امنیت

په ای پي ايس بريد کې ژوندي پاتې شوي کسان او والدين د ملا فضل الله په مرګ جشن کوي

د اشفاق يوسفزۍ لخوا

یوه جينۍ د ۲۰۱۶ کال د دسمبر په ۱۶ مه په ملتان کې د هغه اوسيدونکو سره يو ځای کيږي کوم چې شمعې لري، په داسې حال کې چې دوی په پیښور کې په آرمي پبلک سکول باندې د تحریک طالبان پاکستان په برید کې د قربانيانو دویمه کلیزه لمانځوي. د ټي ټي پي ترهګرو په دغه سکول کې له ۱۵۰ څخه زیات ماشومان او ښوونکي وژلې ول. [ایس ایس میرزا/ای ايف پي]

پیښور -- د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) مشر ملا فضل الله مرګ د ژوندي پاتې شويو او د هغه کسانو کورنيو ته سکون او اطمينان ورکړو کوم چې په دسمبر ۲۰۱۴ کال کې په پیښور کې په آرمي پبلک سکول (ای پي ایس) کې په قتل عام کې وژل شوي ول.

فضل الله د جون په ۱۵ مه د افغانستان په کونړ صوبه کې په مروره ډسټرکټ کې په هوایي برید کې ووژل شو. هغه دغلته کې له هغه وخت راهيسې پټ شوی و کله چې په ۲۰۰۹ کال کې په وادي سوات کې د پاکستاني پوځ لخوا په راه نجات عملياتو کې له خپل کلي څخه تیښتې ته مجبوره شو.

فضل الله، چې په غير قانوني ريډيو باندې د "ملا ريډيو" په نامه مشهور و، په ۲۰۱۳ کال کې د تحریک طالبان پاکستان مشر شو.

هغه د ای پي ايس برید په پلان جوړونکو کې و. په دغه برید کې له۱۵۰ څخه زیات پاکستانیان، زياتره ماشومان، وژل شوي ول.

یو پاکستانی ژورنالیسټ د ۲۰۱۰ کال د جولای په ۲۳ مه په پیښور کې د بنياد پرست پاکستاني ملا فضل الله فوټيج ګوري. فضل الله په ضلع سوات کې د شرعي قانون د پلي کولو لپاره د دوو کالو د تاوتریخوالي کمپاين ترسره کړو. هغه په دغه کمپاين کې د جينکو د تعليم مخالفت وکړو او تر هغه وخت پورې يې خپل دښمنان ووژل کله چې حکومت د زرګونو پوځیانو د ځای پر ځای کولو امر وکړو. هغه د جون په میاشت کې د امريکې- افغان په هوايي برید کې ووژل شو. [ای مجید/ای ايف پي]

په یو تصوير کې، چې په ۲۰۱۵ کال کې د جولای په ۲۹ مه خپور شوې و، د کویټې ځوانان په پیښور کې د ای پي ايس د ماشومانو او استادانو، چې د ټي ټي پي لخوا وژل شوي ول، په ياد کې د شمعو بلولو په يو تعزيتي پروګرام کې ګډون کوي. [وطنپال فوټوګرافي/فليکر]

'زموږ غم ختم شوی دی'

جاوید خټک، چې زوی یې په ای پي ايس کې وژل شوی و، وویل، د فضل الله وژل "د والدينو او د ای پي ايس د قربانيانو د خپلوانو لپاره د اطمینان خبره ده."

سره له دې چې د فضل الله مرګ به د هغه زوی بېرته راژوندی نه کړي، خو دې هغه ته خورا خوشحالي ورکړې ده.

هغه پاکستان فارورډ ته وویل، "د انصاف تلې زموږ په حق کې فيصله ورکړې ده."

اجون خان، چې د هغه زوی اسفند په ای پي ايس کې وژل شوی و، د فضل الله په مرګ خوشحاله شو.

هغه پاکستان فارورډ ته وویل، "موږ د خپل زوی په مرګ ماتم کوو، خو اوس زموږ غم ختم شوی دی." "پکار ده چې د فضل الله مرګ د طالبانو په وړاندې د کمپاین پای نه وي ... پکار ده چې کوششونه تر هغه وخته پورې جاري وساتل شي ترڅو چې د بلواګرو په وړاندې بشپړ بریالیتوب نه وي ترلاسه شوی."

په ای پي ايس کې په قتل عام کې بچ پاتې شويو کسانو هم د ملا فضل الله په مرګ جشن وکړو.

سهيل احمد، چې اوس په نهم کلاس کې دی او په هغه ورځ په پنځم کلاس کې و، پاکستان فارورډ ته وويل، "مونږ چې په دغه ورځ کومه خون خرابه وليدله، هغه دا ثابتوي چې وسله وال څومره ظالمان دي ځکه چې دوی د ماشومانو لپاره رحم نه لري."

اعجاز خان، یو بل بچ پاتې شوي طالب علم، چې په دغه ورځ په شپږم کلاس کې و او اوس په لسم کلاس کې دی، وويل چې هغه ډیر خوشحاله دی چې د تحریک طالبان پاکستان پلان جوړونکی وژل شوی دی.

هغه پاکستان فارورډ ته وویل، "زه ډیر خوشحاله يم چې په دغه ورځ بچ پاتې شوم خو د نږدې نه ما کتل چې څنګه دوی په بې رحمۍ سره زموږ ملګري په نښه کړل." "ما د ترهګرو بې غيرتي هغه وخت وليدله کله چې دوی بې وسلې طالب علمان په نښه کړل او داسې ښکاريده چې دوی د یو منظم پوځ سره جګړه کوله."

د ترهګرو پلان ناکامه شو

سليمه بي بي، چې په پيښور کې په اسلاميه کالج يونيورسټۍ کې طالب علمه ده، وويل، فضل الله نه یواځې د ای پي ايس په قتل عام کې ښکيل و بلکې په اکتوبر ۲۰۱۲ کال کې په سوات کې د ملاله یوسفزۍ د وژلو په هڅه کې هم ښکيل و. ملاله يوسفزۍ د جينکو د تعليم لپاره يوه فعاله جوړه شوه او تر ټولو ځوانه جينۍ ده چې د نوبل د سولې جایزه يې ترلاسه کړه.

هغې پاکستان فارورډ ته وویل، "په ای پي ايس او ملاله باندې د طالبانو بریدونو زده کونکي د تعليم ترلاسه کولو نه منع نه کړل." "د جينکو د تعليم په اړه د طالبانو نفرت په زده کونکو او والدينو کې د تعليم سره مینه رامنځته کړې ده."

هغې وويل، په خيبر پښتونخواه کې په ډېرو يونيورسټو کې، د ښځينه زده کونکو شمير د نارينه طالب علمانو نه زيات دی -- او دا يو روښانه ثبوت دی چې ښځينه زده کوونکي په ډير شمير کې په تعليمي موسسو کې داخلې اخلي.

شفاعت علي، چې په پیښور يونيورسټۍ کې د پاکستان د مطالعاتو ليکچرار دی، وويل، د فضل الله مرګ د تروریزم په وړاندې په جګړه کې لوی بریالیتوب دی.

هغه پاکستان فارورډ ته وويل، "[پاکستانيان] پوهيږي چې هلکان او جنيکۍ د تعليم نه منع کول به ټولنه ونه مني ځکه چې اسلام په تعليم باندې خورا ټينګار کوي."

هغه وويل، "کله چې د طالبانو ډله په لومړي ځل راڅرګنده شوه، نو يو شمېر کسانو د دوی ملاتړ وکړو، خو [پاکستانيانو] د دې ډلې نه هغه وخت نفرت شروع کړو کله چې دې سکولونه او زده کونکي په نښه کول پيل کړل."

علي وويل، "اوس دا په پاکستان کې په عمومي توګه منل شوی حقيقت دى چې د ټولو طالبانو اورپکو له منځه وړلو پرته پرمختګ نا ممکنه دی."

هغه وويل، "د ټي ټي پي د مشر وژل خورا د حوصله افزايۍ خبره ده ځکه چې دا به د وسله والو يووالی مات کړياو ژر به هغوی ختم کړي."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 1

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

د دې خبر لا تاييد نه دی شوی، ځکه چې ټي ټي پي د دې په اړه خبر نه دی ورکړی. دا یو ښه خبر دی که چیرې هغه مړ شوی وي. نور، پاک پوځ باید په خپله په افغانستان کې د بې پيلوټه الوتکو بریدونه ترسره کړي.

ځواب