ټولنه

ریسکیو ۱۱۲۲ په پخوانۍ فاټا کې د لومړي مرکز پرانسته وکړه

د جاويد خان لخوا

د ریسکیو ۱۱۲۲ يو ګاډی د اګست په ۲۸مه په خېبر ضلعه کې د تاریخي باب خېبر نه تیریږي. [جاوید خان]

د ریسکیو ۱۱۲۲ يو ګاډی د اګست په ۲۸مه په خېبر ضلعه کې د تاریخي باب خېبر نه تیریږي. [جاوید خان]

پېښور -- خېبر پښتونخواه په لومړي ځل د ریسکیو ۱۱۲۲ عملیات پخوانۍ د وفاق تر واک لاندې سيمو (فاټا) ته غځولي دي.

د ریسکیو ۱۱۲۲ مرکز په خېبر ضلعه کې د اګست په ۲۸مه کار پیل کړو. دا خدمتپه بيړني حالاتو کې خدمات وړاندې کوي، د بمي چاودنو، ځانمرګي بریدونو او طبي بيړني حالاتو په شمول پیښو ته غبرګون ښیي.

کامران بنګش، چې د خېبرپښتونخواه وزیر اعلی ځانګړی معاون او د خېبرپښتونخواه اسمبلۍ غړی دی، وويل، "ريسکيو ۱۱۲۲ به اوس د صوبې په څیر د پخوانۍ فاټا اوسیدونکو ته د ژغورنې او مرستې خدمات چمتو کړي."

بنګش وويل، "دوه مرکزونه به په هره ايجنسۍ کې او يو به په پخوانۍ سرحدي سیمو کې جوړ شي." هغه زياته کړه چې د خېبر پښتونخواه حکومت په نوي ضم شويو ضلعو کې ۲۰ مرکزونه منظور کړي دي.

د ریسکیو ۱۱۲۲ امبولانس په خېبر کې وروسته له هغې لیدل کیږي کله چې د دې خدمات د اګست په ۲۸ مه دغه ضلعې ته وغځول شول. [ریسکیو ۱۱۲۲]

د ریسکیو ۱۱۲۲ امبولانس په خېبر کې وروسته له هغې لیدل کیږي کله چې د دې خدمات د اګست په ۲۸ مه دغه ضلعې ته وغځول شول. [ریسکیو ۱۱۲۲]

په پخوانۍ فاټا کې مهمند، باجوړ، خېبر، کورم، اورکزۍ، شمالي او جنوبي وزیرستان ضلعې او شپږ سرحدي سیمې شاملې وې چې له نژدې ضلعو سره یوځای شوي دي.

د نوي سټیشنونو بشپړیدل به ډیر ژر ترسره شي

هغه وویل، د امبولانسونو او او د اور وژلو ټرکونو په ګډون د تجهیزاتو اخيستل به په څو میاشتو کې پای ته ورسیږي.

بنګش جون ۲۰۲۰ ته په اشارې وويل، "زياتره سټیشنونه ... به د روان مالي کال له پای نه مخکې بشپړ شي."

بلال احمد فيضي، چې د ريسکيو ۱۱۲۲ ویاند دی، وویل، "روزل شوي او تجربه کار کارمندان د خېبر ضلعې په مرکز کې ځای پر ځای شوي دي چې هغو خلکو ته بېړنۍ مرستې چمتو کړي کوم چې مرستې ته اړتیا لري."

هغه وويل، د پروژې ټول اټکل شوی لګښت ۳.۵ ميليارده روپۍ (۲۲ ميليونه امريکايي ډالره) دی. هغه زياته کړه چې د خېبرپښتونخواه حکومت به په پخوانۍ فاټا کې د دې خدمت لپاره ۱۵۰۰ کارکوونکي استخدام کړي.

یو مستقل خدمت

د خېبر پښتونخواه د مرستې او بيارغونې ادارې، چې د ريسکيو ۱۱۲۲ څارنه کوي، سيکريټري عابد مجيد وويل، "ريسکيو ۱۱۲۲ یوه ستره دنده ترسره کوي، او دې په دې کال کې یې د لومړۍ جنورۍ نه تر ۳۱ اګست پورې د مختلف قسم ۵۱،۰۱۲ بیړني پيښو ته غبرګون وښودلو."

هغه وویل چې په دغه بیړني پيښو کې د خېبر پښتونخواه په لسو ضلعو کې ۴۵ بمي چاودنې، د ډوبيدلو ۲۴۴ پيښې، د ډزو ۷۶۴ پيښې، د ودانۍ د راغورځيدو ۸۱ پيښې، د اور لګيدو ۱،۸۳۴ پيښې، ۳۵،۸۳۸ طبي بیړني حالات او د سړک ۱۰۶۱۲ حادثې شاملې دي.

د خېبر ضلعې اوسیدونکو قبایلي ضلعو ته د ریسکیو ۱۱۲۲ خدماتو غځولو هرکلی کړی دی.

انيس افريدي، چې د جمرود اوسيدونکی دی او د پېښور په حیات آباد کې اوسيږي، وویل، "دې خدمت ته په خېبر کې سخته اړتیا وه، او دې ته اړتیا ده چې دا ټولو پخوانیو قبایلي سیمو ته هم وغځول شي چې اوسیدونکي فوري مرسته ترلاسه کړي."

هغه وويل، دې ادارې د تیرو څو کلونو راهیسې په هرډول طبي حالت یا د بلې پیښې په دوران کې غوره خدمت وړاندې کړی دی. هغه زیاته کړه چې کله څوک د مرستې غوښتنه وکړي، نو امبولانسونه په څو منټونو کې دننه رارسیږي.

افریدي وویل، "عام خلکو به د هرډول بيړني حالت قربانیان په موټرو او ګاډو کې هسپتال ته لیږدول، خو په دې باید خلک پوه شي چې په امبولانسونو کې روزل شوي کارمندان د هغوی د عزیزانو ښه پاملرنه کولی شي."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500