ديپلوماسي

خلیلزاد د سولې په خبرو اترو کې د افغانستان او پاکستان تر منځ د معاهدې غوښتنه کوي

پاکستان فارورډ او ای اېف پي

د افغانستان د روغې جوړې لپاره د متحده ایالاتو ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد (ګس اړخ ته) د سپتمر په ۱۴ مه په اسلام آباد کې د پاکستان د پوځي چارواکو سره خبرې اترې کوي. [د پاکستان د پوځ د عامه اړيکو دفتر]

د افغانستان د روغې جوړې لپاره د متحده ایالاتو ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد (ګس اړخ ته) د سپتمر په ۱۴ مه په اسلام آباد کې د پاکستان د پوځي چارواکو سره خبرې اترې کوي. [د پاکستان د پوځ د عامه اړيکو دفتر]

واشنګټن -- د افغانستان د روغې جوړې لپاره د متحده ایالاتو ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد هیله څرګنده کړې چې کابل د اسلام آباد، چې د طالبانو لپاره نه يوازې تاریخي ملاتړ لري بلکې له هغوی سره د اوږدې مودې راهیسې ازمايل شوي اړیکې هم لري، سره یوه معاهده کولی شي.

طالبان او افغان حکومت د قطر په دوحه کې د سولې په خبرو کې بوخت دي.

خلیل زاد وویل چې د پاکستان وزیر اعظم عمران خان او د پوځ ستر مشر جنرل قمر جاويد باجوه په سفارتي هڅو کې "مرسته" کوي.

هغه د چهار شنبې په ورځ (د اکتوبر په ۷ مه) له دوحه څخه د ویډیو په واسطه د شيکاګو يونيورسټۍ یوې غونډې ته وویل، "موږ د افغانستان او پاکستان ترمنځ یوه داسې هوکړه لیک غواړو چې د داخلي سولې سره ارتباط لري."

هغه وویل، دواړه هیوادونه به "موافقه وکړي چې دوی به اجازه ور نه کړي چې د دوی خاوره د افراطي ډلو یا هغه ډلو لخوا د يو بل پر ضد وکارول شي، کوم چې به د بل هیواد امنیت ته زیان رسوي."

پاکستان د فبرورۍ په ۲۹ مه د امریکې او طالبانو ترمنځ د معاهدې ستاينه کړې وه چې پکې واشنګټن اعلان وکړ چې دا به د کابل او اسلام آباد ترمنځ په خبرو اترو کې مرسته وکړي..

د پاکستان لپاره اقتصادي تشويقونه

خلیلزاد، چې تیره میاشت اسلام آباد ته تللی و، وویل چې هغه د پاکستان لپاره اقتصادي تشويقونه وليدل، چې د بجلۍ له سخت کمي سره مخ دی او که چیرې د افغانستان حکومت او طالبان یوه معاهده وکړي، نو دا د بجلۍ څخه مالامال مرکزي آسیا نه بجلي وارد کولی شي.

هغه وویل، "که چيرې په افغانستان کې سوله راشي، نو داسې اقتصادي لاملونه موجود دي چې په سیمه کې به بدلون راولي."

پاکستاني چارواکو د سولې د خبرو اترو هرکلی کړی، چې د سپتمبر په ۱۲ مه د میاشتو د ځنډونو وروسته پیل شوې.

خان د سپتمبر په ۱۱ مه ټويټ وکړو، "په پای کې، زموږ ګډو هڅو هغه ورځ راوستې ده چې د افغانستان خلکو غوښتله."

هغه په یو بل ټویټ کې وویل، "پاکستان به د افغانستان له خلکو سره په بشپړه توګه ملاتړ وکړي او له هغوی سره به پيوستون څرګند کړي، ځکه چې دوی د سولې او پرمختګ لپاره په دې پایله ورکونکي سفر کې مخ پروړاندې ځي."

د افغانستان د بهرنیو چارو سرپرست وزیر محمد حنیف اتمر په پروسه کې د پاکستان د رول ستاينه وکړه او ټويټ يې وکړو، "یو سوله ايز او باثباته افغانستان به نه یوازې د افغانستان بلکې د سیمې د پرمختګ او سوکالۍ لپاره نوي فرصتونه هم راولي."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500