جرم او انصاف

چارواکي د چینايي جرمي شبکو د زیاتوالي په اړه انديښنې څرګندوي

پاکستان فارورډ

د کراچۍ پولیس د مارچ په ۲۷ مه خپلې دندې ترسره کوي. [پاکستان فارورډ]

د کراچۍ پولیس د مارچ په ۲۷ مه خپلې دندې ترسره کوي. [پاکستان فارورډ]

کراچۍ -- په هيواد کې د چینایي وګړو د جنایي او جعلي فعالیتونو د زیاتوالي په اړه انديښنې د پاکستان قانون پلي کونکو چارواکو او اتباعو لخوا زیاتیږي.

وروستي سکېنډلونو -- ناوې د قاچاق کولو او د ای ټي ایم (ATMs) څخه د پیرودونکو د کارډ شمیرو او شخصي شناخت شميرو (پينونه) راټولولو لپاره د "سکیمنګ" پيښې په ګډون -- چینایي جنایي ډلې په ډاګه کړي دي.

شنونکي وايي، خو د دوی ډیر جرمونه د حکومتي چارواکو د فشار له امله په رسنۍ کې نه په ګوته کیږي ځکه چې دوی ويره لري چې دا به له بیجینګ سره د اسلام آباد ښې اړیکو ته زيان ورسوي.

د دې ناوړه رجحان په يو بل مثال کې، پولیسو د اپرېل په ۲۴ مه د خېبر پښتونخواه په مانسهره ضلعه کې یو چینایي وګړی ونیولو چې هغه په دې تورن دی چې د روزګار په معامله کې د فراډ کولو نه وروسته هغه دا څرګنده کړه چې هغه تښتول شوی دی.

پاکستاني عیسایان د جنورۍ په ۱۵ مه د کراچۍ په کورنګي سیمه کې په یوې کلیسا کې په یوې غونډې کې برخه اخلي. عیسایان د چینايي جرمي ډلو لخوا د 'ناوې تښتونې' اصلي هدف و. [پاکستان فارورډ]

پاکستاني عیسایان د جنورۍ په ۱۵ مه د کراچۍ په کورنګي سیمه کې په یوې کلیسا کې په یوې غونډې کې برخه اخلي. عیسایان د چینايي جرمي ډلو لخوا د 'ناوې تښتونې' اصلي هدف و. [پاکستان فارورډ]

د کراچۍ پولیس د مارچ په ۲۷ مه د یو بينګ مخې ته ښودل شوي دي. [پاکستان فارورډ]

د کراچۍ پولیس د مارچ په ۲۷ مه د یو بينګ مخې ته ښودل شوي دي. [پاکستان فارورډ]

ډېلي امت راپور ورکړو چې د کراچۍ او د سیند پولیسو د ګرفتارۍ لپاره همکاري وکړه او د کراچۍ پولیسو یوه ډله واستوله چې شکمن بیرته ښار ته راولي.

د کراچۍ د پولیسو مشر غلام نبي میمن وویل، دغه سړی، چې نوم یې له رسنیو څخه پټ کړی شوی دی، د کراچۍ یو شمیر اوسیدونکو سره ټګي کړې او له دوی څخه یې په ملیونونو روپۍ پټې کړې.

د دغه سړي همکار د اپرېل په ۲۰ مه پولیسو ته شکایت وکړو او ویې ویل چې دغه شکمن کس د کراچۍ په ډيفنس هاوسنګ اتھارټۍ په سيمه کې تښتول شوی و.

میمن وویل، کله چې پولیسو د هغه د ورکیدو په اړه تحقیقات پیل کړل، نو دوی وموندل چې دغه چینايي وګړي د کار موندنې جعلي سکيم چلولو او د اوسیدونکو نه یې په ملیونونو روپۍ په دوکه اخيستې وې.

شکایتونه مخ په ډیریدو دي

د اېف آی ای چارواکي وايي، د فدرالي تحقیقاتو ادارې (اېف آی ای) په تیرو څو کلونو کې د اوسیدونکو نه ډیر شکایتونه ترلاسه کړي دي.

د اېف آی اې یو چارواکي، چې د نوم نه ښودلو غوښتنه یې وکړه ځکه چې هغه له رسنیو سره د خبرو اجازه نه لري، وویل، "ډیر کسان د چین او پاکستان ترمينح اقتصادي دهلیز (سي پيک) د پروژې لاندې د دندو او قراردادونو د ورکولو په شکل کې لوټل شوي دي."

دغه چارواکي وويل، چینایي جرمي ډلې د معصوم پاکستانيانو -- سوداګرو او په ځانګړي ډول زده کونکو -- د دوکه کولو لپاره د وي چېټ پیغام رسولو اېپ او ايمېلونه استعمال کړل او د هغوی نه يې په ملیونونه روپۍ پټې کړې.

هغه وويل، "اوس دا مهمه ده چې عام وګړي د ډیجیټل سواد زده کړې په اړه پوهه کړو چې دوی د جعلي فعالیتونو په ګډون د سایبر جرمونو د مختلفو اړخونو نه باخبره پاتې شي."

دغه چارواکي زیاته کړه، په ورته جرمي فعالیتونو کې زیاتوالي ته په پام سره، د پاکستان حکومت باید چینايي وګړو ته د ویزو ورکولو په وخت احتياط وکړي.

'د ناوې قاچاق'

له ۲۰۱۸ کال راهیسې، پاکستان د هغه چینايي ډلو په وړاندې مبارزه کوي چې د ځوانو جينکو په انساني قاچاق کې ښکېل دي.دا ډلې د بېوزلو ښځې او د هغوی کورنۍ په نښه کوي او د هغوی سره د پولې نه هاخوا د ډیر سوکاله ژوند دروغې ژمنې کوي.

د ښځو قاچاق ته پام وروسته له هغې وشو کله چې ای آر وايي په اپرېل ۲۰۱۹ کال کې د تحقيقاتو يو راپور خپور کړو چې په هغې کې یې په لاهور کې د ودونو په يو غير قانوني مرکز کې د چینایي کسانو او ښځينه پاکستانيانو -- د دوو تنکي ښځو په ګډون -- ګڼ شمير انځورونه خپاره کړل.

په تير دسمبر کې د اسوشیټیډ پریس د تحقیقاتو له مخې، لږ تر لږه ۶۲۹ جينکۍ او ښځې د چینايي نارينه وو د ميرمنو په توګه خرڅې شوې او چین ته بووستل شوې دي.

جمشيد ډينيل، چې په فيصل آباد کې يو عيسايي فعال دی، وويل، د ودونو ګڼ شمير غير قانوني مرکزونه، چې چینايي ډلې يې چلوي، په پنجاب کې فعال دي او په ځانګړې توګه د هغه عیسايانو په ټولنه باندې تمرکز کوي، چې زياتره په کې تعليم يافته نه دي او په اقتصادي توګه کمزورې دي.

هغه وويل، خو اوس، په ټول هیواد کې کلیساګانو د پوهاوي کمپاین پیل کړی چې د چینایي ډلو لخوا د غیرقانوني ودونو مرکزونو په اړه د عيسايانو ټولنې ته خبرداری ورکړي.

د ای ټي ايم سکيمنګ فراډ

د قانون پلي کونکي چارواکي وايي، د چین د جنایي شبکو د زياتره غړو نيولو وروسته، دوی دغه جنايي شبکې ماتې کړي کومې چې په ای ټي ايم سکيمنګ کې ښکېل وې.

پولیسو ګڼ شمیر چینايي وګړي ونيول چې په ۲۰۱۸ کال کې په ای ټي ايم سکيمنګ کې ښکيل ول او د هغوی نه يې په ملیونونو روپۍ او په سلګونو ای ټي ايم کارډونه ترلاسه کړل.

دي نېشن ورځپاڼې راپور ورکړو، د کراچۍ یوې محکمې د مارچ په ۳ مه د ای ټي ايم په سکیمرانو کې يو چینایي وګړی ته د شپږو کالو او دريو مياشتو سزا واوروله او هغه يې يو ميليونه روپۍ (۶،۲۰۰ امريکايي ډالره) جرمانه کړو.

په داسې حال کې چې په سکیم کې ښکيله چینایي شبکه ماته شوې ده، چارواکو خبرداری ورکړو چې پاکستاني جنایتکاران، چې چینايي ډلو روزلې ول، اوس هم داسې د ای ټي ايم د سکیمنګ سکيمونه چلوي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500