راپورته شوه، او د دې لومړنۍ مشورې د منتقل کيدو خطرونه کم وګڼل.

د لویدیځ استخباراتي ادارو راپور ورکړو، لکه څنګه چې نړۍ د کورونا ويريوس ناروغۍ لپاره مؤثره واکسین جوړ کړي، چینايي هیکرانو هڅه کړې چې په څو هیوادونو کې د يونيورسټو، څیړنیزو موسسو او درمل جوړولو شرکتونو څخه د واکسینو د جوړولو ډېټا پټه کړي.

چین د دوديزې ازموینې پروسې پرته په لسګونو زره چینایانو ته نه ثابت شوي ټسټ واکسین ورکوي، چې په احتمالي توګه عامه روغتیا او د ثابت شويو واکسینو اغیزمنتوب له خطر سره مخامخ کوي.

د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ یي د سپتمبر په ۲۸ مه د چین د عامه ډیپلوماسۍ ټولنې په کوربه توب په بیجینګ کې په یوې غونډه کې وویل، د بیجینګ له ټولو اقداماتو سره، د دې چارواکي د دې ادعا کوي چې د تور لګولو دنده به "یوازې يو لوی آفت راولي."

د کورونا ويروس ناروغۍ په اړه داستان بدلول

يو خوا بیجینګ هيله لري چې داستان بدل کړي او د متحدینو سره او همدارنګه له پخوانیو دښمنانو سره د کورونا ويروس ناروغۍ لپاره بریالي واکسینو ته د ځانګړي لاسرسی ترلاسه کولو ژمنه کوي.

دي نيويارک ټايمز د سپتمبر په ۱۱ مه راپور ورکړو، د چین صدر شي جینپینګ د سپتمبر په پیل کې د انډونیزیا د خوشحالولو لپاره د واکسینو په برخه کې د همکارۍ ژمنه وکاروله، چې له اوږدې مودې راهیسې په سیمه کې د چینایي اقتصادي مداخلو په اړه باور نه لري.

د چين د بهرنيو چارو وزارت د يو بيان له مخې، شي جینپینګ په اړيکو کې د "يو نوي روښانه برخې" په توګه د دواړو هېوادونو د همکارۍ ستاينه وکړه.

د اګست په میاشت کې، د چین وزير اعظم لي کیکیانګ د تایلینډ، لاوس، کمبودیا او ویتنام د چارواکو سره خبرې اترې وکړې چې هغه انتقاد ختم کړي چې له مخې یې د چین رژیم په سیمه کې په ویجاړونکي وچکالۍ کې مرسته کړې ده.

آسیا ټایمز د اګست په ۲۶ مه راپور ورکړو، هغه ژمنه وکړه چې بیجینګ به د وړیا واکسینو خوراکونه خوندي کړي او یا به له هغوی سره د واکسین فورموله او اجزا شریک کړي.

دا وړاندیز په عمومي ډول ښه وستايل شو، خو ځینو پوښتنه وکړه چې ایا د بیجینګ سخاوت څه شرطونه لري.

دي نيويارک ټايمز راپور ورکړو، په فلیپین کې، صدر رودریګو دوتیرت د جولای په میاشت کې پارلماني غړو ته وویل چې هغه د واکسینو په برخه کې د مرستې لپاره شي ته "درخواست" کړی دی.

هغه وویل چې هغه به د چین د رژیم سره د سویلي چین بحر په اړه د هغې د ادعاوو مخالفت ونه کړي -- چيرې چې بیجینګ، د نورو هیوادونو د ځمکنیو ادعاوو په قیمت او د سرچینو په تعقيب کې مصنوعي ټاپوګانې جوړوي او یو دروند پوځي شتون رامينځته کوي.

یوه ورځ وروسته، د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند وویل چې چینایي رژیم چمتو دی چې د فلیپين لپاره واکسينو ته ځانګړي لاسرسي برابره کړي.

د چینایي مرستې په اړه پوښتنې

چینایي چارواکو په افریقا، لاطيني امریکا، کارابین، منځني ختیځ او سویلي آسیا کې له نورو هیوادونو سره ورته ژمنې کړي دي.

شي د جون په میاشت کې افریقایي مشرانو ته وویل، "موږ ژمنه کوو چې کله هم د کورونا ويروس ناروغۍ واکسین جوړول او پلي کول په چین کې بشپړ شي، نو افریقایي هیوادونه به لومړي هيوادونه وي چې د دې نه ګټه ترلاسه کړي."

د مکسیکو حکومت په وینا، د جولای په مياشت کې، وانګ ژمنه وکړه چې چین به د لاطېني امریکې او کارابین هیوادونو ته د واکسینو لپاره د یو ملیارده ډالرو قرضه ورکړي.

آسیا ټایمز راپور ورکړو، د اګست په مياشت کې، هغه د مراکش د بهرنیو چارو وزیر ته وویل چې بیجینګ به هیڅکله د کورونا ويروس ناروغۍ لپاره د واکسینو د نړیوالې غوښتنې نه ګټه پورته نه کړي.

وانګ وویل، "چینایي واکسین به په نړیواله کچه عامه توکي وي، او موږ به د مراکش په څیر افریقایي هیوادونو ته لومړیتوب ورکړو کله چې مونږ د کال په پای کې د دې تولید لوړ کړو."

خو هر يو کس د چینایي "مرستې" لپاره لیواله نه دی. ډیر کسان د دې همکارۍ د ناوړه پایلو په اړه پوښتنې کوي.

محمد ذوالفقار رحمت، چې په یونیورسیټاس اسلام انډونیزیا کې يو ماهر دی او په اندونیزیا کې د چین د بهرنۍ پاليسۍ په اړه څیړنه کوي، وويل چې "ایا موږ باید شک ولرو، یا مونږ شکريه ادا کړو؟"

هغه دي نیویارک ټایمز ته وویل، "زه فکر کوم دواړه."

په بنګله دیش کې، په بیجینګ کې میشته سینوویک بایوټیک موافقه وکړه چې دا به د دریمې مرحلې آزموینې د برخې په توګه، چې ټاکل شوي وه چې د سپتمبر په پای کې به پیل شي، دې هیواد ته د ۱۱۰۰۰۰ نه زيات د واکسینو خوراکونه وړیا ورکړي.

دغه شرکت موافقه وکړه چې دا به د بنګله دیش یو "مستند" درمل جوړوونکي ته د دغه خوراکونو -- که چیرې واکسین خوندي ثابت شي -- جوړولو اجازه په ارزان قیمت ورکړي.

دغه وړاندیزونه د يوې هڅې په توګه وګڼل شول چې بنګله دیش ته د چین د خيرخواهۍ ډاډ ورکړي، ځکه چې ډیر خلک ویره لري چې چینایي واکسین به د هیواد د ډیرو وګړو لپاره خورا ګران وي.

ډېلي سټار د اکتوبر په ۳ مه نيټه راپور ورکړو، خو د سپتمبر په ۲۴ مه په يو ليک کې، سينوويک وويل چې ازموينې به تر هغه وخته پورې وځنډول شي تر څو چې د بنګله دیش حکومت دا نوښت په ګډه تمویل کړی نه وي.

کمزوري اړيکو ته وده ورکول

آسیا ټایمز راپور ورکړو، بیجینګ هیله لري چې خپل انځور په پاکستان کې ښه کړي -- چیرې چې د چین د بیلټ او سړک نوښت (بي آر آی) پروژو د چینایي ګټې، چاپیریال زیان، امنیتي اندیښنو او اقتصادي توپیر په اړه احتجاجونه رامينځته کړي دي -- او د لږ تر لږه ۴۰ ملیونه واکسین د خوراکونو د چمتو کولو ډاډ ورکړي.

دې له افغانستان او نیپال سره ورته ژمنې وکړې.

دي نیویارک ټایمز راپور ورکړو، په نیپال کې، چیرې چې چینايي رژیم د سمنټو په فيکټرۍ کې د کلینیکي آزمایښتونو د ترسره کولو په لټه کې دی، سیاستدانان د بیجینګ د ارادې په اړه محتاط دي.

د نیپال د بهرنیو چارو پخوانی وزیر او د دغه هیواد د اصلي اپوزیسیون ګوند، نیپالي کانګرس، مشر پرکاش شران مهات پوښتنه وکړه، "ایا موږ ته باید د هغې د ناوړه اغیزو په اړه ډاډه را نه کړې شي؟"

ډاکټران وايي، په افغانستان کې، د ټیټ کیفیت شخصي حفاظتي تجهیزات (پي پي اي)، چې له چین څخه وارد شوي، افغانان د خطر سره مخ کړي دي.

په کابل کې يو ډاکټر نسیم هاشمي له چین څخه وارد شوي طبي تجهیزاتو ته په اشارې سره د می په میاشت کې خبرداری ورکړو، "د تجهیزاتو ټیټ کیفیت چې ډاکټران یې کاروي دوی له جدي خطر سره مخامخ کوي، او پکار ده چې د روغتیا کارکوونکي د استعمالولو نه مخکې دغه شخصي حفاظتي تجهيزات ټسټ کړي.

په پاکستان کې د طب کارکونکو د کورونا ويروس ناروغۍ د ناروغانو ګڼ شمير مرګونو پړه د چین لخوا په جوړ شويو ناقصو وينټيلېټرو باندې اچولې ده.

د کمزوري وینټیلېټرو سره، د ټمپرېچر معلومولو ناقص ټوپکونه، د مخ ماسکونه او په چین کې د بوټانو جوړ شوي پوښونه په پاکستاني روغتیایي کارکونوکو کې غوسه راپورته کړې ده.

هند بنګله دیش او نیپال ته د چین د وړاندیزونو مخالفت کړی او ژمنه يې کړی چې خپلو متحدینو ته واکسین چمتو کړي.

د متحده ایالاتو حکومت سږکال د نړۍ په کچه د کورونا ويروس ناروغۍ سره د مبارزې لپاره د ۲۰ ملیارده ډالرو نه زياتې پيسې چمتو کړي دي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500