ټولنه

نوی اېپ په خېبرپښتونخواه کې د ماشومانو د ساتنې لپاره ډیجیټل هڅې پیلوي

د ظاهر شاه شيرازي لخوا

د 'میرا باچا الرټ' اېپ یو سکرین شاټ. [ظاهر شاه شیرازي]

د 'میرا باچا الرټ' اېپ یو سکرین شاټ. [ظاهر شاه شیرازي]

پېښور -- د ماشومانو د حقونو مدافعین او د مدني ټولنې فعالان په خېبر پښتونخواه کې د نوي نوښت هرکلی کوي، چې موخه يې د ماشومانو ساتنه ده.

د خېبرپښتونخواه حکومت په تیر نومبر کې د "میرا باچا الرټ" پيل کړو، چې دا یو ډیجیټل اېپ دی چې د ورک شويو ماشومانو په موندلو او د ماشومانو سره د ناوړه چلند په مخنیوي کې به مرسته وکړي.

ماشومان او میرمنې د هغه ډلو څخه وې چې په پاکستان کې د اورپکۍ زياتره قرباني شوي وې. وسله والو اکثر ماشومان تښتول چې د ماشوم سرتیرو یا ځان وژونکو په توګه وکارول شي.

دا اېپ والدېنو ته وړتیا ورکوي چې هغه وخت سملاسي د پولیسو راپور درج کړي کله چې د دوی ماشوم ورک شي. دا د پاکستان سټیزن پورټل، چې په ملي کچه يو اېپ دی چې د حکومتي ادارو سره د شکایتونو د ثبتولو لپاره کارول کیږي، سره تړاو لري او د اړوندو ضلعو افسرانو او سیمه ایز پولیس افسرانو او همدارنګه انسپکټر جنرل او چيف سيکريټري ته خبرداری او پیغامونه استوي.

د خېبر پښتونخواه وزير اعلی محمود خان د نومبر په میاشت کې "ميرا باچا الرټ" پيلوي، چې موخه يې د ماشومانو په وړاندې د جرمونو په مخنيوي کې مرسته کول دي. [ظاهر شاه شیرازي]

د خېبر پښتونخواه وزير اعلی محمود خان د نومبر په میاشت کې "ميرا باچا الرټ" پيلوي، چې موخه يې د ماشومانو په وړاندې د جرمونو په مخنيوي کې مرسته کول دي. [ظاهر شاه شیرازي]

دا اېپ د ایدهي مرکزونو او د ماشومانو د ساتنې لپاره نورو ادارو او همدارنګه د پولیسو تلیفوني مرکزونو او د مرستې ځایونو ته هم خبرداری ورکوي.

په پېښور کې میشت د بشري حقونو فعاله او د ماشومانو د حقونو متخصصه آسیا پروین مغل وویل، "له بده مرغه، پخواني حکومتونه د دې اغیزمن میکانیزم په جوړولو کې ناکامه شوي چې د دې هيواد ماشومان د جنسي تیري قرباني کیدو نه وساتي."

مغل وویل، "خو د ماشومانو خوندیتوب لپاره ډیجیټل محافظتي اقدام -- د [خېبر پښتونخواه] حکومت ميرا باچا الرټ -- به یوه لویه بریا ثابته شي."

هغې وویل، "ډیر ورک شوي ماشومان په خېبر پښتونخواه کې د تروریستي بریدونو، سوال کولو او د ماشومانو د قاچاق لپاره کارول شوي دي."

مغل وویل، "په تیرو څو کلونو کې په پاکستان کې په لویه کچه کېسونه -- راپور شوي او نه راپور شوي -- پيښ شوي چیرې چې د ماشومانو د فحش ويډيوګانو لپاره څو ځله ماشومان تښتول شوي او جنسي تیري پرې شوي."

هغې زیاته کړه، مدني ټولنه او رسنۍ د ماشومانو د ساتنې لپاره د لارو چارو، د والدینو او ښوونکو د مسؤلیتونو په اړه پوهاوی لوړوي چې دوی ته وښيي چې څنګه ځان خوندي وساتي.

په اسلام آباد کې د ماشومانو د حقونو سازمان ساحل لخوا د دسمبر ۲۰۱۸ کال د راپور له مخې، په پاکستان کې د ماشومانو د جنسي تیري کېسونه په ۲۰۱۷ کال کې هره ورځ د نهو کيسونو په پرتله د ۲۰۱۸ کال په لومړيو شپږو مياشتو کې ۱۲ ته لوړ شول.

د ۲۰۱۹ کال په لومړیو شپږو میاشتو کې، په سیند کې له ۴۵۸ څخه ډیرې پیښې راپور شوې، چې په بلوچستان کې ۳۲، په خېبرپښتونخواه کې ۵۱ او پنجاب کې ۶۰۰ پیښې ثبت شوي دي. دغه غیر دولتي موسسې په تیر دسمبر کې په یو راپور کې وویل، شاوخوا ۷۲۹ جينکۍ او ۵۷۵ هلکان په تیرو شپږو میاشتو کې په څه ډول د جنسي تیري ښکار شوي ول.

مغل په نورو صوبو غږ وکړ چې "ورته ماډل غوره کړي چې د ماشومانو خوندیتوب نظامونه پياوړي کړي او واک ورته ورکړي".

په پېښور کې د ماشومانو د حقونو د شنونکي عمران ټکر په وینا، دا اېپ به د ورک شويو ماشومانو او د ماشومانو سره د ناوړه چلند پیښو پیژندلو کې مرسته وکړي.

هغه د پوهاوي اړتیا په ګوته کړه او د خېبر پښتونخواه حکومت څخه یې وغوښتل چې د ماشومانو د ساتنې قوي نظام جوړولو لپاره د خېبرپښتونخواه د ماشومانو د ساتنې او فلاح کميشن لپاره بودیجه ځانګړې کړي.

ټکر زیاته کړه، "د ماشومانو د ساتنې او فلاح کمیشن باید د هغوی د [ماشومانو] یوځای کیدو او بیارغونې لپاره د اړوندو معلوماتو سره معلومات ولري."

هغه وویل، "دا به يو لوی اقدم وي چې د سړک ماشومان او تښتول شوي ماشومان د هغه ترهګرو په لاس کې د ورتلو نه منع کړي کوم چې دوی په پاکستان کې، په ځانګړي توګه خېبرپښتونخواه او پخوانۍ فاټا کې، اورپکۍ او ترهګرۍ ته په لمن وهلو کې کارولي وو."

د ماشومانو ساتنه

په عین حال کې، د خېبرپښتونخواه حکومت د ماشومانو د ساتنې لپاره نور ګامونه اخلي.

په نوښار ضلعه کې د جنورۍ په ۱۸ مه د یوې اته کلنې جينۍ له وژنې او جنسي تیري وروسته، د خېبر پښتونخواه وزیراعلی محمود خان اعلان وکړو چې د ماشومانو په وړاندې د ناوړه چلند او نورو جرمونو د مخنیوي لپاره به د یوې میاشتې په اوږدو کې سخت قوانین عملي شي.

د جنورۍ په لومړۍ نیټه د ماشومانو سره د ناوړه چلند د پخوانیو کيسونو پروړاندې په احتجاج کې، په خېبر پښتونخواه اسمبلۍ کې د ټولو پارټو ښځینه قانون جوړوونکو د ماشومانو سره د ناوړه چلند کونکو او نورو هغه سرغړوونکو لپاره د مرګ د سزا غوښتنه وکړه چې د ماشومانو سره يې ناوړه چلند کړی و.

قمر نسيم، چې په پېښور کې د مدني ټولنې بليو وينز مشره ده، وویل، د ميرا باچا الرټ اېپ یا د ماشومانو د خوندیتوب لپاره د دولت لخوا پورته شوی هر ګام "ښه دی، خو دې ته ډيره اړتيا ده چې لومړې د خلکو په منځ کې پوهاوی رامنځته کړو."

هغه وویل، د معلوماتو راټولولو پروسه باید په سمه توګه وارزول شي. هغه زیاته کړه چې چارواکي د ترهګرو لخوا د ماشومانو استحصال او د ماشومانو سره د نور ناوړه چلند په اړه معلوماتو ته اړتیا لري، ځکه چې ډیر کېسونه نه دي راپور شوي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500