تروريزم

وګړي د ای پي ايس برید ۵ کاله وروسته د سولې خپرولو سره قربانیانو ته درناوی وړاندې کوي

د جاويد خان لخوا

د پاکستان د مدني ټولنې فعالان په ۱۵ دسمبر ۲۰۱۶ کال کې په لاهور کې په هوا کې لاټينونه خوشې کوي، په داسې حال کې چې دوی په پېښور کې په آرمي پبلک سکول کې د تروریستي برید قربانیانو ته د برید په دویمه کلیزه کې درناوی وړاندې کوي. [عارف علي/ای اېف پي]

د پاکستان د مدني ټولنې فعالان په ۱۵ دسمبر ۲۰۱۶ کال کې په لاهور کې په هوا کې لاټينونه خوشې کوي، په داسې حال کې چې دوی په پېښور کې په آرمي پبلک سکول کې د تروریستي برید قربانیانو ته د برید په دویمه کلیزه کې درناوی وړاندې کوي. [عارف علي/ای اېف پي]

پېښور -- په داسې حال کې چې پاکستانیان په آرمي پبلک سکول (ای پي ايس) باندې د مرګوني برید پنځمه کلیزه لمانځي، د قربانیانو کورنۍ د سولې او افراطیت ته د ماتې ورکولو په لور کار ته دوام ورکوي.

د ۱۵۰ نه زيات پاکستانیان، چې زياتره پکې ماشومان وو، په ۱۶ دسمبر ۲۰۱۴ کال کې هغه وخت ووژل شول کله چې د تحریک طالبان پاکستان ترهګرو په پېښور کې په يو سکول باندې برید وکړو. د ۱۱۰ نه زيات نور کسان پکې ژوبل شول.

د لسم جماعت زده کوونکی شیرشاه شهيد په وژل شویو کې شامل وو. احمدشاه، چې د هغه ورور وو او په دغه وخت کې د اتم جماعت زده کوونکی وو، ژوندی پاتې شو، خو له هغه وخت راهیسې په صدمه کې اخته دی.

د شیر او احمد پلار طفېل خټک وویل، "زما هدف د تعلیم له لارې په سیمه کې سولې ته وده ورکول او سوله خپرول دي، چې د دې لپاره زما زوی خپل ژوند قرباني کړو."

د ای پي ايس برید د شهیدانو والدین او د کورنۍ غړي د دسمبر په ۱۵ مه د پېښور پریس کلب بهر احتجاج کوي چې د یو خونړي برید پنځمه کلیزه ولمانځي. [جاوید خان]

د ای پي ايس برید د شهیدانو والدین او د کورنۍ غړي د دسمبر په ۱۵ مه د پېښور پریس کلب بهر احتجاج کوي چې د یو خونړي برید پنځمه کلیزه ولمانځي. [جاوید خان]

هغه زده کونکي چې د شیرشاه شهید ټیلینټ ايوارډ يې ګټلی وو د اپریل په میاشت کې د نوښار په چراټ کې د يوې موسسې د چيرمين طفېل خټک (ګس اړخ ته) سره تصوير وباسي. [د طفېل خټک نه په مننه]

هغه زده کونکي چې د شیرشاه شهید ټیلینټ ايوارډ يې ګټلی وو د اپریل په میاشت کې د نوښار په چراټ کې د يوې موسسې د چيرمين طفېل خټک (ګس اړخ ته) سره تصوير وباسي. [د طفېل خټک نه په مننه]

د دغه قتل عام وروسته، خټک په خپل ابايي ښار د نوښار په چراټ کې د مستحق او تکړه زده کونکو لپاره شیرشاه شهید ټرسټ او ټيلنټ ايوارډ جوړ کړو. دا موسسه هر کال ۲۷ زده کونکو ته سکالرشپونه او شيلډونه ورکوي.

سږکال هغه د یاسر الله په نامه نهه انعامونه ورکوي.

خټک وويل، "یاسر په دغه بده پيښه کې د چترال څخه یوازینی شهید وو، او ما غوښتل چې د هغه قرباني ومنم، او د هغه د ضلعې ځوانان هم وهڅوم."

خټک وویل، "زما زوی شیرشاه خپل ژوند د تعلیم لپاره قرباني کړو، په داسې حال کې چې زما کوچنی زوی احمدشاه لا تر اوسه د صدمې څخه نه دی وتلی، خو اوس زه غواړم چې د خپلو نورو ماشومانو [تکړه او مستحق زده کونکي] په تعلیم کې مرسته وکړم."

هغه وویل، تعلیم د هرې ستونزې حل دی، په ځانګړي توګه د افراطي ذهنونو بدلولو لپاره.

خټک وویل، "زه غواړم چې نه يوازې د تعلیم په برخه کې مرسته وکړم بلکې په خپل کلي، ضلعه او نورو سیمو کې د ماشومانو د لوبو د فعالیتونو هم ملاتړ وکړم."

په عین حال کې، فضل خان ایډوکیټ، چې د صاحبزاده عمر خان پلار دی او وژل شوی وو، په پېښور کې په خپل ابایي ځای مرشد اباد سیمه کې د بې وزله ناروغانو لپاره وړیا هسپتال جوړ کړی دی.

هغه وویل، "زما زوی غوښتل چې ډاکټر جوړ شي او د ناروغانو وړيا علاج وکړي. ما دا هسپتال جوړ کړو چې د هغه وعده پوره کړم."

د قربانيانو درناوی

کارکوونکو د پنځمې کليزې څخه مخکې د پېښور په مختلفو ځایونو کې د قربانیانو تصویرونه نصب کړل. پروګرامونه په هغه دولتي سکولونو کې ترسره کيږي کوم چې د قربانيانو نومونه لري.

ګڼ شمیر ډلو او سازمانونو د مشعلونو لاریونونو، سیمینارونو، پيدل تګ او نورو پروګرامونو انتظام کړی دی.

د خېبرپښتونخواه د ټولنیزو رسنیو يو کارونکي یوسف انور ټویټ وکړو، "په پېښور کې د دسمبر په ۱۶ مه د عامې لايبريرۍ په تالار کې د شهید شويو ماشومانو لپاره د والدينو سیمینار."

په اسلام آباد او پېښور کې لوړپوړو چارواکو دا کلیزه ولمانځله.

د پاکستان صدر، وزيراعظم او د پوځ مشر ټولو د غمجنې ورځې بيانونه خپاره کړل.

وزیر اعظم عمران خان د پنځمې کليزې په موقعه وویل، "د بې ګناه کسانو وینو ملت د هر ډول افراطیت، ترهګرۍ، تاوتریخوالي او کرکې پروړاندې متحد کړل."

د پوځ ستر مشر جنرل قمر جاوید باجوه په یو ټویټ کې وویل، په مجرمانو کې پنځه تنه اعدام شوي دي. هغه زياته کړه چې "هغه شهیدانو او د هغوی کورنیو ته سلامي وړاندې کوي."

د خېبرپښتونخواه حکومت د دوشنبې ورځ (۱۶م دسمبر) د ای پي ايس شهیدانو سره د پیوستون ورځ وټاکله.

د خېبر پښتونخواه د تعلیم د وزیر سلاکار ضیاء الله بنګش وویل، "د ای پي ايس شهیدان زموږ اتلان دي چې د ترهګرو ناوړه پلانونو ناکامه کولو لپاره یې خپل ژوند قرباني کړو." بنګش د دغه صوبې ټولو سکولونو ته لارښوونه وکړه چې ځوان اتلانو ته د باج ورکولو لپاره ځانګړي مراسم ترسره کړي.

بنګش وویل، "موږ په دوامداره توګه په دې صوبه او د هیواد په نورو برخو کې د تعلیم شمعې بلوو، کوم چې ترهګرو غوښتل چې مړې يې کړي... خو په دې کار کې پاتې راغلل." هغه زیاته کړه چې د ای پي ايس د بدې پيښې نه وروسته، ټول ملت او د هغې ادارې متحد دي چې په هیواد کې ترهګري ختم کړي.

د کورنیو چارو پخواني وفاقي وزیر آفتاب احمد خان شیرپاو په یو بيان کې د ای پي ايس شهیدانو او ژوندي پاتې شویو کسانو ته باج ورکړو. شیرپاو، چې پخپله په لږ تر لږه درېو ځان وژونکي بریدونو کې ژوندی پاتې شوی دی، وویل، "دغه بدې پيښې ټول خلک د ترهګرو پروړاندې متحد کړل." "ملت به تل د ځوانو اتلانو قرباني په یاد ولري."

تل چمتو

د پېښور مرکزي ښار د پولیسو افسر (سي سي پي او) محمد علي ګنډاپور وویل، "موږ د کليزې په موقعه د حساس ځایونو او تعلیمي ادارو امنیت لوړ کړی دی."

هغه وویل، پولیسو د زده کونکو او ښوونکو د ساتنې لپاره په تیرو څو کلونو کې په منظم ډول د سکولونو د امنیت معاینه کړې ده.

ګنډاپور وویل، امنیتي ځواکونو وروسته له هغې په منظم ډول د لټون او بريد عمليات ترسره کړل کله چې حکومت د ای پي ايس قتل عام نه لږ وروسته د ترهګرۍ پرضد د ملي عمل پلان (نيپ) پرانیسته وکړه.

د خېبرپښتونخواه د پولیسو ویاند کوکب فاروق وویل، "د ترهګرۍ پېښې هر کال کمېږي، او د دې کال ارقام د ډيرو کلونو په پرتله ډير کم دي."

هغه زیاته کړه چې په خېبر پښتونخواه کې په ۲۰۱۹ کال کې تر دې دمه څه لوی ترهګریز برید نه دی شوی.

فاروق وويل، "د ترهګرۍ عمومي پیښې [په ملي کچه] د ۲۰۱۸ کال په لومړیو لسو میاشتو کې د ۷۵ نه ۷۲ ته په روان کال کې راکمې شوې."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500