| رمضان

په تصویرونو کې: پاکستان ورکوټی اختر د 'متحد قوم' په شکل کې ولمانځو

د شهزاد بټ رپورټ


د جون ۴ مې په دې تصویر کې په پیښور کې د ورکوټي اختر لمونځ لیدلی کیږي. [شهزاد بټ]

د جون ۴ مې په دې تصویر کې په پیښور کې د ورکوټي اختر لمونځ لیدلی کیږي. [شهزاد بټ]


د پيښور اوسېدونکي د جون په ۴ مه لمونځ کوي. [شهزاد بټ]

د پيښور اوسېدونکي د جون په ۴ مه لمونځ کوي. [شهزاد بټ]


ماشومان د جون په ۴مه له پېښور سره نژدې په خرګاډي کې چکر وهي. [شهزاد بټ]

ماشومان د جون په ۴مه له پېښور سره نژدې په خرګاډي کې چکر وهي. [شهزاد بټ]


د خیبر پښتونخواه اوسېدونکي د جون په ۴ مه په چارسده ضلع کې د کشتیو په چلولو سره اختر مناوهي. [شهزاد بټ]

د خیبر پښتونخواه اوسېدونکي د جون په ۴ مه په چارسده ضلع کې د کشتیو په چلولو سره اختر مناوهي. [شهزاد بټ]


ښځې د جون په ۳ مه په پېښور کې ورکوټي اختر ته د تیاري کولو په سلسله کې نکریزې لګوي. [شهزاد بټ]

ښځې د جون په ۳ مه په پېښور کې ورکوټي اختر ته د تیاري کولو په سلسله کې نکریزې لګوي. [شهزاد بټ]


ښځې د جون په ۳مه له ورکوټي اختر نه مخکې په پېښور کې سودا اخیستلو ته ځي. [شهزاد بټ]

ښځې د جون په ۳مه له ورکوټي اختر نه مخکې په پېښور کې سودا اخیستلو ته ځي. [شهزاد بټ]

اسلام اباد -- پاکستانیانو د چارشنبې په ورځ /د جون ۵ مه/ په روایتي مېلو سره ورکوټی اختر چې د روژې میاشتې په اخر کې راځي ولمانځلو.

د ډان د رپوټ تر مخه، د اختر لمونځونه د ورځې په شروع کې په ټول پاکستان کې په ازادو ځایونو، جوماتونو او عیدګاه ګانو کې وشول.

وزیراعظم عمران خان په دې موقعه په ټوېټر پیغام ورکړو.‌


ماشومان د جون په ۴ مه د اختر په موقع له پېښور سره نژدې لوبې کوي. [شهزاد بټ]

ماشومان د جون په ۴ مه د اختر په موقع له پېښور سره نژدې لوبې کوي. [شهزاد بټ]

هغه وویل، «زما پاکستانیانو ته دې اختر مبارک شي. تاسو ټولو ته د خوشحاله اختر مبارکي وایم. راځئ چې ټول اراده وکړو چې په خپل اقتصادي بحران د قابو کولو لپاره د یوه متحد قوم په حیث ودریږو او د خپلې ټولنې په غریبو خلکو باندې د ټولو نه لږ بار واچوو.»

د ملک د نورې برخو خلاف، خیبرپښتونخواه په رسمي طور د سې شنبې په ورځ /د جون ۴ مه/ اختر ولمانځلو.

په وروستیو کلونو کې د امنیتي عسکرو له اړخه د جنګیالیو د ماتې نه وروسته د ملک په بیلابیلو برخو کې اختر په سوله ییز شکل لمانځلی کیږي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

5
2
نه
تبصرې 0
د تبصرو تګلاره Captcha