پاکستان لږ تر لږه ۸ چينيان د بشري قاچاق په تور ونیول

ای ايف پي

اسلام آباد -- چارواکو د سه شنبې په ورځ (د می په ۷ مه) ای ايف پي ته تایید کړه چې پاکستان لږ تر لږه اته چينايي وګړي ونيول چې د ځوانو پاکستانۍ جينکو سره په جعلي ودونو کې ښکيل ول او بیا به یې په چین کې هغوی په بدکارۍ باندې مجبوره کول.

د فدرالي تحقیقاتو ادارې (ايف آی ای) وياند وويل، څلور هغه پاکستانیان ونيول شول چې په جعلي ودونو کې يې مرسته کړې وه. ايف آی ای تمه لري چې نورې ګرفتارۍ به وشي، په داسې حال کې چې تحقيقات به دوام ومومي.

د بشري حقوقو څار د اپریل په میاشت کې په يو راپور کې د پاکستان څخه چین ته د "ناوې" قاچاق په اړه اندیښنه څرګنده کړه، چې ویل یې اسلام آباد له پکار ده چې دې راپورونو ته "پام" وکړي.

د اپرېل په میاشت کې، د پاکستان يو نيوز چینل ادعا وکړه چې دې په لاهور کې د ودونو مرکز ته لاس رسي ترلاسه کړې چيرته چې به بيوزلي کورنيو خپلې لوڼې د پیسو او ویزو په بدل کې چینایي وګړو ته ودولې.

په اسلام آباد کې د چین سفارت خانې وويل چې "چین د پاکستان د قانون پلي کونکو ادارو سره همکاري کوي چې د غیرقانوني ودونو مرکزونو په وړاندې مبارزه وکړي."

تروریستي سازمانونه لکه داعش انساني قاچاق د خپلو موخو د تمويل او د استخدام لپاره د يوې وسیلې په توګه استعمال کړی دی. د بیلګې په توګه، د نوي جنګیالیو د راجلبولو لپاره، داعش په عراق کې یزیدیه ښځې او جينکۍ وتښتولې چې د هغه کسانو لپاره يې د جنسي غلامانو په توګه استعمال کړي کوم چې د وسله والې ډلې سره یو ځای کيږي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500