اسلام اباد -- پاکستانیانو د چارشنبې په ورځ /د جون ۵ مه/ په روایتي مېلو سره ورکوټی اختر چې د روژې میاشتې په اخر کې راځي ولمانځلو.
د ډان د رپوټ تر مخه، د اختر لمونځونه د ورځې په شروع کې په ټول پاکستان کې په ازادو ځایونو، جوماتونو او عیدګاه ګانو کې وشول.
وزیراعظم عمران خان په دې موقعه په ټوېټر پیغام ورکړو.

ماشومان د جون په ۴ مه د اختر په موقع له پېښور سره نژدې لوبې کوي. [شهزاد بټ]
هغه وویل، «زما پاکستانیانو ته دې اختر مبارک شي. تاسو ټولو ته د خوشحاله اختر مبارکي وایم. راځئ چې ټول اراده وکړو چې په خپل اقتصادي بحران د قابو کولو لپاره د یوه متحد قوم په حیث ودریږو او د خپلې ټولنې په غریبو خلکو باندې د ټولو نه لږ بار واچوو.»
د ملک د نورې برخو خلاف، خیبرپښتونخواه په رسمي طور د سې شنبې په ورځ /د جون ۴ مه/ اختر ولمانځلو.
په وروستیو کلونو کې د امنیتي عسکرو له اړخه د جنګیالیو د ماتې نه وروسته د ملک په بیلابیلو برخو کې اختر په سوله ییز شکل لمانځلی کیږي.