ديپلوماسي

پاکستان ته د متحده ایالاتو د استازي سفر د افغان سولې لپاره شرایط وړاندې کوي

د ضياء الرحمان لخوا

د افغانستان د پخلاینې لپاره د متحده ایالاتو ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد (په منځ کې ښي اړخ ته) په اسلام آباد کې د اپریل په ۵-۶ مه له پاکستاني چارواکو سره خبرې اترې وکړې. [د پاکستان حکومت /ټویټر]

د افغانستان د پخلاینې لپاره د متحده ایالاتو ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد (په منځ کې ښي اړخ ته) په اسلام آباد کې د اپریل په ۵-۶ مه له پاکستاني چارواکو سره خبرې اترې وکړې. [د پاکستان حکومت /ټویټر]

اسلام اباد -- د افغانستان د پخلاینې لپاره د متحده ایالاتو ځانګړی استازی زلمی خليلزاد د شنبې په ورځ (د اپریل په ۶ مه) په افغانستان کې د جګړې د ختمولو لپاره د سیاسي حل د موندلو د هڅو د یوې برخې په توګه پاکستان ته دوه ورځنی سفر پای ته ورسولو.

خلیلزاد په کابل کې د پنځو ورځو تيرولو نه وروسته اسلام آباد ته د جمعې په ورځ (د اپریل په ۵ مه) راغی.

د خپل وروستي څوهيواديز سفر د برخې په توګه، دا ټاکل شوې وه چې خليلزاد به د چهارشنبې په ورځ (د اپريل په ۱۰ مه) واشنګټن ته د راستنيدلو نه مخکې قطر، افغانستاان، پاکستان، ازبکستان، اردن، برطاني او بيلجيم ته سفر وکړي.

خليلزاد هند، چين، افغانستان او پاکستان ته د ۸ او ۲۱ جنورۍ ترمنځ سفر وکړو او له هغه وخت راهيسې يې د افغانستان او نورو سيمه ييزو هېوادونو د مشرانو سره ګڼ شمير غونډې کړې دي.

د جنورۍ په ۱۷ او ۱۸ مه پاکستان ته د خپل وروستي دوو ورځني سفر په جریان کې، خلیلزاد د پاکستان د وزیر اعظم عمران خان او نورو لوړ پوړي چارواکو سره وکتل.

د پاکستاني مشرانو سره غونډې

په خپل وروستي سفر کې، خلیلزاد د ملکي او پوځي مشرانو، د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قريشي، د بهرنیو چارو سيکريټري تهمينه جنجوعه او د پوځ ستر مشر قمر جاوید باجوه سره خبرې اترې وکړې.

خلیلزاد په دوحه کې د امریکې او طالبانو ترمنځ د وروستیو خبرو اترو د پايلو په اړه قريشي ته معلومات ورکړل. د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په یوې اعلامیې کې وويل چې هغه په افغانستان او ټوله سیمه کې او په افغانستان دننه د خبرو اترو د خاصيتونو په اړه د خپلو غونډو تازه معلومات شریک کړل.

د دغه وزارت له مخې، قريشي وويل چې هغه د خليلزاد د هڅو ستاينه وکړه او د سولې د پروسې لپاره يې د پاکستان په ژمنو ټينګار وکړو.

د وزارت له مخې، په عين حال کې، باجوه او خلیلزاد په راوالپنډۍ کې په جنرل هيډکوارټرز کې د سیمه ایز امنیتي وضعیت او د افغان سولې خبرو اترو په اړه بحث وکړو.

په اسلام آباد کې د متحده ایالاتو سفارت خانې د هغه د سفر نه وروسته د دوشنبې په ورځ (د اپریل په ۸ مه) په يو بيان کې وويل، خلیلزاد د پاکستان د مشرانو شکريه ادا کړه چې د طالبانو د مذاکراتي ټیم په سفر کولو کې يې مرسته وکړه.

په دغه بيان کې راغلي چې دواړو لوريو په دې اړه خبرې وکړې چې په افغانستان کې سوله به څنګه پاکستان ته ګټه ورسوي او دا څنګه د سيمه ايز اقتصادي يووالي او پرمختګ لپاره فرصتونه رامنځته کولی شي.

بيان زياتوي چې متحده ایالات د پاکستان نه غواړي چې د سولې پروسې په ملاتړ کولو کې مثبت رول ولوبوي.

خلیلزاد په ټوېټر باندې د پاکستان د وروستي هڅو شکريه ادا کړه چې د افغانستان د سولې په بهیر کې يې مرسته وکړه او د دې تفاهم تاييد يې وکړو چې په پای کې افغانان، او یواځې افغانان به خپل راتلونکی ټاکي.

د سولې لپاره شرایط وړاندې کول

شنونکي او چارواکي وايي چې د خليلزاد هڅې د سولې د بهير يوه مهمه برخه ده.

په کابل کې د پاتې کيدو په ترڅ کې، خليلزاد د افغان حکومت د چارواکو، د اپوزيشن سياستدانانو او مدني ټولنې استازو سره کار وکړو څو هغوی وهڅوي چې د طالبانو سره د سولې د خبرو اترو لپاره د خبرو اترو د استازو ډله جوړه کړي.

طاهر خان، چې په اسلام آباد کې د افغانستان او پاکستان د چارو شنونکی دی، وويل، د خلیلزاد څو هيواديز سفر به په دوحه کې د افغان طالبانو سره د خبرو اترو له پیل څخه يو څو ورځې مخکې پای ته ورسيږي.

خان پاکستان فارورډ ته وویل، "د افغان طالبانو مشران او د افغانستان سیاسي ليډرشپ به د قطر په مرکزي ښار کې د اپريل په ۱۳ او ۱۴ مه د خبرو اترو په بهیر کې برخه واخلي."

شاهد خټک، چې د پاکستان د پارلمان یو غړی او د پاکستان تحریک انصاف (پي ټي آی) ګوند غړی دی، پاکستان فارورډ ته وویل، د پاکستان حکومت هڅه کوي چې په افغانستان کې جګړه حل کړي او نږدې اړیکې جوړې کړي.

هغه د خان وروستۍ هلو ځلو ته ته اشاره وکړه چې د تورخم پوله شپه او ورځ او پوره هفته خلاصه وساتي او افغان کډوالو ته اجازه ورکړي چې په پاکستان کې د بينک اکاونټونه جوړ کړي.

خټک وويل، "دواړه هېوادونه د اورپکۍ او تاوتريخوالي له امله سخت زيانمن شوي دي، او د هغوی اوسيدونکي سولې او هم آهنګۍ ته اړتيا لري."

بلال الکوزۍ، چې په کابل کې يو څيړونکی او او د سولې په خبرو اترو باندې تمرکز کوي، وویل، خليلزاد په خپله دوره کې پاکستاني چارواکي وهڅول چې افغان طالبان قانع کړي چې د سولې په بهیر کې افغان چارواکي شامل کړي.

الکوزۍ پاکستان فارورډ ته وویل، "خلیلزاد هڅه کوي چې ټول همکاران -- په ځانګړې توګه طالبان، افغان حکومت او پاکستاني چارواکي -- يو ځای کړي چې په افغانستان کې د حل لپاره لاره هواره کړي."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500