اسلام آباد -- چارواکو وويل، پولیسو د پنجاب صوبې په چونیان کې د څلورو ماشومانو د جنسي تیري او وژلو په تور یو ستر شکمن قاتل نیولی دی.
لومړي ماشومان -- محمد عمران، محمد فیضان، علي حسنین او محمد سلمان -- د جون په میاشت کې ورک شول. د دوی لاشونه تیره میاشت په قصور ضلعه کې د چونیان په شاوخوا کې وموندل شول.
پولیسو وویل چې دغه قربانیان، چې ټول د ۸ او ۱۲ کلونو تر منځ عمر لرلو، د جنسي تیري وروسته وژل شوي ول.
د پنجاب وزیر اعلی سردار عثمان بزدار د سه شنبې په ورځ (د اکتوبر په لومړۍ نيټه) خبریالانو ته وویل چې پولیسو ۲۷ کلن سهیل شهزاد وروسته له هغې ونیولو کله چې د هغه د ډي اين اې نمونه د هغه ډي اين اې سره سمون وخوړلو کومه چې د ماشومانو په لاشونو باندې موندل شوې وه.
هغه به د ترهګرۍ قانون لاندې محاکمه شي
بزدار وویل، شهزاد به د ماشومانو د تښتولو، وژلو او د هغوی جنسي تيري په تور د ترهګرۍ پرضد د قانون له مخې محاکمه شي.
د شيخوپوره د سیمه ایزو پولیسو افسر (آر پي او) سهیل حبیب تاجک وویل، "پوليسو د لویې پلټنې په دوران کې د ۲۶،۲۵۱ کسانو سروې وکړه، ۴،۶۸۴ کورونه یې وکتل او د ډي اين اې ۱،۷۳۴ نمونې یې راټولې کړې."
هغه زیاته کړه چې پولیسو د ۹۰۴ ډرایورانو معلومات هم راټول کړل، د ۸،۳۰۷ تلیفونونو د ډیټا تجزيه يې وکړه او د ۳،۱۱۷ شکمن کسانو نه یې پوښتنې وکړې.
تاجک وویل، "دا هغه هڅې دي چې پولیسو د دې مجرم د نیولو لپاره ترسره کړې."
شهزاد په ۲۰۱۱ کال کې د یو ماشوم سره د جنسي تیري په تور نیول شوی وو او جيل ته تللی وو. په هغه وخت کې، هغه د ریکشې د ډريور په توګه کار کولو. له زندان څخه د راوتلو وروسته، هغه په تندور کې کار پیل کړ.
د جرمونو او ترهګرۍ په فورنسک تحقیقاتو کې پرمختګ د داسې کس نیول ممکن کړل.
د وژلو او د ماشومانو سره د ناوړه چلند مخه نيول
پاکستانیان د سختو قوانینو په پلي کیدو باندې ټینګار کوي چې د داسې پیښې د بیا رامنځته کيدو مخه ونیول شي.
څارونکي وايي، په داسې حال کې چې پاکستان د ماشومانو د خوندیتوب قانون لري، خو زيات کار پکار دی چې د کورنیو او ټولنې ترمنځ پوهاوې رامنځته کړی شي چې قربانیان د انصاف غوښتنه وکړي.
ډیر څارونکي وايي، هغه ماشومان چې د ناوړه چلند ښکار شوي وي او له پامه غورځول شوي وي، زيات رجحان لري چې د ناوړه چلند د نورو ممکنه اثراتو نه علاوه د افراطي ډلو او د تاوتریخجن جنایتکارو ډلو د استخدامونکو په لاس ورشي.
په پاکستان کې وسله والو له پامه غورځول شوي ماشومانو نه ځان وژونکي برید کونکي جوړ کړي دي.
په پېښور کې میشت د ماشومانو د حقونو فعال ارشد محمود وویل، "موږ اړتیا لرو چې د خپلو ماشومانو د ساتنې لپاره متحد شو او په ټولنه کې د ماشومانو سره د ناوړه چلند مخه ونیسو."
هغه وویل، حکومت، ماشومان، والدین او د ټولنې هره برخه باید د داسې ځناورو نه د ماشومانو په ساتنه کې رول ولوبوي.
په پېښور کې د یو پرايويټ سکول ښوونکې ظفرالله وویل، "باید د داسې جرمونو په اړه سخت قوانین شتون ولري ... چې هیڅ څوک د هیڅ ماشوم د لمس کولو جرت ونه کړي."
هغه وویل، "یوازې په ټولنه کې انصاف د داسې جرمونو مخه نیولی شي او ټولنه له شرونو لکه د اورپکۍ او ترهګرۍ نه ژغورلی شي."
دا وحشي لیوه په عام محضر کې ووژنئ تر څو زموږ ټولنه پاکه کړي او زموږ کورونه کوڅې او ټولنه زموږ د ماشومانو لپاره خوندي او سوله ایزه کړي. دا یوازینۍ لاره ده.
ځوابتبصرې 2
هغه باید په عامه توګه اعدام شي.
ځوابتبصرې 2