زده کړه

د باجوړ اوسیدونکي د جينکو لپاره د لومړي پرايويټ سکول هرکلی کوي

د حنيف الله رپوټ

جينکۍ د اکتوبر په ۱۸ مه په باجوړ ضلعه کې د جينکو لومړې پرايويټ سکول ته ځي. [حنیف الله]

جينکۍ د اکتوبر په ۱۸ مه په باجوړ ضلعه کې د جينکو لومړې پرايويټ سکول ته ځي. [حنیف الله]

خار -- قبایلي اوسیدونکو په باجوړ ضلعه کې د جينکو لپاره د لومړي پرايويټ سکول د جوړیدو تود هرکلی کړی دی.

د اسلامي جينکو پبلک هايي سکول د اګست په ۱۸مه په عنایت کلی کې د مراسمو په ترڅ کې پرانستل شو.

د باجوړ د پرايويټ تعليم شبکې صدر نور رحمان د مراسمو په دوران کې وویل، دا سکول چې د باجوړ په ګنجان اباد سیمه کې جوړ شوی دی "د سیمې خلکو ته به د معیاري تعليم سهولتونه برابر کړي او د جينکو د سکولونو کمی به پوره کړي."

هغه وویل، "په باجوړ کې، موږ کافي سرکاري سکولونه لرو؛ دا یو ډیر مثبت ګام دی او د جينکو لپاره د پرايويټ سکولونو د جوړولو لپاره به ډیر سرمايه کاران تشویق کړي."

په ديوالونو باندې ليکل په باجوړ کې د اکتوبر په ۱۰ مه د جينکو لومړي سکول ته هرکلی وايي. [حنیف الله]

په ديوالونو باندې ليکل په باجوړ کې د اکتوبر په ۱۰ مه د جينکو لومړي سکول ته هرکلی وايي. [حنیف الله]

د پرايويټ تعلیم شبکې (پين) چارواکي د اګست په ۱۸ مه په باجوړ ضلعه کې د جينکو لپاره د لومړي پرايويټ سکول مخې ته يو ګروپ تصوير اخلي. [حنیف الله]

د پرايويټ تعلیم شبکې (پين) چارواکي د اګست په ۱۸ مه په باجوړ ضلعه کې د جينکو لپاره د لومړي پرايويټ سکول مخې ته يو ګروپ تصوير اخلي. [حنیف الله]

رحمان وویل، "دا په هغه ضلعه کې یو انقلابي ګام دی چې له جګړې څخه متأثر شوی دی. موږ د باجوړ په خار کې د دې ډول بل سکول د جوړولو پلان لرو."

هغه وويل، "په باجوړ کې د جينکو د لومړي سکول له جوړيدو وروسته، اوس موږ په پين شبکه کې ۹۲ پرايويټ سکولونه لرو."

رحمان وویل، د افتتاح نه یوه هفته وروسته، د ۳۰ نه زياتې جينکۍ داخلې شوې. هغه زیاته کړه چې لومړي ۵۰ جينکۍ به وړیا داخله ترلاسه کړي چې د داخلې لپاره نور وهڅوي.

د څلورم جماعت يوې زده کونکي بشرا بي بي وويل، "موږ د دې سکول له جوړیدو مخکې له ستونزو سره مخ وو ځکه چې د جينکو لپاره سرکاري سکول زموږ له کور څخه ډیر لرې وو؛ اوس موږ خوشحاله يو چې موږ نژدې يو سکول لرو."

د پاکستان د راپورته کیدونکې میرمنو سازمان مشرې رینا ګل وويل،" دا ډول نوښتونه د ټولنې د پرمختګ په لور مثبت ګامونه دي، او ډیرو سکولونو ته ضرورت دی ځکه چې د هلکانو په پرتله په ضلعه کې د جينکو لپاره د سرکاري سکولونه لږ دي."

په باجوړ کې میشت دیني عالم مفتي بلال یاسر وویل، "اسلام د نارینه وو او ښځو لپاره تعليم په مساوي توګه لازم ګرځولی دی."

هغه زیاته کړه، "ښځي د ټولنې په اصلاح کولو کې مهم رول لوبوي، د دې هدف لپاره موږ اړتیا لرو چې خپلې لوريانو او خویندو ته تعلیم ورکړو."

په امن کې پرمختګ

د باجوړ د تعليم اسسټنټ آفسر حمیدالله جان سرکاري سکولونو ته په اشارې سره وویل، "مونږ د باجوړ په ضلعه کې د مختلفو سکولونو په ښه کولو باندې کار کوو."

هغه وویل چې په دریو سکولونو کې د زيات ګنجايش لرونکو ودانیو، يوه د ښځو لپاره او دوه د نارينو لپاره، په جوړولو کار روان دی او ډیر ژر به یې کار بشپړ شي.

جان وویل، "د شپږو نورو سکولونو لپاره هم پراختیا وړاندیز شوې، چې د دې لپاره به موږ ۲۱۸ ملیونه روپۍ (۱.۴ ملیونه ډالره) مختص کړي دي."

جان زیاته کړه، "دهشت ګردو د ۲۰۰۸-۲۰۱۵ پورې د اورپکۍ په موده کې په باجوړ کې ۱۱۰ سکولونه ویجاړ کړي وو، خو ۱۱۰ سکولونه بيرته جوړ شوي دي، او پاتې نور به د پاکستان د پوځ لخوا ژر جوړ شي."

د باجوړ ضلعې عثمان محسود وويل، "د سولې د بحاليدو نه وروسته، حالات په سم لور روان شوي او موږ د مختلفو سکتورونو،" د تعليم، روغتيا او زراعت او نورو برخو په شمول، د پراختیا لپاره د ۱۰ کالو، د ۲۰ کالو او ۳۰ کالو په پلانونو کار کوو.

هغه وویل چې نوې حکومتي ادارې لکه محصول او مالیه، خواړه او ریسکیو ۱۱۲۲ به ډیر ژر په باجوړ کې کار پیل کړي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500